ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د افغانستان د علماو سراسري شورا: پر سردار محمد داوود خان روغتون برید په هیڅ دین او قانون کې توجیه کېدونکی نه دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
پنجشنبه 26 کب 1395 ساعت 10:51

د هېواد د علماو د سراسري شورا غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې په هېواد کې وروستي تروریستي بریدونه په ځانګړي ډول پر سردار محمد داوود خان روغتون برید د اسلامي او انساني موازینو خلاف وباله او هغه یې سخت وغانده.

په دې کتنه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه، په داسې حال کې چې د افغانستان د علماو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف هم حضور درلود، د یادې شورا اعلامیه شیخ عبدالحسین حیدري ولوسته.

همدارنګه په دې اعلامیه کې د افغانانو د تګ راتګ لارو د تړلو په برخه کې د پاکستان د حکومت کړنه، د پاکستان مختلفو سیمو کې د افغان کډوالو ځورول او د ډیورنډ له هغې غاړې څخه پر افغانستان د زرګونو راکټونو ورول په سختو ټکو وغندل او دا یې د اسلامي، انساني او ګاونډیتوب د حقونو او بین المللي قوانینو خلاف وبلل، غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره دې له خپلو دغو ظالمانه اعمالو لاس واخلي.

د افغانستان د علماو سراسري شورا د سوریې جنګ ته د افغان ځوانانو د لېږلو په اړه اندېښنه وښوده  او له ایراني مقاماتو څخه یې وغوښتل چې دې پروسې ته خاتمه ورکړي او د دې په بدل کې د اسلامي همدردي او ورورولي په اساس د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې مرسته او همکاري وکړي.

شورا همدارنګه د نشه یي توکو او ټولو مسکراتو تولید، قاچاق، سوداګري او استعمال حرام وباله او له اړوندو ارګانونو یې وغوښتل چې د هغو په مخنیوي کې له پخوا زیات کوښښ وکړي.

په همدې ترتیب د علماو سراسري شورا په دې اعلامیه کې له دولت څخه وغوښتل چې تعلیمي او تحصیلي موسسو ته د ماشومانو او ځوانانو په جلب او جذب کې خصوصاً د دیني علومو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي تر څو بهرنیو هېوادونو ته د هغوی د تګ  چې د هېواد پر ضد د هغوی د استخدام لامل کېږي،  مخنیوی وشي.

جمهور رئیس غني د افغانستان د علماو سراسري شورا د اعلامیې له اورېدلو وروسته د دې په ترڅ کې چې له علماو سره په ناسته یې خوښي وښوده وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان زموږ له ماشومانو او هېوادوالو د زده کړې  او ژوند فرصتونه اخلي. هغوی نه یوازې د دې نسل بلکې د راتلونکو نسلونو دښمنان دي، ځکه غواړي چې موږ په حقارت کې ژوند وکړو.

جمهور رئیس له علمای کرامو وغوښتل چې د جوماتونو او تکایاو له لارې د تحمیلي جنګ لاملونه، اغېزې او عاملین خلکو ته ور وپېژني او په دې برخه کې عامه پوهاوی وکړي.

محمد اشرف غني زیاته کړه: هغوی چې انساني ارزښتونه پایمالوي او زموږ د خلکو پر ضد په جنایت لاس پورې کوي، په هر مقام او منصب کې چې وي باید رسوا شي او قانوني چلند ورسره وشي.

جمهور رئیس له علمای کرامو څخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره د یو ځای کېدو لپاره د ځوانانو د هڅونې مننه وکړه وې ویل، طالبان او ټولې تروریستي ډلې د انتحار او انفجار په ترسره کولو سره بشري ضد جنایتونه کوي.

هغه د سوداګریزو مالونو د ترانزیت په خاطر بدیلو لارو موندلو ته په اشارې وویل، د ازبکستان نوي حکومت سره زموږ مذاکرات ګټور دي او د اقینې او چابهار ترڅنګ د نورو بدیلو لارو د موندلو په هڅه کې هم یوو.

محمداشرف غني وویل، له ایران سره د افغان کډوالو له مجبوریتونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې موضوع په واضح توګه مطرح شوې ده. هغه د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوي په اړه وویل، د قاچاق مخنیوی یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی، بلکې هغه هېوادونه چې د هغو په تولید، استعمال او د کیمیاوي موادو انتقال کې رول لري، باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلام مبین دین خاص عظمت لري او هیڅ ترویستی ډلې ته بایدد دې اجازه ورنه کړل شي چې خپل جنایتونه د اسلام د مبین دین د لارښوونو په ناسم تعبیر سره توجیه کړي.