ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
مالیې وزیر په افغانستان کې د پاکستان له سفیر سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 13 مرغومی 1395 ساعت 10:42

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د مرغومې میاشتې په ۱۲ مه په افغانستان کې د پاکستان له سفیر ښاغلي ابرار حسین سره وکتل او له هغه سره یې په یو شمیر پراختیایي پروژو خبرې وکړې.

دواړو لوریو د پاکستان له خوا په افغانستان کې د هغو پراختیایي پروژو د چټکتیا او بشپړیدو په اړه د افکارو تبادله وکړه چې د پاکستان له خوا یې مالي تمویل کیږي. په یادو پروژو کې په درو ولایتونو کابل، لوګر او ننګرهار کې د روغتونو او په کابل کې د رحمان بابا عالي لیسې له پاره د ودانیو جوړول او نورو اړونده مسایل شامل دي.همدا راز دواړو لورېو د پاکستان هوایي شرکت PIA د مالیاتو په اړه هم خبرې وکړې.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر په نژدې راتلونکې کې د یادو پروژو د بشپړیدو او پر وسایلو باندې د هغوی د تجهیز کیدو په اړه ډاډ ورکړ.