faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 25 کب 1395 ساعت 09:49

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ساختماني شرکتونو د ثبت او راجسټر طرزالعمل، د ښاروالیو د ننګونو د پېژندنې، د سروبي د نوي ښار د انکشاف طرحې او کابل ښاروالۍ ته د ترافیکو عمومي مدیریت د انتقال د نهایي طرحې په اړه بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې د ښار جوړولو وزارت د مسکن چارو رئیس سیدعثمان سادات د ساختماني شرکتونو د ثبت او راجستر طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، د دې طرحې مطابق ساختماني شرکتونه په وړیا توګه ثبت، کټګوري او ارزو.

هغه وویل، یاد شرکتونه د عمراني ، برېښنا رسولو، میخانیکي او عمومي ساختمان برخې لري او د درجه بندي لپاره یې څلور معیارونه ( تحصیلات، کاري تجربه، پخوانۍ چارې او مالي توان ) په پام کې نیول کېږي.

سید عثمان سادات څرګنده کړه په انلاین سیستم د شرکتونو تخنیکي ارزونه کېږي چې په دې کار سره د جوازونو په ورکولو کې شفافیت او سرعت منځته راځي، د شرکتونو د کړنو ښه څارنه کېږي او د فساد او جعل مخنیوی کېږي.



وروسته د ښار جوړولو وزیرسید سعادت منصور نادري  وویل، پخوا د سرکونو ظرفیت ته پام نه کېده، اما اوس غواړو د شرکتونو په ثبت او راجستر سره هغه درجه بندي کړو چې کار اهل ته وسپارل شي.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، اقتصاد وزارت هم د شرکتونو په رده بندۍ کار کړی او باید دواړه طرحې د تائيد لپاره د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، د شرکتونو د ثبت او راجستر مسوولیت دې هغه بنسټ ته ورکړل شي چې په پروژو کې دخیل نه وي.

ډاکټر نجیب الله مجددي وویل، د شرکتونو اسناد باید په جدي توګه وارزول شي.

د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ وویل، د شرکتونو طبقه بندي باید یوه اداره وکړي او اجرایي بنسټونه (هغوی چې پروژې ورکوي) باید په دې کار کې دخیل نه وي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبیزي وویل، موږ باید د شرکتونو د ثبتولو ترڅنګ  د هغو کارونه هم وارزو تر څو معلومه شي چې کارونه په سمه توګه ترسره شوي که نا.

جمهور رئیس غني د ګډون کوونکو د نظریاتو له اورېدلو وروسته وویل، زموږ موخه باید د پروسو اسانه کول او چټکول وي. هغه زیاته کړه: موږ د خصوصي شرکتونو ظرفیت څخه استفاده کوو، اما دا شرکتونه باید خپل کارونه په ښه توګه ترسره او په خپلو شرکتونو کې لازم اصلاحات راوړي.

جمهور رئیس وویل د شرکتونو ظرفیت دې په بې طرفانه توګه تثبیت شي تر څو پوه شو څو شرکتونه ښه ظرفیت لري او همدارنګه د شرکتونو د دندو پر تفکیک باید کار وشي.

په دې غونډه کې د ساختماني شرکتونو د ثبت او راجستر طرزالعمل د تائید ترڅنګ، جمهور رئیس وویل، په دې غونډه کې ویل شوي نظریات دې په یاد طرزالعمل کې هم ځای پرځای شي.



ورپسې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل د ښاروالیو ننګونې او د هغو د حل لپاره وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

هغه وویل، په ښارونو کې د ۷۰ سلنه غیر رسمي او غیر پلاني ساحو موجودیت،  د ځمکو د نه تصفیې له امله د عامه او خصوصي مشارکت په برخه کې موانع، د ښارګوټو پلانګذارۍ او جوړولو پروسه کې د ښاروالیو لپاره د موثر رول نشتوالی، د ماسټر پلانونو د بیا کتنې پڅوالی او د تفصیلي پلانونو برابرول، د شهیدانو او معلولینو ورثې ته د نمرو د وېش لپاره د اکثر ښاروالیو په اختیار کې د ځمکې نشتوالی، زیانمنو شویو ښارونو کې د خدماتو د وړاندې کولو په موخه د امکاناتو نشتوالی او د ښاروالیو د تشکیل او بودجې  د منظورۍ پړاونو کې ځنډ له دغو ننګونو څخه دي.

وروسته ګډون کوونکو خپل نظریات په دې اړه وړاندې کړل او جمهور رئیس وویل، د ښاروالیو د بودجې د منظوري پړاونه باید لنډ شي. هغه ټینګار وکړ د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د وېش په برخه کې هر ډول فساد دې برملا شي.

