ویډیو

افغان او امریکایي پوځي چارواکي د افغان او امریکایي ځواکونو د ګډو عملیاتو په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې رسنیو ته معلومات ورکوي

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
پنجشنبه 16 مرغومی 1395 ساعت 09:56

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اونۍ د نمانځنې په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د فرمان طرحه په غونډه کې مطرحه او زیاته یې کړه، د افغانستان د ملي وثیقي په توګه د اساسي قانون د حکمونو د رعایت، تطبیق، ملاتړ او د هېوادوالو د خبرتیا په موخه  دې د مرغومي میاشتې له ۱۴ څخه تر ۲۰ نېټې پورې د هېواد په رسمي تقویم کې د افغانستان د اساسي قانون د درناوي اونۍ په توګه درج او په مرکز او ولایتونو کې دې دولتي او غیر دولتي ادارې د اساسي قانون ارزښت او مقام د دې اونۍ په جریان کې په شانداره غونډو او مراسمو کې توضیح او ونمانځي،کابینې تائید کړه.

ورپسې د عدلیې وزیر د پیسو وینځلو او له جرایمو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د مخنیوي قانون د ځینو موادو د تعدیل طرحه غونډه کې مطرح او یادونه یې وکړه، له هغه ځایه چې د افغانستان بانک ریاست د پیسو وینځلو موضوعاتو کې له اړوندو کلیدي ادارو څخه ده ایجابوي چې د پیسو وینځلو او د تروریزم تمویل سره د مبارزې همغږۍ کمیسیون ریاست په غاړه ولري، بنا د یاد تعدیل  طرحه کې د یاد کمیسیون ریاست له مالیې وزارت څخه د افغانستان بانک عمومي ریاست ته انتقال شو، همدارنګه سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه او د سوداګرۍ او صنایعو خونه چې د پیسو وینځلو موضوعاتو کې دخیل نه دي د پیسو وینځلو اود تروریزم  تمویل سره دمبارزې همغږۍ کمیسیون غړیتوب څخه حذف شول.


د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د پیسو د وینځلو او جرایمو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د مخنیوي قانون د ځینو موادو د تعدیل طرحه د یو لړ اصلاحاتو په راوړلو سره تائید کړه.

په همدې ترتیب د عدلیې وزیر د حاجیانو، عمره کوونکو او زیارت کوونکو د چارو د تنظیم مقررې طرحه غونډه کې مطرحه او څرګنده یې کړه، له هغه ځایه چې د عمرې حج او کربلا زیارت کوونکو مقرره اوسنیو اړتیاو او غوښتنو ته ځواب ویونکې نه ده دا مقرره په (۴) څپرکو او (۲۷ )مادو کې د پخوانۍ مقررې د بدیل په توګه تدوین شوه چې د قوانینو کمېټې په غونډه کې هم تائید شوې ده.

په همدې ترتیب هغوی د ۱۹/۱۲/۱۳۹۴ نېټې کابینې د ۴۲ شمارې مصوبې څخه په لارښوونې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو مقررې طرحه له یولړ بدلونونو وروسته په ۴ څپرکو او ۳۸ مادو کې له غونډې سره مطرحه کړه، وروسته له ولایتي شوراګانو څخه د څارنې مقررې طرحه چې په ۳ څپرکو او ۱۱ مادو کې ترتیب او د قوانینو کمېټو هم تائید کړې وه، غونډه کې مطرح کړه.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د عدلیې، حج او اوقافو، لوړو زده کړو، عامې روغتیا، اقتصاد، مالیې، کرنې ، انرژي او اوبو وزیران د جمهوري ریاست د دویم مرستیال مشرۍ لاندې موظف کړل چې د حاجیانو، عمره کوونکو او زیارت کوونکو د چارو د تنظیم مقررې طرحه، د خصوصي لوړو زده کړو موسساتو مقررې طرحه او د ولایتي شوراګانو د څارنې طرز مقررې طرحه د غونډې د یادونې مطابق بیا وګوري او نهایي یې کړي.

