ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د مشرانو ترمنځ پرملي مسایلو واحد نظر شتون لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د ستراتیژیکو اړیکو څانګه   
چهارشنبه 23 وری 1396 ساعت 13:14

د کړکیچ نړیوالې ډلې پخپل وروستي راپور کې د افغانستان په اړه ویلي چې: د ولسمشر غني او اجراییه رئیس ترمنځ د واک پر سر اختلافاتو د هیواد ثبات له پوښتني سره مخ کړی او د ملي یووالي حکومت دمشرانو د اختلافاتو له امله په قومي بنسټونو باندي مقررۍ ترسره کیږي.
په راپور کې راغلي چې دغه کار د افغانستان ټیکاو ته زیان اړولی او د ملي یووالي حکومت راتلونکی یې متزلزل کړی دی.


راپور کې خبرداری ورکړ شوی دی چې سیاسي اړخونو په ټولو امنیتي برخو کې نفوذ کړی چې دا کار امنیتي دندو ته زیان اړولی او د ترهګرۍ پرخلاف مبارزه یې له ننګونو سره مخ کړیده.
په راپور کې ویل شوي سره له دې چې پولیس اصلاحاتو ته اړتیا لري خو د حکومت مشران نه دي توانیدلي چې د پولیسو په لیکو کې د فساد مخه ونیسي چې داکارپه ۲۰۱۶ کال کې د ټول هیواد په کچه او په ځانګړې توګه په ارزګان ولایت کې د طالبانو د وړاندي تګ لامل ګرځیدلی دی.
په راپور کې راغلي چې له ټولو ستونزو سره په اقتصادي برخو کې پرمختګ شوی او اصلاحات رامنځته شویدي ، د اصلاحاتوپه پایله کې د مالیاتوپه راغونډیدو سره د کورنیوعوایدو کچه لوړه شویده ، د فساد پرخلاف ګامونه اوچت شوی خو د پخوا په څیر د کوردننه او بهر د دې چاري پروړاندي خنډونه لا پرځای پاتې دي.


دغه راز په راپور کې د حکومت دننه یو لړ ننګونو او خنډونو ته اشارې شویدي او د حکومت دننه د اصلاحاتو ورو بهیر ته ګوته نیول شوې ده.
د دغو ټولو نیوکو ترڅنګ په راپور کې ویل شوي چې د ټولو ستونزو او ننګونو ، او د حکومت جوړولو لپاره د اجماع کمزورتیا سره د ملي یووالي حکومت غوراوی ترټولو غوره لاره ښکاري.
د کړکیچ نړیوالي ډلي دغه راپور ته په کتو سره افغان چارواکي دیوشمیر ستونزو نه انکار نه کوي خو د راپور په اړه وايي چې د ولسمشر او اجراییه رئیس ترمنځ د هیواد پرلویوملي موضوعاتود نظر بشپړ یووالی شتون لري او د هیواد په کچه په لویو سیاسي او برخلیک جوړونکو مسایلو هیڅ راز اختلاف نشته ، هغوی دامني چې په ټیټه کچه شاید د اختلاف ځیني واړه مسایل شتون ولري خو هغه داسي لويي ستونزي نه زیږوي چې د هیواد ثبات او یا د ملي یووالی حکومت له ګواښ سره مخ کړي.


د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي تیره ورځ د ازادۍ راډیو سره په دې اړوند پخپله مرکه کې وویل چې : د هیواد په لویو مسئلو کې د حکومت د مشرانو نظر یو دی ، د هغه په وینا د انتخاباتو د قانون تو شیح او د الکترونیکي تذکرو د ویش د کار پیل هغه څه وو چې د حکومت د مشرانو ترمنځ د یووالي په پایله کې نهايي شول ، هغه زیاتوي چې د ملي یووالي حکومت مشران په ډیرو جنجالي مسایلو کې هم همکاري او تیریدنه کړې ده ، لکه د ټاکنو د قانون بحث ، د الکترونیکي تذکرو موضوع او همدارنګه د ټاکنو د کیدو مسئله ، دوی په شریکه ګډ کار کوي او په امنیتي او اقتصادي موضوعاتو کې د نظر یووالی شتون لري.


شنونکي په دې اند دي چې د ملي یووالي حکومت په داسې یوه کړکیچنه فضا کې د یوه ملي توافق په رڼا کې رامنځته شو چې د ولسمشرۍ د هغه مهال ټاکني له ننګونو سره مخ شوي وې چې پایله یې د ملي یووالي په حکومت د دوو ټاکنیزو ټیمونو توافق و.
دغه توافق په هغه مهال کې د ژغورني یوازنی لاره وه او د نړیوالو له لوري هم دغه توافق ومنل شواو د حکومت ملاتړ یې وکړ.


دوی زیاتوي چې د ملي یووالي حکومت هم د افغانانو او هم د افغان سیاستوالو لپاره یوه نوی تجربه وه ، او دغه راز تجربې طبعي دي چې په لومړیو وختونو کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ کیږي خو د وخت په تیریدوسره هر څه سم لوري ته حرکت کوي او اوس د دریو کلونو په تیریدو سره د ملي یووالي حکومت چې په کوم لوري روان دی هغه سم لوری دی او د هري ورځي په تیریدو سره حکومت په ستونزو بری مومي او لویوستونزو ته د حل معقولي لاري لټوي او د نړیوالو ملاتړ ترلاسه کوي چې اوس مهال افغان دولت په نړیواله کچه د لازم اعتبارڅښتن دی او د دغه اعتبار په پایله کې په څو نړیوالو غونډو کې افغانستان وتوانید چې د نړیوالو لازیات ملاتړ ترلاسه کړي او د نړیوالو سیاسي او مالي ملاتړ له ځان سره ولري.


د یادولو وړده چې اوس مهال افغانستان له دریو سترو ننګونو لکه ترهګري ، د نشه یی توکو کر او پراخ فساد سره مخ دی ، د ملي یووالی حکومت د خپل پیل نه تراوسه په بیلابیلو استقامتونو کې شپه او ورځ پراخي هڅي پیل کړي ترڅو د دغو دریو دښمنانوسره بې امانه مبارزه وکړي خو په دغه مبارزه کې حکومت د ولس ملاتړ او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري ، ولس د حکومت د هڅو په حقانیت پوه شوی او د خپل دولت ترشا ولاړ دی ، نړیوالو ته اړینه ده ترڅو د ترهګرۍ په دغه نړیواله مبارزه کې چې افغانستان یې په لومړي صف کې ولاړ دی هم له مالي اړخه او هم له سیاسي پلوه مرسته وکړي.
پوره باور دی چې د ملي یووالي حکومت به د خپل ولس په ملاتړ په ټولو هغو ناخوالو او ستونزو چې له کلونو کلونو دې هیواد ته په میراث پاتې دي په میړانه او سرښندنه مبارزه وکړي او په ټولو ناخوالو به بری ومومي.