ویډیو

 

 

د افغانستان دیپلوماتو ښڅو ټولنی د پرانيستلو په مراسموکی د بهرنیو چارو وزیر وینا پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
چهارشنبه 12 لړم 1395 ساعت 09:42

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم و علی آله و اصحابه اجمعین !

د ملي وحدت حکومت محترم اجراييه رئیس ښاغلی ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله؛ د هیواد لومړۍ مېرمن آغلئ رولا غني، محترم قاضي القضات او دعدلېې محترم وزیر

دملی شورا درنو غړو

کور ډېپلوماټیکو ښاغلیو میلمنو ؛

حکومتي ادارو محترمو استازو او د بهرنیو چارو وزارت محترمو همکارانو !

السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

په پېل کې ، د بهرنیو چارو وزارت د ښځو دبشري حقونو او بین المللي چارو ریاست له نوښت څخه او هغه نوري آغلې چې د «د افغانستان ډېپلوماتو ښځو ټولنې» په تاسیس کې ېې فعال نقش درلودلی په ستایلو سره ، د دغې ټولنې تاسیس هغوی ته مبارکی وایم .

درنو میلمنو !

د افغانستان بین المللي ژمنو څخه یوه ژمنه او دغه شان د ملی وحدت حکومتد کورني سیاست پنځنې یوه مهمه مولفه، ښاروندېتوب خپلو اساسي او بنیادی حقونو ته لاسرس لپاره د هلو ځلو ترڅنګ، د هیواد د سیاسی قدرت او اداری نظام په جوړښت کې د دوی مقام لوړولو ته ځانګړې پاملرنه جوړوي.

اساسي حقونوته د ښځو له لاسرسی او د هیواد د سیاسي او اداري نظام په اډوانه کې د دوی د مقام لوړولو لپاره له کار څخه زمونږ موخه د نړیوالی ټولنې د همکاریو راجلبول او مسئلې ته پروژه يي نظر لورۍ نده ، بلکې د یوه اسلامي هیواد په توګه د افغانستان د سیاسي نظام په لرلید کې ژوره ریشه لري .

یانې داچې، د اسلام مبین دین ښځو لپاره انسانی اساسی او بنیادی ټولو حقونو ته د تحصیل کار او مالکیت د حق په ګډون په ټينګه او پرلپسې تاکید کړی او مونږ هم دیوې اسلامی ټولنې په عنوان د هغه په رعایتولو مکلف یاستو .

همدغه راز د د ملګرو ملتونو دپايښتمنې پرمختیا یوه اصلی موخههم دجنسیتي برابرس بحث دی چې مونږ هم د نړیوالې ټولنې د فعال غړي په عنوان ، که غواړو پایشتمنې پرمختیا پر لور ګام واخلو ، پدې برخه له کار پرته ، سوکالی او پرمختګ ته لاسرسۍ شونی نده .

ټول پوهیږو چې د یوه هیواد او یوې ټولنې انساني ځواک ، په نننۍ نړۍ کې دیوه هیواد اقتصادي ودې او پایشتمنې پراختیا لپاره یو اصل او ډېره پانګه شمېرل کیږي..

کومه ټولنه او هیواد چې غواړي اقتصادي ودې او پایښتمنې پرمختیا ته لاسرسۍ ومومي خو خپلې انساني سرچینی په اړه چې لدې دلې نیماېې نفوس ېې ښځې جوړوي پانګونه له پامه غورځوي ، په حقیقت کې له پرمختیا سم درک او پوهه نلري او هیڅکله به هغې ته ونه رسیږي.

درنو حاضرینو !

د افغانستان د دېپلوماتو ښځو ټولنه به ، د هیواد د بهرني سیاست له دستګاه سره مرسته وکړي څو پدې دستګاه کې د ښځو حضور ، هم کمې پلوه او هم د کیفیت او په تصمیم نېولو کې د دوی د اغیز پرېباسنې له مخې ، لا ډېر شي.

څو ټکي غواړم درنو مېرمنو خدمت ته په تېره بیا بهرنیو چارو په وزارت کې خپلو همکارانو ته عرض کړم.

دافغانستان میرمنی ، یوازې پدې بسنه ونکړي چې په دولتي قوانینو او لوایحو کې مثبت تبعیض هغوی ته په پام کې نیول شوئ دئ او نباید د دې مثبت او قانونمند تبعیض سمبولیک مقام ته په لاسرسۍ بسنه وکړي.

هغه شان چې په ګډه توګه ښځو په وړانډې بډوالو ته د ټولنې په بیلابلو برخو کې د ښځو د نقش بی اغیزه کولو اجازه ورنکړو جدي ضرورت دی څو ښځې هم لدې قانوني مثبتو تبعیضونو څخه ، د یوه فرصت په توګه خپلې مدیریتي او مشرتابه ځواکمنیو ځواکمنولو او ښودلو لپاره کار واخلي.

زه پخپله د ډېپلوماسۍ په دستګاه کې د ښځو په فعاله او اغیزمنه ونډه باور لرم او هغې ته ژمن یم او د همدې ژمنې پر اساس هم وو چې آغلې عادله راز مې بهرنیو چارو وزارت اقتصادی معینی په عنوان وړاندیز کړه. او دامهال د هیواد د ډېپلوماسۍ دستګاه په رهبری پلاوي په ترکیب کې فعاله ونډه لري .

