ویډیو

افغان او امریکایي پوځي چارواکي د افغان او امریکایي ځواکونو د ګډو عملیاتو په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې رسنیو ته معلومات ورکوي

 

شهید محمد شیفیق شخصیت او کارنامو څخه د نمانځنی په بین المللی سمینار کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین ربانی د وینا بشپړ متن پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 22 مرغومی 1395 ساعت 11:15

بسم الل الرحمن الرحیم
ونحمده ونصلی علی رسوله الکریم و علی آله واصحابه اجمعین
اما بعد،قال الله تعالی : من المومنین رجال صدقوا ما عاهدو الله عیه فمنهم من قضی نخبه ومنهم من ینتظر وما بدلو تبدیلا
ښاغلی دکتور محمد اشرف غني، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس؛ دکابینې وزیرانو او درنو غړو ، ملي شورا کې دخلکو درنو استازو، محترمو سفیرانو او کورديپلوماتیکو استازو، علم پالونکو پوهانو، ډېر درانه میلمانو چې له بهره راغلي دي، په تېره بیا د مصر عربی جمهوریت ازهرشریف پوهنتون څخه ډاکټر عفاف زیدان، د شهید محمد موسی د درنې کورنۍ غړو ، په بهرنیو چارو وزارت کې زما ښاغلو همکارانو؛
السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!
د هیواد د پخوانې صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شهید محمد موسی شفیق له شخصیت او کارنامو څخه د نمانځڼې په بین المللی سیمینار کې تاسو ټولو قدرمنو مېلمنو ته ښه راغلاست وایم.
په پېل کې «د شهید محمد موسی شفیق شخصیت او کارنامو څخه د نمانځنې بین المللی سیمینار » دایرولو کمیسیون کې شاملو غړو او خپلو همکارانو څخه چې د جمهوری ریاست محترم مقام د حکم پر اساس ېې د دغه مخکښ دولتوال علمي انسان او له پوهې برخمن وتلي سیاستوال د زوړکړې د نوییم کالورځې په مناسبت خورا زیار ګاللی دی د زړه له کومې مننه څرګندوم.


درنو میلمنو!
هغه ملتونه چې خپلو او د نورو تاریخونو په ځير او انتقادي مطالعه نکوي ، او له تېرو تجربو زدکړه نکوي تل به د تاریخی ترخو تجربو محکوم وي او د بریاو خوند او خواږه به ونڅښي.
د یوه همداسې لید لوري له امله ده چې د هیواد د یوه ځلانده علمي اوسیاسي شخصیت د درناوي او پېژندګلوی په خاطر اوستۍ سیمینار دایر کړی دی.
دغه سیمینار، هغه فرصت او بستر دی څو د شهید محمد موسی شفیق شخصیت بیلابیلو اړخونو د پېژندګلوی ترڅنګ د افغانستان د پخوانۍ حکومتوالی او بهرني سیاست په اړه هم ځير او کره کتونکی علمي نظر ولرو.څو د بین المللی اړیکو په ډګرونو کې د خپلو تېرو تعاملاتو له څرنګوالي څخه ژور شناخت ترلاسه کړو.


ټېر مهال ته د علمي کتنې په مټ او د هیواد د بهرني سیاست او اړیکو د کابو یوې پېړی له خوږو او ترخو تجربو مطالعې څخه ارزښتمن درسونه ترلاسه کوو چې هغې ته په پاملرنې سره کولای شو د خپلې راتلونکې لاري نقشه په ښه توګه انځور کړو.
شهید محمد موسی شفیق او د هیواد د نورو سپېڅلو او نیک نومه څېرو نمانځنه ، یوازې د هغو د یادولو په خاطر ندي بلکې دغه شانې نمانځنې به هغه مهال ګټورې وي چې د دغو شخصیتونو لیدلوري او کارنامې ژورې اوعلمي مطالعی لاندې ونیول شي ځو له هغوی څخه ښوونیز درسونه واخېستل شي.
شهیدمحمد موسی شفیق، د افغانستان د معاصر تاریخ تلپاتې څېرو له ډلې ده چې پدې سیمینار کې د ده د شخصیت بیلابیل اړخونه او زاوېې به د پوهانو تر بحث او سپړنې لاندې ونېول شي.
هغه د دې ترڅنګ چې د ښه ذوق شاعر ؤ پیاوړی لیکوال هم ؤ. ، د لوړو خیالونو او هسکو الوتنو روح خاوند ؤ د یوه ژمن حقوقدان او څک او تیزهوشه سیاستوال په توګه او د پوهې او زړورتیا له پلوه د خپلو هم دورې سیاسي شخصیتونو ترمنځ بی سارۍ ګڼل کېده.
شهید محمد موسی شفیق، په یوې فقیه او علمي او اسلامي ارزښتونو ته په باوري او ملتزمه کورنۍ کې پالل شوی ول .او د ده د شخصیت جوړونکې بنسټ په یوه سالم کورني چاپېریال کې پخې ریشې لرلې او همدې لامله او د شرعي علومو په حوزه کې د ده پوهه د ده د اسلامې افکارو او اندواند په رغونه او شکل میندلو کې ډېره زیاته اغېزه درلوده .


