ویډیو

 

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 29 وږی 1396 ساعت 11:41

د ملګرو ملتونو ودانۍ، نیویارک، د امریکا متحده ایالات

۱۳۹۶لمریز کال د وږي ۲۸/ ۲۰۱۷ د سپتمبر ۱۹


بسم الله الرحمن الرحیم

ښاغلی د ناستې مشر، جلالتمابانو، اغلو او ښاغلو!

نن چې زه دلته ستاسې په مخکې ولاړ یم، د هغو هوښیارو نارینه وو او مېرمنو یادونه کوم چې په ۱۹۴۵ کې یې له خپله دا شایستګي وښوه چې له تاریخ څخه زده کړه وکړي او د هغه په درسونو عمل وکړي. هغوی د دوهمې نړیوالې جګړې له پایلو زده کړه وکړه، او د یو لړ بنسټونو د رغولو له لارې یې یو نړیوال نظم رامنځته کړ، چې د دې نظم په وسیله راتلونکیو نسلونو ته د امنیت او ثبات فرصت برابر کړي.

هغه مهال ملګري ملتونه، نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او نور بنسټونه پر همدې اساس رامنځته شول چې د نړیوالو ننګونو د مقابلې په برخه کې همغږي رامنځته او د انسانیت پر خلاف جرایمو ته د پای ټکی کېږدي.

د هغو ځیرکو وګړیو د تصور او هڅو په کچه، وسعت، او چټکتیا کې ښایي لږ خلک شک ولري، خو دا فیصله به تاریخ ته پرېږدو چې دا بنسټونه به د نن او سبا ننګونو ته څنګه ځواب ووایي.

موږ د نړیوالو رهبرانو په توګه، په دې هڅه کې یوو چې د شلمې پېړۍ د لوبې پر اصولو ځان پوه کړو، خو په نننۍ پرلپسې بدلېدونکې نړۍ کې، ابهام زموږ د وخت تر ټولو بارزه ځانګړتیا ده. زموږ اقتصاد، امنیت، او ارزښتونو ته را پېښ ګواښونو ته په پام د دغه ابهام روښانول اسانه کار نه دی.

په دې خبره تقریبي اجماع موجوده ده چې پرمختللي اقتصادي ځواکونه لا هم د پرمختګ د یوه داسې ماډل په رامنځته کولو نه دي توانېدلي چې د بېکارۍ پر زیاتوالي برلاسی شي او د عوایدو او سرمایې د ناانډولتیا کچه را ټیټه کړي. له همدې امله لا هم د اقتصادي بحران ګواښ سره مخامخ یوو.

د سپټمبر د یوولسمې تر تراژېدۍ شپاړس کاله وروسته هم د دې شاهدان یوو چې د نادولتي عناصرو خشونت، د سیاسي خشونت او تروریزم د پنځم موج شکل اختیار کړی دی. د پرلپسې بدلېدونکو ترهګریزو شبکو فعالیت، جرمي سازمانونو، برېښنایي جرایمو او له ترهګرۍ څخه د دولتونو د ملاتړ اوسنۍ وضعې ته په کتلو ویلای شو چې د خشونت پنځم موج به لنډ مهالی نه وي او په لسیزو لسیزو به نړیوال امنیت وګواښي.

په شلمه پېړۍ کې نړۍ له فاشیزم سره د مقابلې لپاره لاس سره یو کړ، تر څو په ډیموکراټیکه فضاء کې د خلکو آزادۍ تضمین شي. نن هماغه آزادۍ بیا د نړیوالې ترهګرۍ تر برید لاندې دي. ترهګري یواځې پر انساني ژوند او لومړنیو آزادیو برید نه دی، بلکې د تابعیت پر میثاق او د ملي دولتونو او ولسونو پر اړیکو او هغو ارزښتونو برید دی چې د ډیموکراټیکو ټولنو سالمیت او آزادي تضمینوي.

موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ په وړاندې د یوه متحده ځواک په توګه ودرېږو، او دې ګواښ ته داسې اوږدمهالی حل ولرو چې د ترهګرو د اوږدمهالې آجنډا مقابله پرې وکړای شو.

