ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

مالیې وزیر د بروکسل په کنفرانس کې خپله وینا واورول پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
پنجشنبه 15 تله 1395 ساعت 10:07

د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د تلې میاشتې په ۱۴ مه د بروکسل کنفرانس ګډونوالو ته وینا وکړه او په مهمو مسایلو یې معلومات ورکړل.
مالیې وزیر وویل چې زه ډاډمن یم چې په بشپړه زیار، کلکې ژمنې، ولس په ملاتړ او د نړیوالو په مرسته د افغانستان څخه یو پرمختللی هیواد جوړولی شو. ده د افغانستان د خلکو په استازیتوب له نړیوالې ټولنې څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
مالیې وزیر د ناستې ګډونوالو ته د ملي عوایدو، ملي بودجې، نړیوالو مرستو او د ځان بسیاینې پر لورې د افغانستان پر پلانونو رڼا واچوله. ده د افغانستان راتلونکی لرلید څرګند کړ چې موږ به یو پرمختللی، ولسواک، پر ځان بسیا او له فساد او تاؤتریخوالي څخه پرته یو افغانستان ولرو.
مالیې وزیر د سیمه ئیزو اقتصادي همکاریو په لړ کې د ټاپي، کاسا، ریل پټلۍ او نورو مهمو پروژو ته اشاره وکړه چې د سیمې په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.
اکلیل حکیمي د دولت ژمنه تکرار کړه چې افغانستان به د ټولو افغانانو له پاره د ژوند کولو یو مناسب ځای جوړوي.