ورپسې د عدلیې وزیر د ۲۱/۱۲/۱۳۹۴ د نېټې کابینې د ۴۰ شمارې مصوبې په لارښوونه د ځمکنیو نقلیه وسایطو د جواز سیر مقررې ځینو موادو کې د زیاتوالي او تعدیل طرحه چې په ۳ مادو کې ترتیب او د قوانینو کمېټې تائید کړې وه غونډه کې مطرح کړه او د کابینې د تصویب وړ وګرځېده.

د اجنډا په بله برخه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې د ۴/۹/۱۳۹۴ نېټې د کابینې د ۳۲ ګڼې مصوبې په لارښوونه د غوري سمنټ فابریکې او د کرکر-دودکش د ډبرو سکرو کان قرارداد په اړه د هغه وزارت راپور غونډه کې مطرح کړ.

هغې زیاته کړه:  د غوري سمنټ فابریکو او د کرکر-دودکش ډبرو سکرو کانونو قرارداد په ۱۳۸۵ کال کې افغان انویسمنټ کمپنۍ سره عقد شوی چې د اعتبار موده یې د ۱۳۸۶کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۴۰ کالو پورې ده او د قرارداد مطابق دواړه لوري ژمنې لري اما قراردادي کمپنۍ په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د رویالټي، د ځمکې سطحې کرایې او حق الاجارو د نه ورکولو له

امله پوروړې ده چې د قراردادي له لوري د قرارداد د موادو عدم تطبیق نه یوازې د ډبرو سکرو د استخراج د محدودیت لامل شوی، بلکې د یادو کانونو د سوفونو د تخریب لامل هم شوې.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د غوري سمنټو د فابریکې او کرکر-دودکش ډبرو سکرو کان قرارداد فسخه کول تصویب کړل، د کانونو قانون کې ثبت د وزیرانو کمېټه یې موظفه کړه چې یاد قرارداد بیا له سره ترتیب او مزایده بین المللي قراردادونو ته یې  ورکړي او په قرارداد کې د شویو ژمنو د نه پرځای کولو له امله د هېواد د نافذه قوانینو مطابق د انویسمنټ شرکت خلاف  دعوا اقامه کړي.

وروسته د ملي دفاع وزارت تامیناتي معین د ملي اردو د بریدملانو او افسرانو ضمایمو او اجزا سره د تنخواګانو د نورم د منظورۍ په اړه د هغه وزارت طرحه غونډه کې مطرح او زیاته یې کړه، په هغه صورت کې چې دا نورم د ملي اردو د منسوبینو د حیات دوران لپاره ترتیب شوی کابینې تصویب کړ. د ملي اردو افسران او بریدملان کولای شي د معلولیت او یا تقاعد او یا د هغوی ورثه د هغه له شهادت وروسته کولای شي له همدې منظور شوي نورم له مخې د خپلو معاشونو او حقوقو څخه استفاده وکړي چې په دې صورت کې د هغوی کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ نشي.


د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې له هر اړخیز بحث وروسته ملي دفاع وزارت موظف کړ چې د هغه مالي لګښت مشخص او د مالیې وزارت له توافق وروسته یې د منظورۍ په موخه د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

د اجنډا په بله برخه کې د عامې روغتیا وزیر د ۳۲ عرادې امبولانسونو د ګمرکي محصول د معافیت تقاضا چې د Saudi relief committee for Afghanistan  موسسې له لوري د یو تفاهم لیک په اساس مرسته شوي غونډه کې مطرح کړه چې د تصویب وړ وګرځېده.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت مرستیال د کابینې د ۶/۸/۱۳۹۴ نېټې د ۲۸شمارې مصوبې په لارښوونه د مزارشریف ښار د ګازي برېښنا پروژې د ایجاد په هکله د انرژي او اوبو، مالیې، کانونو او پټرولیم وزارتونو تر منځ د عمده او اساسي شرایطو سند لاسلیک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او برېښنا شرکت، غضنفر ګروپ او بین المللي مالي شرکت غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې د دې سند مطابق د دواړو لورو تر منځ د ۵۰ میګاواټه  پورې ظرفیت د سوخت ګاز برېښنا تولید پروژې په موخه اجرایي فعالیتونو په اړه دی.

