ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
په ۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 18 مرغومی 1396 ساعت 13:34

هرهیواد خپلې اړتیاوې او لګښتونه د کورنیو عوایدو او نورو اقتصادي سرچینو له لارې ترسره کوي، څومره چې د دغو عوایدو کچه جګه وي په هماغه اندازه ورسره اقتصادي وده جګیږي.
له اقتصادي پلوه هغه هیوادونه وده موندلی شي چې په خپل ځان متکي او خود کفا وي، یعنې خپلې ټولې اړتیاوې د کورنیو عوایدو په وسیله ترسره کړي.
هغه هیوادونه چې کورني توکي ونه لري او د صادراتو کچه یې کمزورې وي نشي کولی خپلې ټولې اړتیاوې د خپلو عایداتو په وسیله ترسره کړي.دغه هیوادونه اړ دي په بهرنیو پورونو تکیه وکړي ترڅو خپلې اړتیاوې په بهرنیو پورونو ترسره کړي.
زموږ هیواد چې د تاریخ په اوږدو کې د بیلا بیلو لاملونو له مخي د اقتصادي پلوه وروسته پاتې شوی اوپه دې نه یو توانیدلي چې په ځان بسیا شو تل د اړتیا وړ( خوراکي، صنعتي او نورلومړني توکي ) له بهره واردوو. له بلې خوا موږ تل د بهرنیا نو مرستو ته اړیو او د هغوی له مرستو پرته نشو کولی خپلې اړتیاوي ترسره کړو چې دا له اقتصادي پلوه ښه حالت نه دی.


اوسمهال زموږاقتصادي وده په کامله توګه په کورنیوعایداتو او بهرنیو مرستو ولاړه ده او د بهرنیو مرستو پرته نشو کولی چې خپل لګښتونه او اړتیاوي پوره کړو، ان داچې زموږعادي او انکشافي بودجه له بهرنیو مرستوتمویلیږي چې داحالت باید بدلون ومومي.
لازمه ده چې موږ د بهرنیو پورونو پر ځای د خپلو کورنیو عایداتواو صادراتو کچه لوړه کړو اقتصاد مو له مصرفي حالته په تولیدي اقتصاد بدل کړو.


د ملي یوالي حکومت په راتګ سره د عایداتو د راغونډولو د یوه شفاف او روښانه مدیریت په پایله کې د هر کال په تیریدو سره زموږ د کورنیو عایداتو کچه بدلون مومي او زیاتیږي چې دا دعایداتو په برخه کې یو ښه زیری دی.
د جګړې د دوام سره په دغه موده کې د اقتصاد په برخه کې د پام وړ خوځښت رامنځته شوی ، د لویو او بنسټیزواقتصادي پروژوعملي کول او د پانګوالو د هڅونې په برخه کې د اغیزمنو ګامونو اوچتول هغه اقدامات دي چې موږ راتلونکي ته هیله من کوي او د اقتصادي ودې روښانه څرک ترې ښکاري.
له نیکه مرغه په ۱۳۹۶ مالي کال کې د هیواد د صادراتو او کورنیوعوایدو کچه د تیرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.


د مالیې وزارت د چارواکو په وینا په ۱۳۹۶ مالي کال کې د هیواد صادرات ۷۲۳ میلیونه ډالرو ته رسیدلي، همدارنګه د ۱۳۹۶ مالي کال د ملي عوایدو کچه ۱۷۰ میلیارډه افغانیو ته رسیدلي، چې د دوو مخکنیو کلونو په پرتله ۷۰ میلیارډه افغانۍ زیاتوالی ښيي.
د یاد وزارت د چارواکو په وینا په ۱۳۹۶ مالي کال کې د هیواد اقتصاد ۲،۶ سلنه وده کړې،چې دا شمیره د هیواد د راتلونکې اقتصادي ودې لپاره یوښه زیری دی.