لکه سویس ، انډونیزیا ،کاناډا او ناروې په څلورو مهمو هیوادونو کې د افغانستان څلور سفیران ښځې دي. هیله من یو څو هغو میرمنو ته چې په بهر او یا هیواد کې د ننه په مهمو ډېپلوماتیکو بستونو کې کار کوي ، د هیواد د دېپلوماسۍ دستګاه برنامو کامیابیدو لپاره هم اوچت نقش ورکړو .

درنوحاضرینو!

د هیواد بهرنی سیاست دستګاه کې د ښځو د نقش ځواکمنولو ګټه دا ده چې له یوې خوا ښځې د ټولنې د ارزښتمن انساني ځواک په عنوان کاري بوختیا مومي او له بلې خوا ، نړیوالې ټولنې او بین الملل نظام کې د افغانستان بین المللي دریځ او مقام ته زیات اعتبار ورکوي .

په خواشینۍ سره په اوسنیو شرایطو کې ، یو شاخص چې له مخې ېې په نړیوله کچه پېژندل کیږو ،د افغنستان د ښځو افسوسناک او تاوتریخالي ډک وضعیت دی .ټول پدې پوهیږو چې په تاوتریخوالي محکومه او له ټولو اساسي حقونو محرومه ښځه ، د افغانستان د ټولې ښځې انځور او د دې ټولنې ټول حقیقت نده ، بلکې یوه برخه ېې ده.

تېرمهال کې هم همداسې وه او هیڅکله داسې نه وه چې د دې ټولنې نارینه خپلو اساسي حقونو ته لاسرسۍ درلودلی وي او ښځې له هغه محرومې پاتې وي .

د افغانستان په تېرو وختونو کې د یوې هغې ټولنې په عنوان چې ډېرۍ وګړي ېې له اساسي حقونو محروم وو په غوڅه توګه ښځې هم ترډېره بریده تبعیض لاندې واقع شوي او اساسی حقونه ېې ضایع کېدل.

خو په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې ، حالاتو کې د کتو وړ بدلون راغلی او ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د آمارو د ارقامو ترڅنګ ، که چېرې تاسو هغه آمارو ته د هغه شمېر نجونو په اړه چې ښوونځیو او پوهنتونو ته ځي ، روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسۍ ، هغه شمیر ښځې چې په دولتې او نادولتي ادارو کې حتی د هیواد په ډېرو لرو پرتو سیمو کې کار کوي وګوری ، ټول د یوه مثبت بدلون ښکارندويي کوي .

ښځو له خوا د څلورو مهمو او کلیدی وزارتونو له مشرتابه سربیره، د افغانستان د ملی شورا په دواړو اتاقونو کې او عدلی فضايي بنسټونو کې د ښځو حضور دسیمې په کچه بی ساري ده ،

امنیتی ځواکونو په لیکو کې د ښځو حضور حتی د ځانګړو ځواکونو په قطعاتوکې او د دې ځواکونو په پېچلو عملیاتو کې د دوی ګډون ، ډېرې مثبتې نښې او نښانې دي چې ترې انکار کېدی نشی.

سره د دې ټولو ، په ډېر افسوس ، خو هغه انځور چې د سوداګریزی تبلیغاتی دم او دستګاه له لورې په ناپوهی سره ننداری ته ښودل کیږي ، د افغان ښځمنې د خشونت ځپلي حالت په اړه له منفی پلوه غټ ښودل شوی انځور دی .

هو ! خشونت شته دی او دا یو حقیقت دی او باید د دې رټلي کار د ریشو وچولو لپاره ، د هغه لاملونه په ډاګه او بربنډ شي. خو تر هغه بریده غټ ونښودل شی چې د حقیقت هغه بل مخ چې د ښځو لاس ته راوړنې او پرمختګونه دی ، د منفی تبلیغاتو د توری لړی تر شا پټ پاتې شي .

په همدې دلیل زه باور لرم چې د بهرنیو چارو په وزارت په دستګاه کې د شځو اغیزناکه او فعاله ونډه ، په نړیواله کچه کې به د دغه نظرلوری له بدلون سره د کتو وړ مرسته وکړي.

ډېپلوماتو ښځو په ټولنه کې درنو مسولانو او همکارانو!

تاسو دنده لری څو له یوې خوا دېپلوماتو ښځو ته برابرو فرصتونو رامنځ ته کولو په برخه کې او د هغوی شغلی امنیت او دکاري محیط امنیت ته پاملرنه کې بهرنیوچارو وزارت سره مرسته وکړی .او بله خوا بایده ده دیپلوماتې ښځې وهڅوی او هغوی ته لارښوونه وکړی چې څنګه خپلې مدیریتي او د مشرتابه ځواکمني غښتلې کړي او د هیواد په ديپلوماسۍ دستګاه کې خپل ځانګړی مقام ومومي.

په پای کې یو ځل بیا د دې ټولنې په پرانیستو کې د هغې غړو ته د مبارکی ویلو ترځ کې غواړم ټینګار وکړم چې د دې ټولنې کار یوازي د پرانېستو په برید کې پاتې نشي بلکې د ښځې دېپلوماتیکو اغیزمنتیاو کچې لوړېدو لپاره کار وشي او د هغې غړي ، کومې موخې چې ېې ټاکلي دي ، تعقیب او وپلټي.

او مونږ دغه ژمنه کوو چې د بهرنیو چارو وزارت به ټاکل شویو موخو ته رسیدو لپاره په ټینګه ستاسو تر څنګ او ملاتړی وي

السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته