ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۹۵۵میلیون افغانیو په ارزښت ۱۱قرارداونه منظور کړل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 22 وری 1396 ساعت 09:16

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې ۲۷ قراردادونه او تدارکاتي موضوعات وارزول او بحث یې پرې وکړ چې په نتیجه کې يې د ۹۵۵میلیون افغانیو په ارزښت ۱۱قراردادونه منظور شول.
منظور شوي پروژې په لاندې ډول دي:
- د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د سروبي ولسوالۍ د برېښنايي تجهیزاتو تدارک،

- د ترکمنستان له سرحده څخه تر نورجهاد پورې د بیې له زیاتوالي سره د برېښنا مزي لیږد او د مودې تمدید،

- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو د اړتیا وړ دوه ډوله تیلو تدارک،

- د روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو د ۱۴قلمه اعاشوي توکو تدارک،

- د مالیې وزارت له مرکز سره د مستوفیتونو او ګمرکونو د وصلولو لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربنايي سیستم د لومړۍ برخې تدارک،

- د مالیې وزارت اړوند د تودولو او سړولو سیستم د ودانولو چارو قرارداد،

- د لوړ پوړو دولتي چارواکو د ساتنې ریاست د اړتیا وړ دوه ډوله تیلو تدارک،

- د ننګرهار پوهنتون د اړتیا وړ اعاشوي توکو تدارک،

- د لوړ زده‌کړو وزارت د کدري روغتونونو او تحصیلي بنسټونو د اړتیا وړ اعاشوي توکو تدارک،

- د سالنګونو د حفظ ومراقبت ریاست د اړتیا وړ تیلو تدارک،

- او د ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړولو مودې تمدیدول،

په دغه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي معینیت د اووه پوړیزې ودانۍ د پاتې کار بشپړول او د اضافه کارۍ پیشنهادي قرارداد، د اووه قلمه نوي کمپیوټري سیستم د تجهیزاتو تدارک، د ملي دفاع وزارت د بیړنیو حالاتو ریاست ۱۲قلمه د اړتیا وړ د اطفايې او د اور ضد لازمي تجهیزاتو تدارک، د ملي دفاع وزارت اړوند د الوتکو تیلو قرارداد د فسخه کولو وړاندیز او د هېواد د کورنیو هوايي ډګرونو د الوتکو لپاره د اریانا افغان هوايي شرکت د تیلو د تدارک پیشنهادي قرارداد رد شو.
غونډې پرېکړه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت اړوند ودانۍ پاتې کار دې د کور جوړولو تصدي بشپړ کړي، د ملي دفاع وزارت کمپیوټري سیستم او د اور ضد لوازمو قراردادونه دې بیا ځلي داوطلبۍ ته وسپارل شي او د کورنیو هوايي ډګرونو د تیلو قرارداد پړاوونه دې د کمېسیون د پرېکړې سره سم بیا ځلي بشپړ شي.
ملي تدارکاتو کمېسیون، د حامد کرزي د بین‌المللي هوايي ډګر، د کندهار او هرات د هوايي ډګرونو د امنیتي خدمتونو د داوطلبۍ پروسه لغوه کړه او پرېکړه یې وکړه، د دغې برخې قرارداد دې د اوسني شرکت سره چې خدمات وړاندې کوي او تجربه لري، له سره وشي. همدارزا غونډې پرېکړه وکړه چې اوسنی شرکت دې د مالیې وزارت سره خپل مالیات تصفیه کړي.
ملي تدارکاتو کمېسیون بیت الله شریف ته له ۳۰زره څخه د زیاتو حاجیانو د هوايي انتقال پر موضوع بحث وکړ او پرېکړه یې وکړه، د دواطلبۍ پروسه چې مطلوبه نتیجه یې نه ده ورکړې فسخه او د حج او اوقافو وزارت دې په دغه برخه کې د اریانا افغان هوايي شرکت سره له سره د پړاوونو د بشپړولو په هکله اقدام وکړي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د حج په پروسه کې دې د شهیدانو کورنیو لپاره هم برخه ورکول شي او د چارو ادارې عمومي ریاست دې د حج، ارشاد او اوقافو وزارت سره په همغږۍ موضوع په شفاف او عادلانه ډول تعقیب کړي.
د جمهور رئیس دويم مرستیال محمدسرور دانش وویل، له آریانا افغان هوايي شرکت سره د قرارداد د پړاوونو د بشپړولو بهیر کې دې د امکان تر بریده د بیې ټیټوالي ته معقوله او مناسبه پاملرنه وشي.
همدارنګه ملي تدارکاتو کمېسیون له دوشي څخه تر بامیانو پورې د سړک پروژې په اړه د فواید عامې وزارت د بیاکتنې پيشنهاد و ارزاوو او لارښوونه وکړه، چې د یادې پروژې موضوع دې د مالیې وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د هغې له تمویلونکي (نړېوال بانک) سره شریکه شي او پایله یې د دويم ځل لپاره د تصمیم نیولو په خاطر کمېسیون ته وړاندې شي.
کمېسیون د فواید عامې وزارت وړاندیز شوی نظر چې له مخې يې د کندهار څخه تر ترینکوټ پورې د سړک د لومړۍ او درېیمه برخه بشپړيږي، تائید نه کړ او پرېکړه یې وکړه چې دا پروژه دې د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ لوا او د فواید عامې وزارت د قوای کار په مټ بشپړه شي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د هغه دوه بوینګ ډوله الوتکو د خریدارۍ موضوع چې څه موده مخکې د ملي دفاع وزارت له اریانا افغان هوايي شرکت څخه خریداري کړې وې، د ارزونې پلاوي راپور واورېد او موضوع یې د عدلي او قضایي تعقیب په خاطر لویې څارنوالۍ ته محول کړه، تر څو له ارزونې وروسته عدلي او قضایي مرکز ته راجع شي.
په پای کې، د ملي دفاع وزارت د تدارکاتي سیستم د تقویې او ښه والي په خاطر، د یاد وزارت د تدارکاتو د برخې مشاورې اغلې پګي کورکوران ته د هغې د هلو ځلو څخه د قدردانۍ په ډول د میوند جګړې د قهرمانې، ملالۍ دولتي مډال ورکړل شو.
په دغه غونډه کې د جمهوررئیس دويم مرستیال محمدسرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د ملي تدارکاتو د ادارې مسوولینو، د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون، د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد مالي او بودجې کمېسیون یو شمېر غړو، د سیګار او د غوڅ ملاتړ د سیستیکا ادارې د شفافیت ناظرینو هم ګډون کړی وو.