ویډیو

 

 

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت د پوهنې وزارت پیغام پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 06 مرغومی 1395 ساعت 11:48

اوه دېرش کاله پخوا (د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په ۶ مه) د آزاد او خپلواک افغانستان د سپېڅلې خاورې حریم د پخواني شوروي اتحاد د داسې ګڼ شمېر وسله والو ځواکونو تر مخامخ یرغل لاندې راغی، چې پر پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال وو.
په همداسې یوه ورځ د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو زرګونو نظامي ځواکونو زموږ پر خاوره یرغل وکړ او د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې یې ستراتیژیک مرکزونه اشغال او زموږ د هېواد لپاره یې ګڼې ناخوالې او بدمرغۍ پر ځای پرېښودې. د همدې یرغل له کبله زموږ د هېواد بنسټیزې زیربناوې لکه اقتصادي او عام المنفعه تاسیسات وران شول او زموږ د هېواد او ملت معنوي بنسټونو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واوښتل.
خو د دې خبرې یادونه باید په ویاړ سره وکړو، چې زموږ په خاوره د شوروي اتحاد دغه بې شرمانه یرغل زموږ د آزادي خوښونکو او مجاهدو پرګنو له سخت مقاومت سره مخ شو او زموږ د ټولنې وګړو د «الله اکبر» په نارو سره د هغه مقابله وکړه او نارینه او ښځینه افغانان د جهاد او مبارزې د سنګرونو په لومړیو کرښو کې ودرېدل. افغانانو اجازه ور نه کړه، چې د شوروي اشغالګر ځواکونه خپلو شومو موخو ته و رسېږي او دوی یې له شرمېدلې ماتې سره مخ کړل او په ټیټ سر له افغانستان څخه وتلو ته اړ شول. په دې ترتیب زموږ اتل او مجاهد ملت د یو واحد او ځواکمن ملت په توګه خپل یووالی او اتلولي ثابته کړه او نړیوالو ته یې دا حقیقت په ډاګه کړ، چې افغانان که څه هم چې کورنۍ ستونزې به لري، خو د بهرني یرغل لپاره یو موټی دي او یرغلګر غلیم ته غاښ ماتونکی ځواب ورکولی شي.
ویاړم، چې د خپل ځان له طرفه او د پوهنې وزارت په استازیتوب د افغانستان مجاهد او اتل ولس ته د هغې ورځې په مناسبت مبارکي ووایم، چې د نړۍ خلکو ته یې د آزادۍ او خپلواکۍ درسونه ورکړي دي. همدارنګه د خدای (ج) له مهربانه دربار څخه هغو نوم ورکو شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه کوم، چې د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتلو په لاره کې یې خپل سرونه نذرانه کړي او د هېواد د آزادۍ بڼ یې په خپلو وینو خړوب کړی دی.
له دغه تاریخي فرصت څخه په غنیمت باید یادونه وکړم، چې د یوې ټولنې د وګړو واقعي په ځان بساینه هغه مهال شونې ده، چې د پوهنې پرمختللی او په لوړو معیارونو سمبال نظام ولري. داسې نظام چې د اسلام د سپېڅلي دین د ارزښتونو او اصولو له مخې د ټولنې هر ډول علمي او اکاډمیکو پرمختګونو ته مثبت ځواب له ځان سره ولري. نو له همدې کبله لازمه ده، چې د خپل پوهنیز نظام څخه هراړخیز ملاتړ وکړو او د خپلو دوامدارو مرستو په وسیله خپل ځانونه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د هغه حدیث شریف د هدایت له مصداق سره برابر کړو، چې مومنانو ته د جاري صدقاتو لارښوونه کوي.
تل دې وي د افغانستان د واحد او مسلمان ملت آزادي، خپلواکي او نه ماتېدونکی پیوستون

په درناوي
ډاکټر اسدالله محقق
د پوهنې وزارت سرپرست