faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
ولسي ملاتړ د حاکمیت ځواک پیاوړی کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
عبدالاحد پیغام   
شنبه 07 زمری 1396 ساعت 16:35

افغانستان دټولو افغانانوګډ کوردی، له هیواد څخه ننګه او دفاع د هر افغان دیني او ملي دنده ده. ټولو افغانانوته لازمه ده چې په پوره یوالي داوسني حکومت تر شاه ودریږي او د حکومت سره یو ځای د هیواد د ژغورني ستره وجیبه ترسره کړي.
اوسمهال زموږهیواد له یوه نازک او حساس پړاوڅخه تیریږي. دجګړې دوام له یوې خوا د افغانانو ژوند تریخ کړی او له بله پلوه د هیواد دښمنان غواړي د هیواد ملي حاکمیت اود ولسونو ترمنځ اتحاد ته ګواښ پېښ کړي ترڅوپه هیواد کې د جګړې او نفاق لمن نوره هم پراخه شي.
افغانان د اوږدې جګړې له دوام نه ستړي شوي او دسولي غوښتونکي دي. دملي یوالي حکومت هم د خپل کار له پیله دولس سره د سولي ، امن او سوکالۍ د راوستو ژمنې کړې دي، خو دا چاره هغه وخت ترسره کیدای شي، چې ټول افغانان په یوه اواز د اوسني حاکمیت ترشاه ودریږي.او د روانې خونړۍ جګړې د دوام مخه ونیسي.


د اوسني حالت دوام نه افغان چارواکو او نه هم ولس ته دمنلو او زغم وړدی.حکومت په ټول توان هڅه کوي چې د جګړې او اوسني حالت د دوام مخه ونیسي. د سولي د تحقق په اړه د ملي یوالي د حکومت او په ځانګړې توګه د هیواد دولسمشر هڅې له هیچا پټي نه دي او داهڅي به دوام ومومي.
ښکاره خبره ده چې حکومت په یوازي توګه داهر څه نشي ترسره کولی، په دې اړه دولس او په هیواد کې دنوروسیاسي ډلو،ملي اومدني بنسټونوملاتړ ته هم اړتیاشته ترڅوپه یوه اواز، او یوالي دحکومت او نظام ترشا ودریږي اودشته ستونزومقابله وکړي.


په خواشینی سره باید ووایو چې د څه مودې راهیسي دحکومت پروړاندې د هیواد د یوشمیر سیاستوالو څرګندوني او غبرګونونه له یوې خوا په ولس کې اندېښنې راپیداکړي او له بلي خوا داډول دریځونه او د بیلابیلو ایتلافونو جوړول د ولسونویوالي ته سخت زیان اړوي ځکه د هیواد اوسني حالات سیاستوالو ته ښه څرګند دی هغوی ته نه ښايي چې په اوسنیو نازکو حالاتو کې هیواد نور هم د کړکیچ لوري ته ټیل وهي.


ولس دهیواد له زعامت، سیاستوالو،مدني فعالانو،وطنپالوشخصیتونواود هیواد له هرې سیاسي ډلې اوقشرنه داهیله کوي چې دهیواد د ژغورنې په خاطرټول قومونه او ولسونه پریوه ملي محورراغونډ کړي ترڅواوسنی حکومت وتوانیږي، چې د ټولو افغانانو په پیاوړي ملاتړاوسنیو ستونزو ته د حل معقولي لاري پیداکړي.


پرحکومت او د حکومت پرکړنوباندې نیوکه د هر افغان حق دی د سالمو نیوکو مخالفت هیڅوک هم نه کوي خو د انتشار، ګډوډۍ او د داسې لاریونونو او اعتراضونوترسره کیدل چې په کې انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي هیچاته دمنلو وړنه دي ځکه مدني او سیاسي اعتراضونه په خشونت نه بلکې د سیاسي تفاهم او ډیالوګ له لاري حل کیدی شي.


دوروستیو میاشتو لاریونونو، اعتراضونو او د یو شمیر سیاسي شخصیتونود ایتلافونو جوړیدل د ولس له سختو غبرګونونو سره مخ شوي ځکه په اوسنیو حالاتو کې چې موږ له دښمن سره به تاوده سنګر کې په جګړه لګیا یوو، دامناسبه نه بریېښي په دغسي حالاتو کې دي حکومت او نظام ته نورې ننګونې پیداشي او د حکومت پروړاندې دي د مخالفت یوه بله جبهه هم پرانستل شي.


له نیکه مرغه د وروستیو اعتراضونو او ایتلافونو د جوړیدوپه غبرګون کې د هیواد په بیلابیلو ولایاتوکې ولسي استازو، قومي مشرانود غونډو په جوړیدوسره د ایتلافونو او دغه راز اعتراضونوپروړاندي خپل مخالفت ښودلی او ددغه راز ایتلافونو جوړیدل یې د هیواد او ولس په زیان بللی دی.
څوورځې وړاندې دهیواد له ولسمشرسره په کتنه کې د لوی کندهاریوشمیرمشرانو او په ملي شورا کې د دغوولایتونواستازو ډاډ ورکړ چې دوی به په هیواد کې د سیاسي ثبات او ملي یووالي هڅې جاري ساتي او دسیاسي ثبات او ملي یوالي د لاټینګښت لپاره یې د مشرانومشورې او دولس اعتماد او ملاتړ ګټور وباله، هغوی په هیواد کې د ملي یوالي په ټینګښت ټینګار وګړ، زیاته یې کړه چې د تاریخ په اوږدو کې تل زموږ زړه سواندو مشرانو د ستونزو د حل لپاره ګډ کارکړی دی، هغوی جګړه او د سیمه ایزو ادارو کمزورتیا د شته ستونزو لامل وباله او وړاندیزیې وکړ چې د وضعیت د لاښه والي لپاره دي د خواخوږواو په کار پوه مشرانو له پوهي، وړتیا او تجربو څخه ګټه واخیستل شي.


دغومشرانو وویل د لوی کندهار مشران او ولسونه په ټینګ هوډ دملي یووالي حکومت ملاتړي دي او دوی به د امنیت د تامین او اصلاحاتو په برخه کې له حکومت سره خپلي هڅي شریکي کړي.


د یادولو وړده چې حکومت په یوازي توګه هرڅه نشي ترسره کولی، په دې اړه دولس ملاتړاو په هیواد کې دنوروسیاسي ډلو،ملي اومدني بنسټونو، قومي او ولسي مشرانوملاتړ ته هم اړتیاشته ترڅودیوه پیاوړي ځواک په توګه په یوالي دحکومت او نظام ترشا ودریږي اودشته ستونزومقابله وکړي.
ولس ته لازمه ده چې د اوسني حاکمیت بشپړه ننګه او ملاتړ وکړي ترڅو له یوې خوا په هیواد کې د سولې هڅې بري ته ورسیږي او د سولي په راتګ سره د حکومت له لوري سترې بنسټیزي پروژې پلې شي، ځکه د دغو بنسټیزوپروژو په پلي کیدوسره زموږولس سوکالۍ اوبسیاينې ته رسیدای شي په دې ستر کار سره موږ کولی شو خپلو ولسونو او راتلونکې نسل ته غوره میراث پریږدو او تاریخي ویاړ ترلاسه کړو.