دی هماغه شان چې یو بریالۍ مدیر ؤ ، په اسلامي اصولو او عقایدو او ملي ارزښتونو باندې باوري او ملتزم عالم هم ول . په همدې دلیل وروسته د غوایه له زولنې کودتا څخه ، د جنایتکارو کمونیستانو له خوا، یو شمېر نورو علمي او ملي اسلامی څېرو سره یو ځای ،لدې ډلې شهید استاذ غلام محمدنیازي ، د داود خان جمهوریت دورې د عدلېې وزیر شهید استاذ وفی الله سمیعي په ګډون ،په خورا مظلومیت په شهادت ورسید.
د دې تر څنګ چې شهید محمد موسی یو سیاسي شخصیت ؤ، په فارسی او پښتو ژبو د منظومو او داستانې آثارو په بنځنې سره ېې خپل نوم د افغانستان د ادبیاتو په تاریخ کې هم په جوت او ځلیدونکي لیک درج کړی دی او پدې سیمینار کې به د ده ادبی کارونه هم هرومرو مطالعې لاندې ونېول شي.


درنو حاضرینو!
نن ، مونږ د اساسی قانون د نمانځنې په اونۍ کې ، د شهید محمد موسی شفیق د زوکړې د نوییمې کلیزې نمانځنه کوو چې دی دهغې دورې د ډموکراسۍ د لسیزې او د اساسي قانون د تصویب ډلې یو اغیزمن شخصیت ؤل.
ولسواکۍ په اړه د هغه ټینګ او کره باور د دې لامل شو چې د دموکراسۍ لسیزې په ترڅ کې فعال رول ولري او په همدې دلیل د ۱۳۴۳ لمریز کال د اساسي قانون د تدوین په لویه جرګه کې د دغې لوېې جرګې د منشي په توګه د دموکراسۍ لسیزې د اساسي قانون په تدوین او تصویب کې غوره رول درلود .


شهید محمد موسی شفیق، هم د بهرنیو چارو وزارت د تصدی په دوره کې او هم ېې د عظمی صدارت د تصدی په دوره کې، د ښې حکومتوالۍ او خلکو ته د خدمت په لاره کې او دغه راز د بنسټونو په رامنځ ته کولو کې هدفمن کارونه تر سره کړل او سیمې څخه د ژور درک او شناخت په مټ ، د افغانستان د اړیکو د رغونې او ښه کېدو په لاره کې اوچت ګامونه واخېستل.


د سیمې په کچ په تېره بیا دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان سره د باور جوړولو او د لالچ راښکته کولو لپاره د ده هدفمن او هیښې هوښیاره هلې ځلې، د هغه د سیاسی هوښیارتیا او ځېرکتیا نښه وه. ده د ستونځمنو خو بریالیو مذاکرو له لارې د ۱۳۵۱ لمریز کال د کب میاشتی په دوه ویشتمه ایران لوري سره د هیلمند د اوبو معاهده لاسلیک کړه.
دغه معاهده ، یو لوی بریالیتوب ؤ چې افغانستان لاسلیک کړی او باور لرو چې د هیواد د ډېپلوماسۍ دستګاه په اوسنیو شرایطو کې هم د هیواد د بهرني سیاست د موخو پرمخ وړلو په لاره کې د ښې وړتیا خاوند دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه بډایه تجربو پر مټ چې پدې دستګاه کې شتون لري په وروستی یوه نیمه لسیزه کې، د ریکا او آسیا زړه په څېر د سیمه ایزو بهیرونو په اډانه کې او همدغه شان د سیمې هیوادونو سره د دوه اړخیز او څو اړخیزو پروژو په چوکاټ کې ، اقتصادي ، سیاسي او امنیتي برخو کې سیمه ایزی لوېې برنامې د څو وروستیو کلونو په لړ کې د سیمې هیوادونو سره مطرح او تعقیب کړي دي.


