faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
امام محمد وریماچ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رئیس په توګه وټاکل شو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
پنجشنبه 12 کب 1395 ساعت 10:04

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني اما محمد وریماچ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رئیس په توګه وټاکه.

جمهور رئیس د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا ریاست ته له اتو تنو نوماندانو سره له مرکو وروسته دا تصمیم ونیوه.

د یادو مرکو پر مهال چې پرون په جلا توګه په ارګ کې ترسره شوې، د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.