faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
مالیې وزیر د سکټوري وزراتونو له وزیرانو او مرستیالانو سره وکتل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 22 مرغومی 1395 ساعت 14:51

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي نن دمرغومې میاشتې په ۲۱مه نیټه د خپل کار په دفتر کې د کرنی، اوبو لګونې او مالدارۍ له وزیر ښاغلي اسدالله ضمیر، د روغتیا له وزیر ښاغلي ډاکټر فیروز الدین فیروز، د ټولګټو له وزیر ښاغلي محمود بلیغ، د اوبو او انرژۍ او اقتصاد وزارتونو له مرستیالانو، د بریښنا شرکت له رئیس او د کابل ښاروالۍ له سرپرست سره وکتل.


په دې لیدنه کې د پراختیایې بودیجې پر لګښت، د هیودوالو لومړیتوبونو ته په کتو سره د پراختیایې پروژو پر تطبیق او یو شمیر نورو مواردو باندې هر اړخیزې خبرې وشوې.
د یادو وزارتونو او ادارو چارواکو په دې برخه کې خپل کاري راپورونه او راتلوونکي پلانونه وړاندې کړل.


د ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې په یادو برخو اړوندې ادارې باید کوټلي ګامونه واخلي تر څو افغانستان د اقتصاد له درکه په خپل ځان بسیا شي.
په مؤثره او ګټوره توګه د پراختیایې بودیجې لګښت او د ملي پروژو پلي کول د افغان دولت له لومړیتوبونو څخه دی او مالیې وزارت په دې برخه کې بودجوي واحدونو ته زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي او د اړتیا په وخت کې له دوی سره لازمه تخنیکی او مالی همکاري کوي.