ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
پاکستان د خپل سقوط پرخونړۍ کرښه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 05 مرغومی 1396 ساعت 10:40

د امریکې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس افغانستان ته پخپل وروستي سفر کې ویلې چې د افغانستان په جګړه کې رښتینی پرمختګ او بری لیدل کیږي، هغه ویلي چې د سولې په خاطر ضروري ده چې د جګړې له لارې طالبان دې ته اړشي چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته غاړه کښیږدي.


مایک پنس په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلې ، هغه ویلي چې ولسمشر غني ورته ویلي چې د طالبانو په دریځ کې بدلون ښکاري او هغوی به اخیر د ماتې له ویرې سولې ته حاضر شي.
دغه راز د بګرام په هوايي اډه کې مایک پنس امریکايي سرتیرو ته د خپلې وینا پرمهال په ډیره تونده لهجه پرپاکستان نیوکې وکړې او خبرداری یې ورکړ چې نور هغه وخت تیر شوی چې پاکستان به تروریستانو ته خوندي پناه ځایونه ورکول.
یوڅه چې ډیر روښانه دي هغه دادي چې نور د پاکستان د کړنو په اړه د امریکايي چارواکو زغم پای ته رسیدلی ، پاکستان نشي کولی چې په دې اړه دوه ګونی سیاست پرمخ یوسي ، پاکستان اړدی چې د سلیم عقل په رڼا کې د افغانستان په اړه پرخپلو سیاستونو له سره نظر وکړي او یوه معقوله تګلاره غوره کړي.


د مایک پنس څرګندونو په پاکستان کې بیلابیل غبرګونونه راپارولي ، عام پاکستانیان په دې پوره پوهیږي چې واکمنان یې څلور لسیزې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او دا کار د دوی هیواد ته هم زیان رسولی شي.
بیلابیل سیاسي ګوندونه ، مدني ټولني او نور ازاد بنسټونه هم په دې حقیقت پوره پوهېدلي او د خپلو واکمنانو له پالیسیو نا راضه دي ، خو اوس ټول په دې پوهیږي چې د پاکستان د پالیسیو په اړه د امریکا او نړیوالو زغم پای ته رسیدلی.
پاکستاني سیاستوال د پنس وروستیوڅرګندونو سخت اندیښمن کړي او د افغانستان په اړه د خپلو واکمنانو اوسنۍ تګلاره د خپل هیواد پروړاندې یوه لویه ننګونه ګڼي هغوی په دې باور دي چې پاکستان باید د افغانستان په اړه پخپله تګلاره کې بدلون راوړي او د تروریستانو خوندي ځایونه له منځه یوسي ، کنه نو پاکستان به نه یوازې له نړیوالو امتیازاتو محروم شي بلکې دانزوا او تجرید لويي کندې ته به ګوزار شي او ان داچې د پاکستان سالمیت به له ستر خطر سره مخ شي.


پاکستاني ولس او سیاستوالو ته په کار ده چې پخپلو واکمنو فشار راوړي ترڅو د تروریزم او ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او د ترهګرو خوندې پناه ځایونه له منځه یوسي که چیري داسې ونه کړي پاکستان به خپله د ترهګرو په ستر مرکز واوړي او ټول هیواد به یې د سقوط تربریده ورسیږي.
سیاسي شنوونکي وايي: د پاکستاني واکمنو د غلطو تګلارو له امله دا مهال پاکستان د خپل تاریخ پر خونړۍ کرښه  دریدلی ، د ګاونډیانو په چارو کې لاسوهنې کوي او د ترهګرو نه دیوې سیاسي وسيلې په توګه د خپلو ګاونډیانو په ځانګړې توګه د افغانستان په چارو کې بې شرمانه لاسوهني کوي ، ترهګر روزي ، وسله وال کوي یې او افغانستان ته یې د جګړې لپاره رالیږي نه پریږدي چې افغانان په سوله او آرامۍ کې ژوند وکړي، خو اوس دا حقیقت ټولو ته څرګند شوي ځکه نړیوالو او په ځانګړې توګه امریکا پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او پخپله تګلاره کې بدلون راولي ، چې تر ټولو سخت او توند خبرداری د امریکې د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر مایک پنس وروستی خبرداری دی.
هیله ده پاکستان د خپل هیواد د سالمیت په خاطر د معقولیت او ښه ګاونډیتوب لاره غوره کړي او د افغانستان د جګړه ځپلو خلکو له اوږدې دښمنۍ نه لاس واخلي ، کنه نو د جګړې له اوره به پاکستان هم ونه ژغورل شي او د ده په لاس روزل شوي ترهګر به پخپله په پاکستان کې اور بل کړي او هیواد به یې له سقوط سره مخ شی.