faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني: قضائیه قوه د هېواد د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ثبات لپاره نهایت لازمي عنصر دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
پنجشنبه 26 کب 1395 ساعت 10:58

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر ”قضا د قانون حاکمیت او د عدالت د تامین ښکارندوی“ تر سرلیک لاندې د سترې محکمې د عالي قضایي سیمینار اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې پر جمهور رئیس سربېره د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم، لوی څارنوال فرید حمیدي، د افغانستان د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف او د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو، د سترې محکمې د قضايي عالي شورا غړو او د هېواد د استیناف محکمو رئیسانو حضور درلود، جمهور رئیس غني وویل، د هېواد د اساسي قانون یو امتیاز دادی چې درې ګونې قواوې یې په واضح توګه تفکیک کړې دي او قضائیه قوه په هغه کې د نظام د مستقل رکن په توګه لوړ مقام لري.

جمهور رئیس زیاته کړه، قضاییه قوه د هیواد د سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ثبات لپاره نهایت لازمي عنصر بللای شو. که قضا او قانون نه وي، وګړي او موسسې له یو بل سره د حقوقي دعوو او مشکلاتو د حل لپاره مناسبه طریقه نه مومي او اجتماعي بې ثباتي راځي.

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان د تاریخ دقیقه مطالعه مو دې نتیجې ته رسوي چې په هر هغه وخت کې سیاسي ثبات و چې خلکو په قضایي او عدلي ادارو باندې باور درلود، یعنې د سیاسي ثبات لپاره که یوازې په قهریه قوه اکتفا شوې ده، نتیجه یې نه ده ورکړې.

جمهور رئیس غني وویل، د سیاسي ثبات لپاره تل لازمه ده چې عادلانه محاکم ولرو. کله چې قضا کمزورې وي، خلک د خپلو منازعاتو د حل لپاره د قانون په ځای سمت، قوم، ډلې یا داسې بل څه ته مراجعه کوي چې په نتیجه کې یې تقابل ایجادېږي، ثبات له منځه ځي او بې عدالتي په فرهنګ بدلېږي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د سولې یو تړون د سولې چوکاټ جوړوي خو سوله بیا هغه وخت دوام پیدا کوي چې عدلي، قضایي نظام پیاوړی وي او عدالت رعایت شي.

هغه څرګنده کړه، زموږ په فرهنګ کې قاضي ځانګړی  وقار درلود چې هغه د عدالت او حق طبلۍ رمز او د دې لامل کېده چې هغه په ممتاز اخلاقو، پاک وجدانۍ او پاک لمنۍ د خلکو په منځ کې مشهور وي او د قضا دستګاه کې یې اعتماد خوندي کړي. د هغه فرهنګ او اخلاقي اعتبار احیا او همدارنګه زموږ د هېواد قاضیانو لپاره د هغه مقام او منزلت اعاده یوه له هغو اړتیاو څخه ده چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.

جمهور رئیس وویل، هغه واکمنان چې د عادل نوم یې ګټلای، زموږ په جمعي حافظو کې د خیر او نیکي په اعلی مثالونو باندې بدل شوي دي، خو له دغسې فرهنګي زمینې سره سره، موږ د قانون د حاکمیت په برخه کې مشکلات لرلي دي.

جمهور رئیس غني پر دې په ټینګار چې هیڅوک د قضا او څارنوالۍ په چارو کې د مداخلې حق نه لري وویل، د قدرت خاوندانو ډېر ځله خپلو غوښتنو او خواهشاتو ته تر قانون ترجیح ورکړې ده. نن هم خلک د قانون د حاکمیت له کمزورۍ شکایت کوي او شکایت یې په ځای دی.

