ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د خاقان عباسي څرګندونې او د پاکستاني چارواکو مذبوحانه هڅې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ع. ا. پیغام   
يكشنبه 02 تله 1396 ساعت 14:55

د افغانستان په اړه د امریکې د نوي تګلارې له اعلان وروسته پرپاکستان د نړیوالو په تیره بیا د امریکې فشارونه ډیر شوي او پاکستان ته په مستقیمه توګه ګوت څنډه نه شوې چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او پخپل هیواد کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي.
د اګست په ۲۱مه د امریکې ولسمشر ډونلد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د اعلان پرمهال پرپاکستان تور پورې کړی وو چې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکايي، افغان او نړیوالوځواکونو بریدونه کوي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې وویل، د افغانستان د جګړې د پای ته رسیدو لپاره پاکستان ملامتول او په دغه هیواد تورونه پوري کول خواشینوونکی کاردی.


عباسي په ښکاره په امریکا تور پوري نه کړ خو د افغانستان او سهیلي اسیا په اړه یې د دونلد ټرمپ نوي تګلارې ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان شخړه هیڅوک له پوځي لارې نشي هوارولای.
خاقان عباسي هغه تورونه رد کړل چې ګواکي هیواد یې ترهګرو ته پټن ځایونه ورکوي. هغه ویلي چې د طالبانو پټن ځایونه په پاکستان کې نه بلکې د افغانستان په هغوسیموکې دي چې د طالبانو تر ولکې لاندي دي.


پوښتنه داده چې آیا د پاکستان صدراعظم پخپلودغه راز غولوونکوڅرګندوونو کولی شي چې ځان د نړیوالو له تورونو او ملامتیا نه وژغوري؟
شنوونکي په دې اند دي چې پاکستاني چارواکي په دغه راز مذبوحانه هڅو او څرګندونو نشي کولی چې له دې زیات د نړیوالو په سترګوکې خاوري وشیندي. د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه کې د پاکستان له دروغو ډک دریځ او د ترهګرو نه د افغانستان پروړاندي د یوې وسیلې په توګه د ګټې اخیستو کرغیړنه کړنلاره اوس افغانانو او نړیوالو ته بربنډه شوی ده.


ان په پاکستان کې ملي ګوندونه، مدني ټولني، ازاد شخصیتونه او د پاکستان ولس د افغانستان پروړاندي د پاکستان د ناوړو تګلارو په ماهیت پوهیدلي او په پاکستاني رسنیوکې داسې بحثونه کیږي چې د افغانستان پروړاندې د پاکستان د تګلارو سخته غندنه کوي او دا چاره د خپل هیواد په زیان بولي.
پاکستان اوسمهال نه یوازې د نړیوالو سترو فشارونو سره مخ دی بلکې د خپل لنډ تاریخ په اوږدو کې له داسې انزوا سره هیڅکله نه و مخ شوی. دې حالت پاکستاني چارواکي سخت اندیښمن کړي او له دغه حالته د وتلو په خاطر یې هراړخیزي او مذبوحانه هڅې پیل کړي ترڅوځان د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هیواد له توره وژغوري، خو حالاتو بدلون موندلی نړیوال ذهنیت د پاکستان په ګټه نه دی ، د هرې ورځي په تیریدو پاکستان لا زیات د انزوا لور ته روانیږي.


که چیري پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي او په خپل هیواد کې د ترهګرو ټول پټن ځایونه اوځالي له منځه یونسي د نړیوالو له سترو غبرګونونو او لا زیاتې انزوا سره به مخ شي.
بلخوا په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د صدراعظم په وینا سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد دنړۍ نه د منزوي کیدو په لور پرمخ روان دی.
حسین حقاني په واشنګټن کې د خاقان عباسي خبرې رد کړي او پاکستان یې د سخت دریځو ځاله بللې چې افراطې او سخت دریځوډلو ته یې پناه ورکړې ده.


افغان ولسمشرښاغلي غني ویلي چې د پاکستاني مشرانو سره خبرو ته تیاردی چې دیوې پراخي مفاهمې له لارې اختلافونه حل شي او په سیمه کې سوله او ټیکاو رامنځته شي، ځکه د هغه په وینا د پاکستان سره په سوله کې په افغانستان کې د طالبانو یاغیګري پای مومي.
ښاغلي غني ویلي چې اوس پاکستان ته دافرصت ترلاسه شوی چې د خبرو له لارې ستونزي حل کړي او د تیرو اعمالو له تکراره ډډه وشي. هغه وايي: ((که پاکستان له دې فرصت نه ګټه وانخلي، فکر کوم سخت تاوان به وګوري ))
دغه راز د امریکې د متحده ایالاتو ولسمشر دونلډ ټرمپ ویلي چې که اسلام اباد د ترهګرو د پناه ځایونو پروړاندې اقدام ونه کړي، د امریکا متحده ایالات به چوپ پاتې نشي.
د پاکستان، سیمي اونړۍ حالاتو ته په کتو او د هغو هراړخیزو فشارونو له امله  چې پاکستان ورسره مخ دی پاکستاني چارواکي دې ته اړباسي ترڅو د شته ستونزوپه اړه دسلیم عقل پریکړه وکړي، پرخپلوسیاستونو غور وکړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي که نه نو پاکستان به د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ستر او نه جبیره کیدونکی زیان وګوري.