ویډیو

 

د شاه حسین مرتضوي خبري کنفرانس د امریکا متحده ایالاتو ته د ولسمشر د سفر پایلې، د حکومت درې کلنې لاسته راوړنې او د هیواد روان وضعیت په اړه

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د کورنیو چارو وزیر سترپاسوال تاج محمد جاهد نن د خپل کار په دفتر کې د اروپا اتحادې یوپول پولیسو له پخوانۍ رئیسې سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 05 مرغومی 1395 ساعت 09:41

په دغه کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د اروپا اتحادې یوپول پولیسو له تېر ماموریته مننه وکړه ویې ویل، د اروپا اتحادې پولیسو ټولې مرستې د ملي پولیسو د ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا ارزښت مندې او بریالۍ وې موږ به له هر ډول فساد پروړاندې جدي مبارزه او په ټول هېواد کې د سراسري سولې او ثبات لپاره نه ستړکیدوونکې هلې ځلې وکړو.


د کورنیو چارو وزیر وویل، موږ یو ځل بیا د اروپا اتحادې له پخواني ماموریته مننه کوو او د اروپا اتحادې له نوي ماموریت سره په ګډه د خپلو امنیتي پلانونو په جوړولو ژمن یو چې د سیمو ډاډمن امنیت ټينګښت په موخه به لا نور ځانګړي امنیتي پلانونه ترتیب او عملي کړو.
وروسته د اروپا اتحادې د يوپول پولیسو ریئسې پي یا د کورنیو چارو وزارت راتلوونکي کاري پلانونه وستایل ویې ویل، د اروپا اتحادې پولیس به له افغان ملي پولیسو سره د ښوونې او روزنې، مسلکي توب او ظرفیت لوړونې سربېره په نورو برخو کې هم خپلو د پام وړ او دوامداره مرستو ته دوام ورکړي.