ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
جمهور رئیس غني: جوماتونه د دیني او فرهنګي فعالیتونو عمده مرکزونه دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
سه شنبه 14 مرغومی 1395 ساعت 09:49

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د فکر او فرهنګ جمعیت ډلې سره په کتنه کې د فرهنګي او فکري فعالیتونو په هکله د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د دې ډلې رئیس عبدالحفیظ منصور له جمهور رئیس څخه د فرهنګي او فکري پروګرامونو د ملاتړ له امله مننه وکړه وې ویل، د فکر او فرهنګ جمعیت ډله چې د تاسیس یې درې کاله کېږي خپل فرهنګي فعالیتونه له جوماتونو پیل کړي.


هغه دېته په اشارې چې افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره فرهنګي کار ته اړتیا ده وویل، د دې ډلې موخه له افراطیت سره فکري او فرهنګي مبارزه ده چې له کوم ځانګړي جریان سره له تړاو پرته دا فعالیتونه په خودجوشه توګه ترسره کوي. نوموړي د دې ډلې له فعالیتونو څخه د حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د هېواد جمهور رئیس د فکر او فرهنګ جمعیت ډلې فعالیتونو څخه د قدرداني په ترڅ کې وویل، جوماتونه د دیني او فرهنګي فعالیتونو عمده مرکزونه دي او بنسټونه کولای شي له جوماتونو او علماو سره په همکارۍ فرهنګي او روزنیز پروګرامونه پیاوړي کړي.


جمهور رئیس غني وویل، حکومت د قانون په چوکاټ کې د بنسټونو د پروګرامونو او موخو ملاتړ کوي. هغه له دې فرهنګي ډلې وغوښتل چې د همکارۍ زمینې د برابرولو لپاره د فرهنګي او خپرنیزو کارونو په اړه یوه طرحه تیاره کړي.