ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د جګړې ماهیت بدل شوی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
شاه حسین مرتضوي   
سه شنبه 24 زمری 1396 ساعت 10:24

هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د هیواد د بد امنیتي حالت په اړه سیاسي بحثونه او تحلیلونه کېږي. درې کاله مخکې او ننني وضعیت ته په کتو سره دا جوتېږي، چې په هیواد کې د جګړې ماهیت بدل شوی دی.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د هیواد امنیتي ځواکونو د جګړې اووه پړاوونه تېرې کړې دي، چې د همدې کلونو په یوه پړاو کې د هیواد شپږواړه قول اردوګانې په جګړه کې مشغولې وې.
کله چې ولسمشر د بروکسل ناسته کې د ګډون په موخه بروکسل ته لاړ، کندز د لږ وخت لپاره د طالبانو تر ولکې لاندې شو، ولسمشر تر را ستنېدو وروسته لږ تر لږه ۵ شپې په دفاع وزارت کې تېرې کړې ترڅو د هیواد له جنرالانو سره یو ځای جګړه مدیریت کړي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو سختې ورځې تېرې شوې د هیواد یو شمېر قول اردوګانو ځاني او مالي زیان ولید او یو شمېر نور یې په اوږد مهاله جګړه کې ښکېلې وې.


ولسمشر غني په تېرو دوو کلونو کې له یوې خوا نړیوالو ته له افغانستان سره  د مرستو او ملاتړ په اړه قناعت ورکاوه او بلې خوا یې په هیواد کې روانه تحمیلي جګړه اداره کوله.
هغه وخت چې ولسمشر واک ته ورسېد، نړیوال د افغانستان د پرېښودو په حال کې وو. د بهرني سیاست په ډګر کې پاتې سیاسي میراث یو خراب میراث ؤ، د امریکا په متحده ایالاتونو کې پر دې خبرې کېدې، چې څو سوه سرتېري د امریکا په سفارت کې ځای پر ځای شي. اما د ولسمشر بحثونه، هر اړخیزې هڅې او ټینګار لامل شو، چې دا همکاري د یوې ستراتیژیکې، تعریف شوې او تلپاتې همکارۍ په توګه پاتې شي.


په سړه سینه دوامداره خبرې اترې کولای شي د افغانستان سټراټیژیکې ګټې تضمین کړي، دا خبرې اترې د امریکا له مخکني دولت سره روانې وې او اوس هم دوام لري، د سپینې ماڼۍ وتلې څېرې د ملي یوالي حکومت له مشرانو په ځانګړې توګه له ولسمشر غني سره په اړیکه کې دي. د امریکا یو زیات شمېر مشران او وتلي امنیتي کدرونه د افغانستان له شرایطو، د جګړې له جغرافیې او د ننني پېچلي وضعیت څخه پوره درک او مالومات لري، هغوی له اوسني وضعیت څخه هر اړخیزې ارزونې لري او کومې پریګړې چې کوي له شکه پرته د امنیت په ټینګښت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د هیواد په امنیتي ځواکونو کې د نوي ظرفیت د رامنځته کولو په برخه کې به اغیزمن ثابت شي.


مهمه خبره داده، چې اوسمهال ټولې څېړنې د مرستو پر زیاتوالي متمرکزې دي، یانې خبرې پر دې روانې دي چې مرستې زیاتې شي که نه، خو په تېر کې داسې نه ؤ، په تېر کې خبرې پر دې روانې وې چې مرستې تر کومې کچې را ټیټې شي او حتا د امریکا د سفارت په شاو خوا کې د ۸۰۰ سرتېرو د ځای پرځای کېدو په اړه هم خبرې شوې وې.


