faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon

ظرفيت لوړوالي څانګي خبرونه

دعکاسی زده کړې په اړه ورکشاپ جوړ شو


دغه ورکشاپ چې د ۱۳۹۱ د وری میاشتې په ۱۹ پیل شو، د اوو وزارتونو مطبوعاتی کارکونکي پکې ګډون کوي.


پدغه ورکشاپ کې به کارکوونکو ته د عکاسۍ د یو تن تکړه استاد ګلبد...

د وزارتونو کارکوونکو ته د مرکې او مطبوعاتي کنفرانس کورش جوړ شو

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د وړتیاوو د لوړاوي څانګې د وزارتونو مطبوعاتی کارکوونکو ته  د مرکې فن و مطبوعاتي کنفرانس تر عنوان لاندې یو پنځه ورځنی کورس جوړ کړ...

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو له مرکز څخه د کار زده کړو دویمه دوره فارغه شوه


په دغه پروګرام کې د ژورنالېزم، حقوقو او سیاسی علومو او ټولنیزو علومو پوهنځیو فارغانو ګډون کړی و، چې  د ۱۳۸۹ لمریز کال دکب په لسمه نیټه پیل اود ۱۳۹۰ لمریزکال د...

د ویډیو زده کړې کورس جوړ شو


په دغه کورس کې یوولسو تنو  د پوهنې، تجارت او صنایعو، سرحداتو، ترانسپورت، په پارلماني چارو کې د دولت ، د مخابراتو او د عامې روغتیا وزارتونو کارکوونکو ګډون کړی و.

...

دحکومت داطلاعاتو اورسنیوپه مرکز کی درپوټ اومطبوعاتي اعلامیي لیکلوکورس جوړ شو



دغه کورس چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکزد ظرفیتونو د لوړوالی څانګی له خوا، چي ۱۹ تنه  د وزارتونو مطبوعاتی کارکوونکۍ  پکې ګډون کوي د دلوی   په ۳۰مه ۱۳۹۰کال...

د لوګر ولایت د عامه اړیکو کارکوونکو ته کورس جوړ شو


دغه کورس، چې د روان کال د مرغومي په لومړۍ ورځ پیل شوی و، وروسته له پنځه ورځو د مرغومي په پنځمه پای ته ورسېد، چې په ترڅ کې یې دغو دولتي کارکوونکو ته د ژورنالیزم د مهمو ژانرونو لکه خبري اعلامیه، خبري بلنلیک، رپوټ لیکنه د مرکي هنر او د ژورنالېزم اړوندې نورې زده کړې ورکړل شوې. همدارنګه کارکوونکو ته د دغې څانګې یو تن تکړه استاد (Jack pagano) له خوا د مرکې د هنر په اړه عملي درس ورکول شو. د کورس په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د وړتیاوو  لوړولو څانګې له خوا د کورس ګډونوالو ته د دې مرکز د مشر ډاکټر عبدالحکیم عاشر، مرستیال او سلاکارانو له لوري تصدیق پانې ور کړل شوې.


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د وړتیاوو د لوړاوي څانګه هڅه کوي، د دولتي او نادولتي رسنیو کارکوونکي په مسلکي ډول وروزي.

د وزارتونو کارکوونکو ته د ویډیو زده کړې کورس جوړ شو


پدغه کورس کې دولس کسانو ګډون کړی، چې شپږ کسه د ښاري پراختیا وزارت، دوه کسه د ټولګټو وزارت، یو کس د مالي وزارت او دوه کسه د کډوالو چارو وزارت څخه دي. دغه کورس د ۲۰۱۲ز کال د لومړۍ میاشتې په ۱۶ نېټه پیل شو، درې هفتې به دوام وکړي، چې په ترڅ کې به یې   د (Jack pegano) له خوا  زده کوونکو ته د  ویډیو اخیستلو ، ویډیو اډیټ او  ویډیویي کمرې د بېلا بېلو تخنیکونو په اړه عملي زده کړې ورکړل شي. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د وړتیا وو د لوړاوي څانګه تل دا هڅه کوي، چې د حکومت د عامه اړیکو د کار کوونکو کاري وړتیاوې لوړې کړي. دا مرکز نه یوازې حکومتي کسان روزي؛ بلکې څو ځله یې د آزادو رسنیو کارکوونکو ته هم لنډمهاله کورسونه دایر کړي دي.

د حکومت د اطلاعاتو و رسنیو مرکز کار زده کړو ته د مرکې فن ور زده کوي


دغه کورس چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د دویم پړاو ۱۶ کار زده کړي پکې ګډون کوي د جدی په ۱۰مه ۱۳۹۰کال د شنبې په ورځ د استاد عزت الله اکبري تر له خوا لاندې وروسته له غرمې په ۱:۳۰ بجه پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي. پدغه کورس کې به کار زده کړو ته د ژورنالیزم د یو اساسي ژانر(د مرکې د فن) په اړه نظري او عملي زده کړه ورکړل شي، تر څو زده کوونکي وکولی شي په آینده کې د یو مسلک په توګه ترې کار واخلي او د مرکې کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ نشي.


د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د ظرفیت لوړلو څانګه هڅه کوي، ترڅو په هېواد کې مسلکي ظرفیتونه وروزي چې په دې لړ کې یې د رسنیو د مرکز زده کوونکو او نورو دولتي کارکوونکو ته ګټور کورسونه جوړ کړي.

د رپوټ لیکنې د نوې دورې پیل

دا کورس، چې یوه اونۍ یې دوام وکړ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نورو پروګرامونو په لړ کې په دې دوره کې د مالیې، ښاري پراختیا، کرهنې، فواید عامې او دکار او ټولنیزو چارو وزارتونو د کارکوونکو لپاره جوړ شوی و،

 

د یادونې وړ ده، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د وړتیاوو د لوړاوي څانګه تل دا هڅه کوي، چې دې ته ورته نور پروګرامونه جوړ کړي، ترڅو د وزارتونو د اطلاعاتو او رسنیو کارکوونکي په مسلکي توګه خپل کارونه ترسره کړي.