جمهور رئیس وویل، معلولینو، ښوونکو او کډوالو ته د ځمکې د وېش په اړه باید واضح پروګرامونه ولرو.

جمهور رئیس غني دېته په اشارې چې ښارګوټي باید د ټولو خلکو انعکاس کوونکي وي، وویل په ځینو ښارګوټو کې چې د ځمکو د وېش په اړه یې فساد وجود ولري باید وارزول شي.

وروسته د پایتخت زون انکشاف ادارې رئیس الهام عمر هوتکي د سروبي نوي ښار د انکشاف طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه وویل، دې طرحه کې د پایتخت زون محدوده کې د سروبي د نوي ښار موقعیت ، د سروبي ولسوالۍ د اوسني حالت مطالعه، د سروبي د نوي ښار د پلانګذارۍ مفکورې، د سروبي اقتصادي ښار پلان، خدماتي ساحې، ټرانسپورټي سیستم، ښاري زیربناوې، راستنېدونکو ته د



عاجلو پروژو تطبیق، کرنیزو کلیو لپاره پیشنهادي ساحه او د سروبي د نوي ښار ماسټر پلان شامل دي.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون رئیس قیس حسن وویل، د سروبي د نوي ښار د انکشاف ماسټر پلان او اساس دې داسې وي چې عملي جنبه پیدا کړي. هغه وویل، سروبی د فابریکو د ایجاد لپاره ښې زمینې لري، ځکه هلته زیاتې اوبه او برېښنا موجود دي.

د ځمکو ادارې رئیس جواد پیکار وویل، دا طرحه او موډل ښه دي چې په هغه کې د طبیعي منابعو او انکشاف ترمنځ توازن وجود ولري. هغه زیاته کړه، د پلان د تطبیق لپاره وړاندیز شوې ساحې باید قرنطین شي تر څو د ځمکو د غصب مخه ونیول شي.

جمهور رئیس غني په دې اړه وویل چې د سروبي د نوي ښار کار باید په مرحله واره توګه وشي، ځکه دا لس کلن پلان دی. هغه زیاته کړه، د ماسټر پلان لپاره باید ځمکې تثبیت شي او د غاصبینو لېست ګارنیزون سره شریک او نشر شي چې غصب شوې ځمکې بېرته واخیستل شي.

د ښاري پراختیا عالي شورا غونډې یاده طرحه په پرنسیب کې تائيد کړه.

ورپسې د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي د کابل ترافیک مدیریت انتقال نهایي طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه د کابل ښار د ترافیک وضعیت ، ننګونو او د کابل ښاروالۍ ټرانسپورټي سکتور د نهو میاشتو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ښاروالۍ ته د ترافیک مدیریت د صلاحیتونو د انتقال دلایل یې تشریح کړل او د ښاري پراختیا عالي شورا څخه یې وغوښتل چې د کابل ښار د ترافیکي خدماتو د تنظیم بورډ ، کابل ښاروالۍ ته د ترافیکو مدیریت لپاره د اړتیا وړ بودجې انتقال منظور کړي.

د جمهوري ریاست د حقوقي بورډ رئیس نصرالله ستانکزي وویل، د ترافیکو د مسوولیت د انتقال په اړه د ځینو قوانینو د تعدیل اړتیا ده تر څو په دې اړه حقوقي ستونزې له منځه لاړې شي.


د ښار جوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، د خلکو غوښتنه په ښار کې مثبت بدلون دی او همدارنګه خلک غواړي ترافیکي خدماتو کې ښه والی احساس کړي.

د ټرانسپورټ وزیر محمدالله بتاش وویل، د ترافیکو د مدیریت لپاره د همغږۍ بورډ په ایجاد سره کولای شو د ترافیکو مدیریت کابل ښاروالۍ ته  په ښه توګه انتقال کړو.

جمهور رئیس غني یاده طرحه جامع وبلله وې ویل، په دې برخه کې حقوقي ستونزې باید په دوه اونیو کې حل شي.

جمهور رئیس وویل، د ترافیک فعالیتونو د ښه والي لپاره یو واضح پلان ترتیب شي او پولیسو اکاډمۍ سره خبرې وشي تر څو ترافیکو ته د اړتیا وړ روزنه ورکړي.

محمد اشرف غني وویل، کابل تغیر ته اړتیا لري او د دې ښار سرکونه باید مدیریت شي، ځکه موږ په کابل کې د سرکونو کمبود نه، بلکې د هغو د مدیریت ستونزې لرو.

په پای کې د ښاري پراختیا عالي شورا کابل ښاروالۍ ته د ترافیک مدیریت د انتقال نهایي طرحه تائید کړه.