ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
پاکستان ته د ولسمشر ټرمپ وروستی خبرداری پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 18 مرغومی 1396 ساعت 10:08

د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو یوځل بیا وښودله، چې نړۍ په تېره د امریکا متحده ایالتونه نور د ترهګرۍ پرخلاف د پاکستان په هڅو باور نه لري او په دې اړه د پاکستان ټولې هڅې او څرګندونې له درغو ډکې بولي.
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړۍ ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د پاکستان په اړه لیکلي چې: (( امریکا په احمقانه توګه پاکستان ته په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ میلیارډه ډالره مرسته ورکړې، خو دوی موږ ته په بدل کې له درواغو او تېر ایستلو پرته بل هیڅ نه دي راکړي.))

ډونالډ ټرمپ پاکستان ته په اشارې زیاته کړې: ((دوی زموږ مشرانو ته د احمقانو فکر کړی وو او ترهګرو ته خوندي پټن ځایونه ورکوي، چې موږ یې په افغانستان کې په نخښه کوو، خو دا کار به دوام ونه مومي.))
پاکستان ته د امریکا د ولسمشر له لوري داسې خبر داری او ګوت څنډنه هغه وروستی او جدي اخطار دی، چې پاکستان باید په هوښ راشي او د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې حقیقي او صادقانه لاره غوره کړې ، کنه نو پاکستان به له لا سختو فشارونو او نړیوالې سترې انزوا سره مخ شي.
پاکستان د تېرو څلورو لسیزو په بهیر کې د نړیوالو په تېره د امریکا د متحده ایالاتو ډیرې سخاوتمندانه مرستې ترلاسه کړي خو دا ټول یې پر اغیزمنو لارو نه دي لګولې او د امریکا سره یې د ملګرتیا په نوم د درواغو او تیر ایستلو لاره غوره کړې.


د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه کې هم پاکستان تل د درواغو او فریب لاره غوره کړې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم یې په تیرو ۱۵ کلونو کې له امریکا نه لسګونه میلیارډه ډالره تر لاسه کړي خو په مقابل کې یې هیڅ ډول صادقانه ګام نه دی اوچت کړی، بلکې د دې پرخلاف یې تل ترهګر روزلي او په خپله خاوره کې یې هغوی ته خوندي پټنځایونه برابر کړي دي، ترهګر له هغه ځایه تمویل او وسله وال کیږي او افغانستان ته د ترهګریزو فعالیتونو د تر سره کولو لپاره استول کېږي تر څو په افغانستان کې د افغان وژني جګړه توده وساتي.
د پاکستان دې ډول کړنو د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کې د دغه هیواد دروغجنه څیره دومره رسوا کړې، چې آن د امریکا ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکوي او د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه کې پاکستان په دوه مخې تګلاره تورنوي.
پاکستاني چارواکي باید پوه شي، چې نور نړیوال نشي غولولی او د خپلې دروغجنې تګلارې په دوام سره د نړیوالو په سترګو کې خاوري نشي شیندلی.


پاکستان اوسمهال د خپلې بقا له سترې پوښتنې سره مخ دی، پاکستان ته یوازې یوه لاره پاتې ده یا باید پخپلو سیاستونو او تګلارو له سره غور وکړي او په دې اړه معقوله او نړیوالو ته د منلو وړ لاره غوره کړي او یا باید د ټولې نړۍ له سترو فشارونو سره مخ شي.
ښه او معقوله لاره داده، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې صادقانه لاره غوره کړي، په خپله خاوره کې د ترهګرو ټول خوندي پټنځایونه له منځه یوسي او په افغانستان کې د جګړې د دوام له خونړیو تګلارو نه لاس په سرشي، له دې پرته به د خپلو خونړیو اعمالو سخته سزا وګوري، دیوه تجرید شوي هیواد په توګه به له نړیوالې انزوا سره مخ او د خپل سقوط تر بریده به ورسېږي.