ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
Administrator   
سه شنبه 14 مرغومی 1395 ساعت 09:53

د افغانستان د اسلامي جمهوریت  د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن ماښام په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه.

ملي امنیت شورا د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو په څلور کلن انکشافي  پلان له هره اړخه بحث وکړ او یاد پلان یې په پرنسیپ کې تایید کړ.

په دغه غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد په امنیت په ځانګړي ډول د هلمند، ننګرهار، روزګان، فراه، کندهار، غور، فاریاب، بادغیس او کندز ولایتونو په اړه راپور وړاندې کړ.

امنیت ملي شورا د هېواد د امنیتي  وضعیت له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د افغانستان د ښمنانو او ډار اچوونکو تروریستي تهدیدونو د رامنځته کېدو په مخنیوي کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له هدفمندو هڅو څخه د ستاینې تر څنګ  اړوندو ارګانونو ته د هېواد امنیتي وضعیت د ښه‌والي په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.


په پای کې،  ملي امنیت شورا د کابل ښار او ولسوالیو د امینت په اړه د راپور د اورېدلو تر څنګ، له هراړخیزو بحثونو، د تهدیداتو له ارزونې او د سیمو د زیان‌پيژندنې وروسته د کابل په ښار او ولسوالیو کې د امنیتي تهدیداتو د رامنځته کېدو د مخنیوي په غرض لازمې لارښوونې وکړې.