د نړۍ د هیوادونو په منځ کې شاید له دېرشو زیات هیوادونه افغانستان ته ورته وضعیت ولري خو د دې هیوادونو له ډلې د یوه هیواد په اړه هم د افغانستان په څېر اجماع شتون نلري. ډېرو لږو کسانو باور کاوه چې افغانستان له ۱۶ کلونو وروسته هم کولای شي چې د نړیوالو د توجه محور واوسي او اوس هم کولای شي د ۳۰ میلیارډو ډالرو مرستو ژمنې له ځان سره ولري، نړیواله اجماع او اوږدمهاله ژمنې د افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده او د دې لاسته راوړنې ساتنه د حکومت او خلکو لپاره مهمه ده له همدې امله دښمن هڅه کوي چې د دوستو هیوادونو سفارتونه تر برید لاندې ونیسي. د زنبق په څلور لارې کې که د پولیسو د اتو سرتېرو سرښندنه نه وای، وزیر اکبرخان سیمه به د ډيپلماټانو په قتلګاه بدله شوې وه. د دښمن موخه داده، چې کابل لکه د اوویایمو لسیزو په څېر له فعاله سفارتونو تش کړي.
پر سفارتونو باندې د بریدونو تمرکز د جګړې د ماهیت د بدلون ښکارندوی دی، د ملکي وګړو وژنه د جګړې د ماهیت په بدلون کې یوه بله نښه ده، ملکي وګړي، لمونځ کوونکي، ماشومان، ښځې او سپین ږيري خلک ترهګرو ته په اصلي موخه اوښتي دي، په کابل، هرات او سرپل کې وروستي بریدونه د دې موضوع څرګندونه کوي.


ترهګر له یوې خوا په بې رحمانه وژنو سره غواړې د ډار او ویرې فضا را منځته کړي او له بل لوري غواړي چې جګړه سیاسي کړي، د یوه ځانګړي قوم او د یوه ځانګړي مذهب پیروان په نښه کول د جګړې د سیاسي کولو په موخه تر سره کېږي.
د دښمن د نوې تګلارې اصلي لامل له امنیتي ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې د دوی ماته ده.


هغوی په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې جغرافیا په ساتنه کې پاتې راغلي دي. د دوو تېرو کلونو په پرتله سږکال د بریدونو یوازې دوه څپې تېرې شوي دي. په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې د کال په همدې موسم کې لږ تر لږه د جګړې اووه څپې تېرې شوې وې.
په روان کال کې دښمن د خپل نوي تاکتیک له مخې څو لیري پرتې او غرنۍ سیمې ترهدف لاندې راوستې. په غورکې د تیورې ولسوالي، په فاریاب کې د کوهستان ولسوالي او د صیاد او جاني خیلو ولسوالۍ هغه ولسوالۍ دي چې په وروستیو اوونیو کې لاس په لاس شوي دي.
د غور په تیورې ولسوالۍ باندې د دښمن د برید هدف د یوې لويې سیمې نیول و، چې بریالي نه شول. په هره سیمه کې چې دښمن برید کړی له دریوو ورځو یا یوې اوونۍ وروسته له سختې ماتې سره مخ شوي دي.


د ملي دفاع په وزارت کې اصلاحات، څه دپاسه د ۱۳۵ جنرالانوتقاعد اود دغه وزارت د تدارکاتو په برخه کې اصلاحاتو د قابلیت د لوړتیا او د دښمن سره په مبارزه کې د پیاوړتیا نوې زمینې برابرې کړي دي.
دهیواد ولسمشر یوازنی سیاستوال دی چې د امنیتي ځواکونو له مشرتابه نه تر سرتیرو پورې له هغوی سره لیدنې کوي او د ستونزو اونظرونو پوښتنه یې کوي.
له سرتیرو، افسرانو او برید ملانو سره په لیدنو کې هغه مهم او د نظر وړ ټکي ترلاسه کوي چې شاید په کلونو کلونو له رسمي ادارو ترلاسه نه شي.
اوس د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو بهیر روان دی. اټکل شوې چې سرحدي او د عامه نظم پولیس په دفاع وزارت پوري وتړل شي. هڅې رواني دي ترڅو پولیسو ته د قانون د تنفیذ او پلي کولو په برخه کې زیاته زده کړه او روزنه ورکړل شي.
له بده مرغه د هیواد سیاسي څیرو د امنیتي ځواکونوپه دغه برخه د خپل نفوذ ټول توان را غونډ کړی چې آن په سیمه ییزه کچه یې د پولیسو ملي رول ته زیان اړولی دی. زموږامنیتي ځواکونه باید غیرسیاسي، مسلکي او ملی شي او د جګړې د ماهیت په بدلون سره د هیواد امنیتي ځواکونه هم باید ځانګړي ظرفیتونه او مهارتونه ترلاسه کړي. له دې پرته ډیره ګرانه ده چې د جګړې د ماهیت په بدلون سره پیاوړې مقابله ترسره شي.