وروستۍ خبره دا چې که څه هم د بشر د حقونو د میثاق احکام د نړۍ د اکثرو هېوادونو په اساسي قوانینو کې مدغم شوي، خو د بشریت پر خلاف جرایم لا هم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کېږي. د روهنګي ولس نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده. د انګ سانسوچي اوږد سکوت غموونکی و، ځکه موږ تمه درلوده چې هغه به د بشري حقونو د ننګې د یوې ممثلې په توګه، اصولو ته پر واک ترجیح ورکړي. غواړم افغانستان ته د بشري حقونو په کمېټه کې د غړیتوب حاصلولو هرکلی وکړم، چې افغانستان د داسې مهمو بشري مسایلو په بحث کې لا مرکزي نقش ولري. موږ د هغو خلکو په توګه چې لا هم بشري ضد جرایم لکه میرزاولنګ کلي کې د ملکي وګړو وروستۍ وژنه او په کابل او هرات او بل هر ځای کې پر جوماتونو برید  تجربه کوي، د بشر حقونو څخه ملاتړ کې د خپل غږ د زیاتولو غوښتونکي یوو.

په یوویشتمه پېړۍ کې د ویجاړوونکیو او ستونزمنو بدلونونو مقابله په نړیواله، سیمه ییزه، ملي، محلي او د افرادو په کچه یوځایي او همغږي اقدامات لازموي. په اوسنیو شرایطو کې د ملګرو ملتونو داسې اداره، چې درناوی، مؤثریت او وړتیا ولري، د وخت غوښتنه ده. موږ باید خپل د شلمې پېړۍ بنسټونه آزموینې ته وړاندې کړو.

په دې مناسبت زه جلالتمآب میروسلاف لجکک ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۲م اجلاس د مشرتابه مبارکي وایم. غواړم په تېره دوره کې د جلالتمآب پيټر ټامسن د هڅو یادونه او قدردانی وکړم او هم د جلالتمآب سکرتر جنرال ګوتیرس لخوا د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو د پیل هرکلی کوم.

که نن د ملګرو ملتونو مؤسسه نه وای، موږ به یې د نن د اړتیاوو د ځوابولو لپاره د دې مؤسسې د رامنځته کولو اړتیا محسوسه کړې وای. په اوسنۍ نا مطمئنه فضا کې د بشري حقونو د نړیوال میثاق د ژمنو ترسره کول د دې اړتیا پېښوي چې د ملګرو ملتونو د مؤسسې اساسي وظایف له سره وکتل شي، کاري پروسې یې له سره وسکښتل شي، د دې سازمان ارزښتونه او کاري کلتور له سره احیاء شي، او د حسابدهۍ په نظام کې یې اصلاحات راوستل شي. د دې لپاره چې د ملګرو ملتونو مؤسسه زما د هېواد په څېر د یوه هېواد لپاره معنا ولري، باید د یوه وجود په توګه دنده ترسره کړي، چې دا هدف لا هم نه دی ترلاسه شوی.  د ملګرو ملتونو د استازو کوم میراثي ماډل چې موجود دی او د تخنیکي مرستو او ظرفیت جوړولو د یوې وسیلې کار ورڅخه اخیستل کېږي، باید د بازار آزموینې، په تېره د قیمت او ارزښت پرتلې، او د حکومت، خصوصي سکتور او نادولتي مؤسساتو په پرتله د نتایجو د پایدارتوب ازموینې ته وړاندې شي. چې د بېلګې په توګه د پیسو د ارزښت او د حکومت په پرتله د پایلو پایداري، خصوصي سکتور او د خدمتونو د وړاندې کولو د غیر دولتي ډولونو نوم یادولی شو. دوه طرفه حساب ورکړه د همکارۍ او د شراکت د پراختیا او اعتماد جوړونې آزمویل شوې لاره ده.

زه ویاړم چې په دې پرتمینه غونډه کې د افغانستان د خلکو په استاځۍ برخه اخلم او وینا کوم. موږ سختۍ، محرومیت او وچکالۍ په متانت زغملي دي؛ د تېري مقابله مو په زړورتیا کړې ده، او تل مو په وطندوستۍ له خپلې خاورې دفاع کړې ده. زموږ خلک او سرتېري د ترهګرۍ د نړیوالې جګړې په لومړۍ کرښه کې، د ډیموکراټیکو آزادیو په دفاع کې، هره ورځ د اتلولۍ او فداکارۍ مظاهره کوي.

موږ هم — د یوه  ملت، یوه دولت، او یوه ولس په توګه، له هغو ننګونو او فرصتونو سره ځان له سره عیاروو چې په یوویشتمه پېړۍ کې ورسره مخامخ یو.