مونږ ټول پدې دوو وروستیو کلونو کې د ډېرو مهمو پروژو د پېلولو شاهدان وو چې د هغوی ډېرۍ ېې د افغانستان د ډېپلوماسۍ په دستګاه کې طرحه او پرمخ وړل شوي دي او دا ټول ، پدې دستګاه کې د لوړ ظرفیت ښودونکې ده چې د دولت د مشرتابه په لږې لارښوونې او ملاتړ سره شوني ده چې لا هم ډېر ګټور او اغیزمن واقع شي.
درنو حاضرینو.‎، آغلو اوښاغلو!
شهید محمد موسی شفیق، د بهرنیو چارو وزارت او د لومړي وزیرۍ په دریځ کې ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور رامنځ ته کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.
هغه کار چې د ملي یووالي حکومت هم هغه تر لاس لاندې ونېوه. او په فعالی دېپلوماسۍ سره ېې ، د سیمه ایزې باور جوړونې او د سیمې د هیوادونو د ګډو اقتصادي ګټو د تعریف په لاره کې عملي او رغوونکې ګامونه اوچت کړل ترڅو افغانستان د بډوالي او تقابل پرځای د ګډو ګټو د یوځای کيدو په محل او د سیمې د ترانزیټ او سوداګرۍ په څلور لاره بدل شي.
ښايي ځينې وانګېري چې په سیمه کې پر ننګونو برلاسه کېدو لپاره د افغانستان هلې ځلې ژر ثمر ورنکړي ، خو زمونږ باور دا دی کېدی شي چې د ډېپلوماسۍ کړنې سستې وښکاري خو اغیزې ېې تل ژورې ،ټیکاومن او پایښتمنې دي.
مونږ باور لرو چې د سیمې هیوادونه له بل وخت زیات د ګډو ننګونو او ګواښونو باندي بریالیتوب په لاره کې همکاریو ته اړتیا درک کړې او مخکې زیات ېې د همکاریو زمینه چمتو کړېده.


درنو حاضرینو!
پدغه سیمینار کې چې د افغانستان د معاصر تاریخ یوه نومیالی دولتوال او وتلي ديپلومات کارنامو څخه د یادولو په مناسبت دایر شوی دئ د دېپلوماسی دستګاه ځواکمنېدو او دغه راز د بهرنی سیاست د موخو په لاره کې د بریالیتوب لپاره د څو ټکو یادونه د یادولو وړ بولم :
لومړی ؛ بین الملل ډګر کې د افغانستان د ملي ګټو وړاندې بېولو په لاره کې د لا ډېر بریالیتوب لپاره ، هماغه ډول چې سیاست جوړونې او بهرنیو اړیکو جوړښتیزه کولو ته اړتیا ده، دغه شان اړینه ده چې د کورني سیاست عاملانو ترمنځ ویساینه او ژور ملي باور او اجماع رامنځ ته شي. تر څو مونږ وتوانیږو د ملي قدرت په ملاتړ او په زیاتې ځواکمنتیا او جسارت بین الملل ډګر کې حضور ولرو.
دوهم؛ زمونږ په ژوند پېر کې په سیمه او نړۍ کې تحولات ډېر چټک او پېچلی دی او بین الملل اړیکې نویو علمي کاری لارو او نسخو ته اړتیا لري.
پدې برخه کې ، دبهرني اړیکو او سیاست ډګر پوهان مسولیت لري پدغه برخه کې د علمي لورلید او ادبیاتو په رامنځ ته کولو لاس پوءې کړي څو د هیواد د ډېپلوماسۍ دستګاه لدغو لارښودونو څخه ،ګټه واخلي .
هیله من یو چې بهرني سیاست او بین الملل اړیکو په حوزه کې د نظرخاوند شنونکې او لیکوالان څه پدې سیمینار کې اوڅه لدې وروسته ، مونږ سره د دغو تشو په ډکونه کې ملتیا وکړي.
اقول قولی هذا، استغفرالله لی ولکم ولسائرالمسلمین
السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته