ویډیو

 

 

په زابل کي د ملي ټلویزون د خبریال یعقوب شرافت پر شهادت د اجرائیه رئیس پیغام پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
دوشنبه 26 تله 1395 ساعت 13:27

کابل افغانستان : له بده مرغه، چي د افغانستان یو بل رښتینی، وطن دوست او پر خلکو مین بچی، محمد یعقوب شرافت د ابد لپاره تور زړو دښمنانو له موږ څخه واخستی.
یعقوب شرافت د یوه خبریال په توګه تر خپلو خلکو او ټولني پوري د حقایقو په رسولو کي مرسته کول او د عدالت لپاره یې هڅي کولې.


شهید شرافت په پوره ایماندارۍ، مینه او پاک زړه د هیواد د یوې مهمي برخي د هېر سوي ولس ږغ رساوه. شهادت یې د بیان د ازادۍ ترڅنګ، د هماغې ساحې ولس ته لویه ضایعه ده.
زه پر هغه باندي برید په کلکه غندم، کورنۍ او خواخوږو ته یې تسلیت وړاندي کوم او د هیواد د مطبوعاتو له لويي او زحمت کښي کورنۍ سره په دې غم کي ځان شریک ګڼم.
پر ښاغلي شرافت برید د ټولو اسلامي، افغاني، کلتوري او انساني اخلاقو خلاف کار او د نړۍ په هر دین او مذهب کي غندل سوی دی.


ددې پېښې تر خبر اورېدلو وروسته مي ټولو اړوندو کشفي او امنیتي ادارو ته وظیفه ورکړې، چي دا پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته را کش کړي.
د شهید شرافت روح دي ښاد او یاد دې تلپاتی وي.
پر ګور او کور دې نور سي!
ډاکټر عبدالله عبدالله