ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته او همکاري په هیواد کې د سولې او ټیکاو لامل ګرځي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
  
يكشنبه 02 تله 1396 ساعت 13:41

سوله او امنیت د هرې ټولنې د هر وګړي لومړنۍ غوښتنه ده، خو د افغانستان خلک له دې امله چې شاوخوا څلور لسیزې یې په نا امنیو او نا کراریو کې تیرې کړي له بل هر چا نه سرتاسري  سولې او ټیکاو ته ډیر لیواله دي.
په تیرو لسیزو کې د دغه هیواد خلک په بیلابیلو ډولونو ورټل شول ، ووژل شول معیوب شول او ملیونونه نور یې د خپلو مینو او کورونو پریښودلو ته اړ ایستل شول. تر ډیره د افغان دولت مخالفو وسله والو ډلو ولسي خلک په نښه کړل او هغوی ته یې پریمانه مالي او ځاني زیانونه واړول.


طالبانو او نورو وسله والو ډلو تل د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ولسي خلکو له کورونو سنګرونه او له خلکو نه یې د ډال په توګه کار اخیستی چې له همدې امله زیات زیانونه هم ولسي خلکو ته اوښتي دي. د امریکې د متحده ایالاتو په نوې ستراتیژۍ کې ټینګار شوی چې له دې وروسته به د مخالفینو ټول پټنځایونه په نښه کیږي او په دې برخه کې به نور له هیڅ ډول صبر او زغم څخه کار نه اخیستل کیږي.


نو لازمه ده چې خلک هم د سرتاسري سولې او ټیکاو د راوستو په موخه له حکومت او خپلو امنیتي او دفاعی ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي او وسله والو ډلو ته نوره اجازه ورنکړی چې د دوی له کورونو او مینو څخه دې د سنګرونو په توګه کار واخلي، هغوی دا رنګه کولای شي چې د وسله والو ترهګرو له فعالیتونو څخه د امنیتي ځواکونو نژدې مرکزونو ته خبر ورکړي او یا د ټیلیفونی کرښې له لارې پرې خبر کړي.


د هر افغان وکړی دنده ده چې د شکمنو کسانو او شکمنو کړو وړو په لیدلو سره نژدې امنیتي ادارې خبرې کړي، او پر دې خبره باید پوه وي چې د هغې جکړې ګڼ زیانونه همدوی ته اوړي چې د ترهګرو ډلو او سیمه ییزو استخباراتي کړیو له خوا د دوی پر خاوره کې تر سره کیږي. د دغو جګړو په ترڅ کې نه یوازې د دوی ښوونځي، روغتونونه، سړکونه، پلونه او پلچکونه ورانیږي، بلکې د دوی ماشومان او تنکي ځوانان له زده کړو بې برخې کیږي او ناروغان یې هم پخپل وخت سره د درملنې لپاره نه شي رسیدلای، له همدې کبله دا د خلکو دنده ده چې د خپلو عامه شتمنیو ساتنه وکړي او چا ته اجازه ورنکړی چې د دوی شتمنۍ په لوی لاس زیانمنې کړي.


د امریکې حکومت د اعلان شوې ستراتیژۍ په تړاو هوډمن دی، او د افغانستان د ټولو وسله والو مخالفینو د له منځه وړلو په کار کې به له ټولو شته امکاناتو ځینې کار واخلي. دا رنګه په دغو عملیاتو کې له هر ډول جنګي الوتکو او ان تر دې چې بي ۵۲ الوتکې به هم وکارول شي او ټول هغه پټن ځایونه به په نښه کړي چې وار له مخه د استخباراتي ډلو له خوا په نښه شویدي.


نو له حکومت او امنیتي ځواکونو سره د خلکو مرسته او همکاري خورا اړینه ده او له امله یې هم خلک خوندی کیږي او هم د دوی کروندې، کورونه او شتمنۍ به په امان کې پاتې شي، خلکو ته په کار ده چې د ترهګریزو فعالیتونو په لیدلو سره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زنګ ووهي او خپل ژوند او د خپلو ماشومانو راتلونکی وژغوري.
########