ویډیو

۱۳۹۶ مالي کال کې د صادراتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د اقتصاد د عالي شورا په ناسته کې د کجکي بند د دوهم فاز د پروژې د طرحې به اړه خبرې وشوې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 21 ليندی 1396 ساعت 17:07

د اقتصاد عالي شورا شپاړسمه ناسته د دوشنبې په ورځ د روان کال د لیندۍ په ۲۰ مه نېټه د محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه. په دې ناسته کې د کجکي بند د دوهم فاز د پروژې د طرحې د حقوقي اړخونو د څېړنې په اړه ټینګار وشو. اجمل عبدالرحیم زي، د مالې وزارت ویاند، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د اقتصاد د عالي شورا د سپاړسمې ناستې د مصوبو د پایلو په اړه رسنیو ته معلومات ورکول زیاته کړه، " خلک به ډېر ژر د کجکي بند د دوهم فاز د تړون د لاسلیک شاهدان وي." د هغه په خبره د کجکي بند لومړی فاز اوس مهال د ۵۱ میګاواټه په ظرفیت فعالیت کوي، چې د دې بند د دوهم فاز د چارو په بشپړېدو سره به د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته لوړ شي.


د اقتصاد عالي شورا همداراز د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس، سوداګرۍ او د قاچاق د مخنویي په موخه د یوه مرکز د رامنځته کیدو په اړه هوکړه کړې ده. ښاغلي عبدالرحیم زي وویل، چې د مالیې او کانونو وزارتونو د نړیوال بانک په مرسته د یاد مرکز د رامنځته کېدو په اړه څېړنې کړې او یاد وزارتونه یې پر میکانیزم او تطبیقي پلان باندې کار کوي.
د اقتصاد عالي شورا په شپاړسمه ناسته کې د کیمیاوي سرې د کیفیت د څېړنې په موخه د یوې کمېټې د جوړیدو پرېکړه هم وشوه تر څو د کیمیاوي سرې څخه د ګټې اخیستنې او بیې په اړه لازمې پریکړې تر سره کړي.