د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي آسیا د ثبات په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پایدار شراکت تجدید شوی او نوی رخ یې اخیستی دی. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې سیخ کړي یوو، هرکلی کوو. د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده.  موږ یوازې د سیاسي حل لارې په واسطه پایداره سولې ته رسېږو، موږ د طالبانو په لیکو کې ټول خلک رابلو چې له بین الافغاني مذاکراتوسره یو ځای شي.

موږ همدارنګه له ګاونډیانو سره د مذاکراتو یو فرصت لرو چې څنګه له یو بل سره صادقانه کار وکړو تر څو تروریزم له منځه یوسو او افراطیت مهار کړو.زه پر پاکستان غږ کوم چې له موږ سره، رفاه ته د رسېدلو لپاره، د سولې، امنیت او سیمه ييزي همکارۍ په برخه کې د دولتونو په کچه هر اړخیز بحث ته داخل شي.

افغان حکومت دا ثابته کړې چې د خپلې داخلي پروسې له لارې، لکه چې له حزب اسلامي سره یې د سولې په تړون ثابته کړه، سولې ته ژمن دی. اوس موږ پر خپلو ټولو نیږدې او لریو ګاونډیانو غږ کوو چې د کابل پروسې له لارې د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره له موږ سره په هر اړخیزو هڅو کې همکاري وکړي.

بیا هم، په داسې حال چې وړاندې ګامونه اخلو، له نړیوالو همکارانو د لیدلوري د بدلیدو غوښتنه کوو. له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان جګړې ته د کورنۍ جګړې په سترګه کتل کېږي، خو دا جګړه زموږ په خاوره کې نه، بلکې زموږ پر خاوره ده.

نن ورځ د افغانستان پر خاوره څه باندې ۲۰ نړیوالې ترهګرې ډلې فعالیت کوي. د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چې موږ د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کارکې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې یوو. زموږ زړه ور سرتېري هره ورځ د دې موخې لپاره جنګېږي او قرباني ورکوي او د افغانستان د واکمني لپاره جنګېږي. که څه هم، موږ افغانان پر لومړۍ کرښه یوو، خو د ترهګرۍ ګواښ پولې نه پېژني. د ترهګرو ډلو لپاره پر کابل او یا هم بروکسل، پاریس ، بارسلونا ، لندن او یا بل هر ځای برید هماغه ډول بریا ده. د ولسمشر ټرامپ په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو، چې موخې یې پولې نه پېژني، د پناه ځایونو نه منل

ډاډمن یم چې د ځانبسیاینې او سمونو په برخو کې زموږ پروګرامونه چې نړیوال ملاتړ ورڅخه کېږي ، موږ به یوځل بیا د پیاوړتیا او ځانبسیاینې په لور بوزي.

خو له دې سره سره، یوازې د  نړیوالوهمکارانو مرستې او ژمنې موږ په افغانستان کې یوځایي بریا ته نشي رسولای، د بریا کیلي په حقیقت کې، له موږ افغانانو سره ده.

نن چې د بدلون لسیزي ته د افغانستان د داخلولو لپاره زموږ د کار نږدې درې نیم کاله  کېږي، موږ افغانستان د ثبات پر یوه ډګر بدلوو. اساس اېښودل شوی، موږ د اصلاحاتو لاره معلومه کړې او په شدت یې تعقیبوو. په مشخص ډول، موږ د فاسدانو تعقیب پيل کړی، په امنیتي سکټور کې فساد پای ته رسوو، د اړیکو پر اساس رامنځ ته شوي سیستمونه  د وړتیاوو پر اساس په ولاړو سیستمونو بدلوو او په مالي پروسو کې مو د شفافیت لپاره کار پیل کړی دی.

موږ همدارنګه د ټولنې هغو وګړیو؛ ځوانانو، مېرمنو او بېوزلو ته پاملرنه کوو چې تل هېر کړل شوي، خو همدوی د ملت د مقاومت اساس جوړوي.

هغه نسل چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې لوی شوی او اوس د ټولنې ډېره برخه جوړوي، د هېواد د سرتاسري رهبرۍ اعتماد پرې شوی دی. په هر ډګر کې د ځوانانو د غښتلتیا له امله یو نسلي تغییر د راتګ په حال کې دی. دا نسل به حکومتي اداره خدمت محورې او ولس محورې ادارې ته واړوي.

