ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د ولسمشر وروستی سفر د سوکالۍ زیری پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د ستراتیژیکو اړیکو څانګه   
چهارشنبه 16 وری 1396 ساعت 12:12

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د هیواد ولسمشر ژمنه کړې وه چې د هیواد بهرنی سیاست به په یوه فعال بهرني سیاست بدل کړي ، د همدې اصل پربنسټ یې په عملي توګه په هڅو لاس پوري کړ چې حکومت دیوه فعال بهرني سیاست څخه برخمن شي ، او د دغه کار په خاطر یې له ګاونډیو او د سیمي له هیوادونو ، اسلامي هیوادونواو د نړۍ له نورو سترو هیوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپراختیا لپاره هڅي ګړندی کړې او ډیرو هیوادونو ته یې رسمي او دوستانه سفرونه وکړل.


ولسمشر د حکومت د بهرني سیاست د پیاوړتیا او اغیزمنتیا لپاره په پنځوکړیو او استقامتونو کې هڅې پیل کړې چې د بهرني سیاست دغه پنځه کړۍ په لاندي ډول دي:
د ګاونډیانو سره د اړیکو رغول اوپیاوړتیا.
د سیمې له هیوادونو سره اړیکې او د دغو اړیکو لا پراختیا.
د اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا.
د نړۍ له سترو هیوادونو سره د اړیکو لا پیاوړتیا او پراختیا.
د نړۍ له لویو سازمانونو سره د اړیکو پراختیا.
د حکومت په دوه نیم کلنه موده کې ولسمشر د دغي ژمني د تحقق په خاطر بیلابیلو هیوادونو ته سفرونه وکړل او په عملي توګه یې په دې اړه اغیزمن ګامونه او چت کړل اوس زموږ بهرنی سیاست د پخوا په پرتله ډیر فعال او اغیزمن شوی دی ، اړیکي مو له پاکستانه پرته د ګاونډیانو او د سیمي له هیوادونو سره پیاوړي اوپراخي شویدي، دغه راز زموږ اړیکي د امریکې او نورو سترو هیوادونو سره لاپیاوړي شوي او دوه اړخیز باور تر پخوا لا زیات شوی دی ، دغه راز زموږ اړیکي د نړۍ له سترو نړیوالو سازمانونو سره د پخوا په پرتله په ډیر ښه حالت کې دي.
ډیری شنونکي د حکومت فعال بهرنی سیاست یو لوی بری بولي ، او زیاتوي چې د ګاونډیانو ، د سیمي له هیوادونو او د نړۍ له سترو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو سره زموږ اړیکي اوس د پخوا په پرتله ډیر پیاوړي شوي او افغانستان په نړیواله کچه خپل لازم اعتبار ترلاسه کړی او د نړیوالو د پاملرني په محراق بدل شوی دی.


د دغو هڅو ترڅنګ د ولسمشر وروستی سفراندونیزیا ، استرالیا او سینګاپور ته د تیرو هڅو په دوام یوه بله  پر ځای هڅه ده  چې د حکومت د بهرني سیاست د پنځو کړیو څخه یوه کړۍ شمیرل کیږي، او دغه هیوادونه زموږ په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.
استرالیا د یوه پرمختللي هیواد په توګه موږ ته د اهمیت وړ ځای لري ، د نړیوالوځواکونو په ډله کې استرالیا هغه هیواد دی چې پوځیان یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرخلاف دنده لري او د ارزګان ولایت د امنیت دنده ورته سپارل شوې ده او اوس هم د دغه هیواد یو شمیر ځواکونه د امنیت ساتلو دندي ترسره کوي ، بل پلو استرالیا یوه لویه قاره ده چې د کرني له اړخه یې ډیره وده موندلی ده ، افغانستان کولی شي له دغه هیواد سره خپل اړیکي لاپیاوړي کړي او په پوځي او کرنیزو برخو کې به د دغه هیواد له تجربو نه ګټه ترلاسه شي ، بل پلو موږ کولی شو چې د دغه هیواد پانګوال وهڅوو ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي ځکه افغانستان د بهرنۍ پانګوني لپاره مساعد امکانات لري.


اندونیزیا چې ډیر نفوس لرونکی اسلامي هیواد دی  د اقتصادي پرمختیا ډیري تجربې لري په جنوبي اسیا کې د ډیرو مهمو هیوادونو څخه ګڼل کیږي ، ځکه خو افغانستان ته د اندونیزیا سره سیاسي او اقتصادي اړیکي د اهمیت وړدي ، له همدې امله زموږپه بهرني سیاست کې یاد هیواد ځانګړی ځای لري او د هیواد ولسمشر پرهمدغه بنسټ په دغه سفر کې له اندونیزیا نه لیدنه کوي او هڅه کوي چې زموږ سیاسي ، اقتصادي او نور اړیکي له دغه هیواد سره پراختیا ومومي. موږ کولی شو چې د اندونیزیا د هیواد د اقتصادي پرمختیا او انکشاف له تجربو نه د  یوه پرمختللي اسلامي هیواد په توګه ډیر څه زده کړو او دغه تجربې له یو بل سره شریکي کړو.


سنګاپور چې په سهیلي اسیا کې له اقتصادي پلوه یو بډای هیواد دی اود دغي سیمي د هیوادونو په پرتله یې په ډیره لږه موده کې د پراختیا او اقتصادي سوکالۍ پړاوونه وهلي او په دې برخه کې زیاتي تجربې لري  موږ کولی شو چې له یوې خوا د یاد هیواد د تجربو نه ګټه پورته کړو او له بله پلوه د دغه هیواد سره خپلې اقتصادي اړیکي پیاوړي کړو.


د یادولو وړده چې د افغان ولسمشر سفر دغوهیوادونو ته له یوې خوا زموږ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړي کړل له بلي خوا د غو هیوادونو ژمنه وکړه چې د افغانستان د پرمختیا په بیلابیلو برخو کې به هر اړخیزي مرستي کوي.
سیاسي شنونکو هم د ولسمشر دغه سفر ډیر مهم ګڼلی او وايي چې د یادو هیوادونو سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا به د هیواد په بیلابیلو برخو کې د پرمختیااو اقتصادي سوکالۍ لامل وګرځي.
اقتصادي شنونکي هم دغه سفر له اقتصادي پلوه هیواد ته ډیر مهم ګڼی او وايي چې د دغه سفر په ترڅ کې د هیواد ولسمشر د یادو هیوادونو پانګوال په افغانستان کې پانګوني ته وهڅول او دوی ته یې روښانه کړل چې په افغانستان کې د کرني ، طبیعي زیرمو ، معادنو او نورو برخو کې د دوی د پانګوني لپاره مساعد او مناسب امکانات شتون لري او ژمنه یې وکړل چې افغان دولت به پخپل ټول توان د دوی د پانګوني لپاره مناسب شرایط  رامنځته کړي ، له همدې امله دغه سفر په هیواد کې د بهرنۍ پانګوني د را جلبولو په اړوند ډیر داهمیت وړ دی، بهرنیو پانګوالو هم په افغانستان کې د پانګوني سره علاقه ښودلې او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د اقتصاد په بیلابیلو سکټورونو کې به پانګونه وکړي.


افغانان په دې عقیده دي چې د هیواد په اوسنیو حالاتو کې د ولسمشر دغه راز جوړونکي هڅي او اغیزمن سفرونه زموږهیوادوالو ته د راتلونکي اقتصادي سوکالۍ ښه زیری او هیلي لري ، او زموږ د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په بیلابیلو برخو کې به ګټور اغیز وښندي.
د هیواد د لا پیاوړتیا او سوکالۍ په هیله.