کابینې له هر اړخیز بحث وروسته د مالیې، اقتصاد، کانونو او پټرولیم  او انرژۍ او اوبو وزیران د اقتصاد او ز یربنا په چارو کې د جمهوري ریاست سترسلاکار تر مشرۍ لاندې موظف کړل چې د یاد سند طرحه د غونډې د یادونې مطابق له سره وګوري او د اقتصاد عالي شورا غونډې ته یې وړاندې کړي.

د غونډې په ادامه د سیمه ییزو ارګانونو ادارې معین دکندز ښاروالۍ ملکیت د اوړو میل شاته ۴۲ بسوې دویمه درجې ځمکې سره  د کندز ښار مستري خانه کوڅه کې د حاجي نورالدین د ۲۱ بسوې لومړۍ درجه ملکیت موازي تبادله غونډې ته مطرحه کړه چې د کابینې د تصویب وړ وګرځېده.


وروسته د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس په هلمند ولایت کې د ۸ تنو د ۳۶ جریبه، ۱۰ بسوې او ۱۵ بسواسې موازي استملاک اسناد چې د لښکرګاه هوایي ډګر پروژې لاندې راغلې په (۴۷۴۹۲۲۵۰) افغانۍ مجموعي قېمت غونډه کې مطرح کړ.

د افغانستان اسلامي جمهوري کابینې له هر اړخیز بحث وروسته مالیې او ټرانسپورټ وزارتونه ، د ملکي هوایي چلند اداره او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د افغانستان د ځمکو ادارې تر مشرۍ لاندې موظف کړل چې د یادو ځمکو استملاک د ځمکو د بدیل، قېمت او پنځلس ورځو کې د هغې د قېمت ورکولو له پلوه بیا وګوري، او پایله یې د کابینې راتلونکو غونډو کې شریکه کړي.

په همدې ترتیب د افغانستان ځمکو ادارې رئیس، د سمنګان ولایت دلخګي کوتل کې د دوه جریبه بکر او بایر دولتي ځمکې موازي تقاضا د یو باب جومات او د تعلیم القران د یو باب مدرسې د جوړولو په موخه د  ارشاد، حج او اوقافو وزارت تقاضاغونډې ته وړاندې کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د یادې ځمکې وړیا انتقال تصویب کړ.


د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د بین المللي معاهدو پنځه لاندې مورده غونډه کې مطرحه او د تائید وړ وګرځېدل.

-       د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت او الغرافه موسسې تر منځ د بهرنیو چارو وزارت محوطه کې د جومات جوړولو او څلور پوړیزې ودانۍ په اړه د تفاهم یادداشت،

-       د افغانستان اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان لرغون پېژندنې انسټیټیوټ  او د امریکا متحده ایالاتونود شیکاګو پوهنتون د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ تر منځ د مشارکت او فرهنګي میراثونو د برنامې د ساتنې (مشارکتAIA-OI) په اړه د تفاهم یادداشت،

-       د افغانستان اسلامي جمهوریت او ترکیې جمهوري حکومت تر منځ د افغانستان ملي اردو ته  د ۲۸ قلمه نظامي تجهیزاتو هبه موافقتنامه،

-       د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت او سعودي عربستان هېواد تر منځ د سیاسي مشورو په هکله تفاهم لیک،

-       د افغانستان اسلامي جمهوریت مالیې وزارت د اذربایجان جمهوري ریاست دفتر لاندې د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې ترمنځ د عامه خدماتو د برابرولو د پرمختللي میکانیزم رامنځته کولو کې د همکارۍ په اړه تفاهم لیک.