ویډیو

 

د شاه حسین مرتضوي خبري کنفرانس د امریکا متحده ایالاتو ته د ولسمشر د سفر پایلې، د حکومت درې کلنې لاسته راوړنې او د هیواد روان وضعیت په اړه

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د جاپان بهرنیو چارو کې د دولت وزیر سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 20 مرغومی 1395 ساعت 09:10

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جاپان بهرنیو چارو کې د دولت  وزیر کینتارو سونورا او ملګري پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د سولې، اقتصادي او انکشافي برنامو، د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او ټرانزیټ په برخه کې د ملي یووالي حکومت د پرمختګونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د جاپان بهرنیو چارو کې د دولت  وزیر له جمهور رئیس غني څخه د مننې پرمهال وویل، جاپان په بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره د شویو ژمنو پوره کولو ته متعهد دی. هغه زیاته کړه، هېواد به یې په افغانستان کې د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

نوموړي د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ښې حکومتولۍ، اداري فساد سره د مبارزې، سیمه ییزه اقتصادي همکاریو د پراختیا او ټرانزیت، انکشاف او سولې په برخه کې د ملي یووالي حکومت هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې.

جمهور رئیس غني د جاپان بهرنیو چارو کې د دولت  وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له جاپان څخه په ټوکیو کې د افغانستان په اړه د هغو دوه کنفرانسونو د کوربه توب مننه وکړه، چې په افغانستان کې د انکشاف ترڅنګ دمالي حساب ورکولو لامل شول.

جمهور رئیس د کرنې، معارف، سرکونو او نورو برخو کې د جاپان مرستې موثرې وبللې او زیاته یې کړه، د جاپان هېواد د روزنیزو مرستو له برکته افغانستان سلګونه ښځينه پولیسې لري. 

د هېواد جمهور رئیس وویل، جاپان د افغانستان د بین‏المللي شریک په توګه افغان ځوانانو ته د تحصیل په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي او یو شمېر هغه افغان ځوانان چې په جاپان کې یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي  په هېواد کې د ښاري سکتور په برخه کې په خدمت بوخت دي.

جمهور رئیس غني د ښاري ځمکو د تنظیم په برخه کې د جاپان هېواد تجربې موثرې وبللې او زیاته یې کړه، افغانستان به د ښاري ځمکو د تنظیم په چارو کې د دوی له تجربوڅخه ګټه واخلي.

محمداشرف غني همدارنګه د جاپان د عامه او خصوصي سکتور مشارکت موډل مهم وباله او زیاته یې کړه، ملي یووالي حکومت د خصوصي سکتور د همکارۍ او پانګې د جذب په برخه کې پام وړ ګامونه اخیستي او په دې برخه کې یې د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو پانګې جذب کړې دي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، افغانستان د خودکفایۍ په برخه کې د خصوصي سکتور همکاري او ونډه مهمه بولي. هغه زیاته کړه، حکومت به د خودکفایۍ په برخه کې د جاپان له ګټورو تجربو استفاده وکړي.

جمهور رئیس غني وویل، افغانستان له مرکزي اسیا سره وصل شوی او همدارنګه کوښښ کوي چې له چین او ایران سره هم د ترانزیت له لارې وصل شي. هغه ټاپي پروژې ته په اشارې وویل، چې افغانستان د سیمه ییز ترانزیت او اتصال په برخه کې یوازې پروژې نه، بلکې د اقتصادي همکاریو بستې په پام کې لري چې له امله به یې د سیمې ثبات، اقتصاد او سوداګري وده وکړي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، باعزته او پایداره سوله زموږ د خلکو اساسي غوښتنه ده. هغه زیاته کړه، حکومت د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لري او په عدلي او قضایي ارګانونو کې مهم اصلاحات راغلي دي.

د جاپان بهرنیو چارو کې د دولت  وزیر له مرکزي اسیا سره د افغانستان د وصل او سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، جاپان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

ښاغلي کینتارو سونورا زیاته کړه، جاپان هم د سیمه ییز اتصال لپاره مذاکرات پیل کړي او همدارنګه جاپان له هند سره دې موافقې ته رسېدلی دی چې په چابهار بندر کې تخنیکي مرسته وکړي. هغه چابهار د افغانستان د ترانزیت او سوداګرۍ لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه، هېواد یې له افغانستان سره د ټرانسپورټي ماسټر پلان په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

جمهور رئیس غني د افغانستان د ترانزیت او سوداګرۍ د ودې لپاره د چابهار ارزښت ته په اشارې له چابهار بندر څخه د جاپان د ملاتړ او تخنیکي مرستې له امله مننه وکړه. هغه همدارنګه له افغانستان سره په تېرو کلونو کې د جاپان مرستو څخه په مننې له افغانستان سره د ټرانسپورټي ماسټرپلان د همکارۍ په برخه کې د جاپان بهرنیو چارو کې د دولت  وزیر د چمتووالي قدرداني وکړه.