faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د کورنیو چارو وزیر نن د خپل کار په دفتر کې د زابل او نیمروز ولایت له والیانو سره په یوه جلا جلا کتنه کې د یادو ولایتونو پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 13 مرغومی 1395 ساعت 10:16

په یاده کتنه کې لومړی د کورنیو چارو وزیر سترپاسوال تاج محمد جاهد د زابل او نیمروز ولایت پر امنیتي حالاتو خبرې وکړې ویې ویل، دا چې امنیت د خلکو یوه اساسي غوښتنه ده نو له ملي پولیسو سره د ډاډمن امنیت په خوندیتوب کې د خلکو مرسته او همکاري هم خورا اړینه ده، په زابل او نیمروز ولایت کې امنیتي ارګانونه باید د یوې لا ښې او کلکې همغږۍ له مخې د ولسونو د خوندي امنیت ټینګښت ته لا زیاته پاملرنه وکړي او له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ په برخه کې دې خلکو ته د عامه پوهاوي له لارې کار وشي څو په یادو ولایتونو کې خلک له پولیسو سره لا نور همکار او همغږي شي.


د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، خلک باید د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ملي پولیسو قربانۍ درک کړي او درناوی ورته وشي، د هېواد ملي پولیس شپه او ورځ قرباني ورکوي او د دښمن پروړاندې یې خپلې سینې سپر کړي څو د خپلو خلکو لپاره لا نور ډاډمن امنیت خوندي کړي.


وروسته د زابل او نیمروز ولایت والیانو په یادو ولایتونو کې د امنیتي ارګانونه ترمنځ د کلکې همغږۍ او ګډو امنیتي پلانونو په اړه د کورنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ ویې ویل، موږ ژمن یو چې په یادو ولایتونو کې به امنیتي ارګانونه د خپلو کلکو همغږیو او ګډو امنیتي پلانونو له مخې د دښمن ټول شوم پلانونه شنډ او د خلکو لپاره به لا نور ډاډمن امنیت خوندي کړي.