faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د دولت مالي او داخلي پلټنې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ لا پیاوړتیا په موخه ناسته جوړه شوه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 22 مرغومی 1395 ساعت 11:38

د دولت مالي چارو ښه والې له پاره د مالي او داخلي پلټنې ریاستونو تر منځ د همغږۍ پیاوړتیا په موخه ناسته د مرغومې په ۲۱ مه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي په پرانیستې وینا جوړه شوه. په یاده ناسته کې چې د دولتي ادارو مالي او داخلي پلټنو رئیسانو ګډون کړی وو، د معلوماتو شریکولو، د بودیجې د تطبیق پروسې، د تادیاتو راپور،د عوایدو راټولیدو او د مؤثریت او مثمریت کچې لوړولو په موخه د نویو سیستمونو د جوړیدو په اړه معلومات شریک شول.


مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د ناستې په پرانیسته وینا کې وویل چې مالیې وزارت له نیکه مرغه وکولی شو چې په روان کال کې خپله پراختیایې بودیجه تر ډیره ولګوي او همداراز تر ۱۶۵ میلیارده افغانۍ داخلي عواید راټولې کړي چې د ټاکلي هدف څخه ۳۳ میلیارده افغانۍ زیاتوالی ښیي.


مالیې وزیر د یاد وزرات مالي مسؤلینو ته په خطاب کې وویل: تاسو هغه کسان یاستې چې د داخلي پلټنې د مسؤلینو په همغږۍ د هیواد ملي عواید د حساب ورکونکی او روڼتیا اصل ته په کتو سره په خپل قلم راټولوئ چې په دې برخه کې له تاسو څخه مننه کوم. نوموړي زیاته کړه مونږ ستاسو په همکارۍ سره کولی شو خپل اصلي هدف چې د اقتصادي اړخه په ځان بساینه ده، ورسیږو.


د یادونې وړ ده چې د دې ناستې په پای کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي ریاست د مسؤلینو لخوا د تیر مالي کال د قطعې، د بودیجې د تطبیق پروسې، د چک لستونو د توضیح، د عوایدو راټولیدو په اړه پریزنټیشنونه هم وړاندې شو.