ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 23 وری 1396 ساعت 09:49

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن مازیګر په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه.

ملي امنیت شورا درنو جرمونو سره د مبارزې د عمومي ریاست پر کارکوونکو تروریستي برید، چې له امله یې د دغې ادارې دوه تنه منسوبین شهیدان شول په کلکو ټکو وغانده او د افغانستان د خلکو د دښمنانو دغه عمل یې له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د دوی د ماتې او کمزورۍ نښه وبلله.

ملي امنیت شورا د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګند کړل او شهیدانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا وکړه.

همدارنګه ملي امنیت شورا د چارو عمومي ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د یادې پېښې د شهیدانو کورنیو سره د مرستې او رسیدګۍ په منظور یو پلاوی جوړ او د خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې ورته لازمه رسیدګي وکړي.

په دغه غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د عمومي وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. غونډې امنیتي ګواښونه وارزول او په ولایتونو کې يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو همدفمنده مبارزه، هڅې او سرښندنې وستایلې او د تهدیداتو د مخنیوي په غرض یې دفاعي او امنیتي قواوو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز په غونډه کې د هېواد د دفاعي او امنیتي قواوو د اساسي اکمالاتو د کچې په اړه مفصل راپور وړاندې شو او د پرسونل د اکمالاتو د کچې، تعلیم او تربیې، تجهزاتو او د احضاراتو د سطحې په اړه لازمې لارښوونې صادرې شوې.

په پای کې، ملي امنیت شورا د کابل ښار په ۲۲ناحیو کې د ادرس ورکولو تطبیقي پلان چې کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د دقیق موقعیت د پيدا کولو په خاطر له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ترتیب کړی، وارزاوو او یاده طرحه یې تائید او کابل ښاروالۍ ته یې د اجرا په مقصد لازمې لارښوونې وکړې.