faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 28 وری 1396 ساعت 09:45

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مسټر سره چې د یاد هېواد د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د اړیکو او همکاریو تر څنګ له تروریزم، نشه یي توکو او فساد سره د مبارزې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د همکاریو او همدارنګه د یاد هېواد د ځواکونو د هلو ځلو او قربانیو قدرداني وکړه.

جمهور رئیس وویل، تروریزم چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جدی تهدید دی، که پر وخت د دغه تهدید د دفعه کولو کوښښ ونه شي، نو د راتلونکو پنځو نسلونو پر ژوند به بدې اغېزې ولري.

د هېواد جمهور رئیس تروریزم، نشه یي توکي او اداري فساد د امنیت، ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي تهدیدونه وبلل. هغه زیاته کړه، تروریزم او نشه یي توکي چې نړیوالې معضلې دي ، نو پر وړاندې یې باید د سیمې او نړۍ هېوادونه په ګډه د واضح لیدلوري له مخې له هر ډول تفکیک پرته جدي مبارزه وکړي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، د افغانستان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ټینګه اراده لري او په دې برخه کې د عملي هڅو له امله ځینې مهمې لاسته راوړنې هم لري. هغه په ټینګار وویل، اداري فساد چې زموږ د خلکو پر ژوند یې بد اغېز کړی، پر وړاندې به یې د حکومت په کچه زموږ هڅې نورې هم چټکې شي.

وروسته د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهور رئیس د خبرو په تائید څرګنده کړه، تروریزم او د نشه یي توکو مافیا یو له بل سره تړلي او یو بل تمویلوي، نو د دغو شومو پدیدو د خطرونو د دفعه کولو لپاره د نړیوالو شریکانو او متحدینو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو همکارۍ او ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

نوموړي وویل، ملي یووالي حکومت د تروریزم د خطر د دفعه کولو تر څنګ د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې هم تمرکز او هلې ځلې کوي. هغه زیاته کړه، د اداري فساد د له منځه وړلو تر څنګ د داسې اصلاحاتو راوړل حتمي دي چې اغېزې یې تلپاتې وي.

همدارنګه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د کانونو او پترولیم نوماندې وزیرې نرګس نهان،  لوی څارنوال فرید حمیدي، د ملي تدارکاتو ادارې رئیس یما یاري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون رئیس نادر نادري او د ځمکو ادارې رئیس جواد پیکار د خبرو پرمهال په بېلابېلو برخو کې فساد سره د مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې د حکومت د هڅو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک مسټر د جمهور رئیس غني له تود هرکلي او مېلمه پالنې څخه په مننې د امریکا د متحده ایالتونو د جمهور رئیس نیکې هیلې د هېواد جمهور رئیس ته وړاندې کړې.

نوموړي وویل، نن چې له موږ سره په کوم لحن او فضا کې د مسایلو په اړه بحث او خبرې کېږي دا تر پنځه کاله پخواني لحن څخه ډېر فرق لري او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو او مناسباتو ښکارندویي کوي.

جنرال مک مسټر وویل، موږ په واضح توګه دا درک کوو چې د افغانستان حکومت د دقیقې ارزونې ترڅنګ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اصلاحاتو په راوړلو زیات تمرکز لري او په دې برخه کې د دوی د هڅو پایلې محسوسېږي.

نوموړي د جمهور رئیس د خبرو په تائید وویل، تروریزم او نشه یي توکي چې د سیمې او نړۍ لپاره تهدید او خطر ګڼل کېږي د دغه تهدید د له منځه وړلو لپاره باید ټول هېوادونه په ګډه جدي مبارزه وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار د اصلاحاتو ارزښت ته په اشارې زیاته یې کړه، موږ به په افغانستان کې د راوړل شویو اصلاحاتو او پرمختګونو په اړه د امریکا خلکو ته معلومات او ډاډ ورکړو.

نوموړي څرګنده کړه، د افغانستان او امریکا د ګډو هڅو په پایله کې راتلونکي  اصلاحات باید دوامدار وي  او همدارنګه له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو همکاري او دوستانه مناسبات لا پیاوړي شي.

ښاغلي مک مسټر د اصلاحاتو راوړل مهم وبلل او زیاته یې کړه، موږ هیله من یوود افغانستان حکومت هغه کسان په بېلابېلو ادارو کې په دندو وګوماري چې د اصلاحاتو راوړلو ته ژمن وي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو د ګډو هڅو او مبارزو له امله به افغانستان د تروریزم لپاره خوندي ځای نه وي او افغانستان دې د خپلو اړتیاو په کمولو سره بین المللي ملاتړ وساتي.

نوموړي د امریکا متحده ایالتونو د حکومت او خلکو په استازیتوب له افغانستان سره د همکاریو د تداوم ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکلسن او په افغانستان کې د امریکا سفیر له افغانستان سره ځانګړې مینه لري او دوی به په دې برخه کې هڅې وکړي.

جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار څخه له افغانستان سره د خپل هېواد په استازیتوب د همکاریو د تداوم له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، د اصلاحاتو راوړل زموږ انتخاب نه، بلکې مهم مکلفیت دی .