افغان مېرمنو بې شانه خواریو کې، ځانونه هر خطر ته سپر کړل، خو زموږ د ټولنې اوبد او اړیکې یې ژوندۍ وساتلې. خو دوی تر وروستۍ کچې، په ټولنه کې له پامه غورځول شوي دي. دا حالت د منلو نه دی او قېمت یې زموږ ملت ادا کوي. خو نن ورځ د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخته ډېرې افغان مېرمنې په حکومت، کاري ځواک، او مدني فعالیتونو کې دخیلې دي. خو لا هم ډېر مزل په مخ کې دی. اوسمهال شپږ مېرمنې د سفیرانو  او څلور مېرمنې د کابینې د وزیرانو په توګه کار کوي. په ساده ټکیو، د ښځو غښتلتیا زموږ د راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

بېوزلي، مېرمنې او ځوانان له توکمیز، ژبني، جنسیتي او مذهبي کرښو ور اخوا، زموږ د هيواد عددي اکثریت جوړوي. شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان اوس هم د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، څېړنې ښيي بېوزلي ځکه هم اوږدمهالي کېږي چې د یوه ماشوم د دماغ پر ساینسي جوړښت اغېز کوي. موږ باید بېوزلان په پښو ودروو. بېوزلي له ډېرې مودې راهیسې زموږ د هېواد ساکت اکثریت جوړوي.

موږ د خپلې ټولنې د پیوندونو په بیا احیاء کولو کې یوو چې په خپل دولتي کلتور کې تغییر راولو. البته نه یوازې په کور دننه بلکې له هيواده د باندې هم د خپلو روابطو د تقویې لپاره

لکه څنګه چې موږ په سهیلي او مرکزي آسیا کې خپلو ګاونډیو سره د اړیکو غوښتونکي یو همدارنګه په نړیواله او سیمه ایزه کچه هم غواړو چې له هيوادونو سره وصل او نږدې اړیکي ولرو. افغانستان به په ۲۱پیړۍ کې یو ځل بیا د لیږدرالیږد، انرژۍ، اوبو او د کانونو د استخراج په برخه کې د سیمې دهوساینې او اقتصادي امنیت به ډګر بدل شي.

موږ همدا اوس، د خپلو هڅو د پایلو شاهدان یوو، له مرکزي اسیا څخه سهیلي آسیا ته د انرژۍ د پروژې د لېږد د مزو غځېدنه تر کار لاندې ده. د ترکمنستان د رېل ګاډۍ پټلۍ زموږ پولې ته را رسېدلې او د ټاپي د ګازو نل لیکه د جوړېدو په حال کې ده.

د اقتصادي پرمختګ د مرکزیت غوره کولو د هڅو په درشل، موږ غواړو چې له خپلو سیمه ایزو همکارانو سره د ګډ کار فرصتونه ترلاسه کړو.

موږ ته اوس، د یوویشتمۍ پېړۍ د ابهاماتو، ځانګړیو ننګونو او تهدیدونو په رڼا کې جوتېږي چې د افغانستان قضیه د شلمې پېړۍ د تصوراتو پر اساس چې لا هم نړیوال نظم پرې متکي دی، په یوه پېچلتیا بدله شوې ده.

په داسې حال کې چې زموږ پر خاوره د نړیوال تروریزم ګواښ لا هم زموږ د هېواد پر تصور سیوری غوړولی او له ډېرې مودې یې د افغانانو برخلیک تر اغېز لاندې راوستی، خو موږ اوس هم لوړ ظرفیت لرو چې په سیمه کې د سولې په استاځي، د اقتصادي رفاه په مرکز او د دیموکراتیکو ارزښتونو روښانه مثال بدل شو.  د مولانا رومي د زیږیدو ټاټوبی اوس هم د مینې، سولې او هیلې پيغام وړاندې کوي. افغانستان به یووار بیا د مدنیتونو د دیالوګ په مرکز، او د همپالنې، زغم او پخلاینې د کلتور په یوه نمونه بدل شي.

ډاډمن یم چې د ځانبسیاینې او اصلاحاتو په برخو کې زموږ پلانونه او پروګرامونه به د نړیوالو شریکانو په ملاتړ، زموږ د بشپړ ظرفیت او توان ترلاسه کېدلو ته لاره هواره کړي.

له تاسو څخه مننه کوم