جمهور رئیس د عدلي او قضایي دستګاو د اصلاح په برخه کې د قاضي القضات او لوی څارنوال د کړنو د قدردانۍ په ترڅ کې وویل، زه په ټول توان د دې بهیر ملاتړ کوم او دا اطمینان ورکوم چې د دولت رهبري لکه څنګه چې په خپله د دې دستګاو کار کې دخالت نه کوي، هیڅ فرد یا بل لوري ته د هغوی په کار کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

جمهور رئیس غني زیاته کړه، زموږ قضائیه قوه کاملاً یوه مستقله قوه ده او دا استقلال به تل خوندي وي او بلکې پیاوړی به هم شي. اما د یوې دستګاه استقلال د ځواب نه ویلو په مانا نه دی، بلکې د هغه ارزښت په بنا چې عدالت او د قانون اجرا یې لري، زموږ قضایي دستګاه هم باید خلکو او هم نورو اړوندو ادارو ته د ګټورو میکانیزومونو په تکیه ځواب ویونکې وي او خپل کارونه د همکارۍ او شفافیت په روحیه ترسره کړي،

محمد اشرف غني څرګنده کړه، زموږ قاضيان، څارنوالان او د عدلي، قضایي نظام نور منسوبان د هیواد او ټولنې د ساتنې په کار کې هغه نقش لري لکه عسکر او پولیس چې یې لري. پاکو او زړه ورو قاضیانو د تروریستانو په شمول د هیڅ زورواکي او قانون ماتونکي پروا نه ده ساتلې او د عدالت حماسه یې رامنځ ته کړې ده.

جمهور رئیس وویل، د قضائیه قوې موثریت په دې پورې تړاو لري چې نور مسول او اړوند ارګانونه هم خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي. هغه زیاته کړه، دا د منلو وړ نه ده چې د محاکمو پرېکړې صادرې شي اما نورې ادارې لکه حقوق او د دولت  قضایا یا پولیس یې وځنډوي.

جمهور رئیس د نظام عدلي او قضایي منسوبینو ته په خطاب کې وویل، زموږ امنیتي او دفاعي قوتونه د خپلو کارونو د تکمیل لپاره تاسې ته ضرورت لري، ځکه په ټولنه کې نهایي نظم او ثبات د عدالت په زور راځي او د عدالت اصلي مجریان تاسې یاست.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، زما له نظره هغه کسان چې د قانوني پرېکړو اجرا کې کارشکني کوي په هر مقام کې چې وي هغه خاینان ګڼل کېږي چې د وطن تخریب او خلکو ته زیان اړولو او د نظام بې اعتمادۍ کې د هغوی رول د تروریستانو ډلو رول سره د پرتلنې وړ دی او همغسې باید د قانون مطابق مجازات شي.

په دې مراسمو کې د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو رئیس ډاکټر عبدالله عطایي د سترې محکمې د عالي قضایي سیمینار په اړه معلومات ورکړل وې ویل، قاضیانو او فقهاو په څلور ورځني سیمینار کې د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې جزایي او د اداري فساد ۷۸ موضوعاتو، نشه یي توکو سره د مبارزې اړوند ۳۴ موضوعاتو، د وثیقو اړوند ۳۵ موضوعاتو، د شخصیه احوال او اثبات وسایلو اړوند ۱۳۶ موضوعاتو،  د سوداګرۍ د برخو اړوند ۳۷موضوعاتو او د مقرراتو، لایحو او طرزالعملونو او لارښودونو اړوند ۸۲ موضوعاتو ته رسیدګي وکړه.

په دې مراسمو کې قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم هم خبرې وکړې او په تېر یو کال کې یې د سترې محکمې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، سترې محکمې د اساسي قانون په مرسته او د ټولو قوانینو په رعایت د قضا چارو کې مداخلې سره مقاومت وکړ، د قانون تطبیق ته یې پاملرنه وکړه، عادي او اقتضایي تفتیش یې په دوامداره توګه ترسره کړ او ترسره کوي یې، د علني قضایي محکمو د جوړولو په خاطر یې مناسب بسترونه رامنځته کړل او د محکمو د ظرفیت لوړولو په برخه کې یې ګامونه واخیستل.

همدارنګه په افغانستان کې د امریکا د سفیر مرستیال دینیس هیرني هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او د امریکا متحده ایالاتونو د پرمختیایي ادارې د تخنیکي همکارۍ د یادونې ترڅنګ یې د یاد سیمینار په جوړولو کې وویل، هیله من یم د یاد سیمینار جوړول د افغانستان د قاضیانو د ظرفیت لوړولو کې موثر واقع شي.

هغه د قضایي اصلاحاتو په برخه کې د امریکا د زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه، د افغانستان خلک موثر، بې طرفه او شفافو عدلي او قضایي بنسټونو ته لاسرسی غواړي او په دې برخه کې د سترې محکمې کوښښونه د ستاینې وړ دي.