ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 19 مرغومی 1395 ساعت 10:02

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال تامس شنن سره چې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر،د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي  هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د همکاریو، تروریزم سره د مبارزې او د سیمې دثبات او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحده ایالتونو د همکاریو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل او په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې غځولو په اړه  د جمهور رئیس اوباما د تصمیم قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، د امریکا نوي حکومت سره به د بنیادي بین المللي شریک په توګه د افغانستان دوستانه اړیکې او مناسبات لا پراخه شي.

ښاغلي تامس شنن تروریزم سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او سرښندنې، د ښې حکومتولۍ، اصلاحاتو، د ملي پروژو د تطبیق، د ښځو د حقونو او په حکومتولۍ کې هغوی ته د ونډې ورکولو په برخه کې د حکومت اقدامات د قدر وړ وبلل.

جمهور رئیس غني د تروریزم د خطرونو د دفعه کولو لپاره چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره مشترک تهدید دی د افغانستان  او د بین المللي شریکانوګډه مبارزه حتمي وبلله.