ویډیو

 

د ملګرو ملتونوسازمان عمومي غونډې دوه اویایمه ناسته کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني وینا

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د کورنیو عایداتو زیاتوالی او اقتصادي وده یو ښه زیری پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د ستراتیژیکو اړیکو څانګه   
سه شنبه 24 کب 1395 ساعت 10:57

د یوه هیواد اقتصادي وده په کورنیوعوایدو ( مالیه ،ټکس ) او نورو داخلي سرچینو او د صادراتو او پانګوني په زیاتوالي پوري تړلې ده.
ددې ترڅنګ د اقتصادي پیاوړتیا لپاره نور لاملونه هم شتون لري چې د یوه هیواد اقتصاد ته وده ورکولی شي ، بیلابیل سکټورونه لکه د کرني ، صنعت او سوداګرۍ د سکټورونو پیاوړتیا د یوه هیواد اقتصاد پیاوړی کولی شي.
د اقتصادي پلوه هغه هیواد وده موندلی شي چې پخپل ځان متکي او خود کفا وي ، یعني خپلي ټولي اړتیا وي د کورنیو عایداتو په وسیله ترسره کړي ، هغه هیوادونه چې کورني توکي ونه لري او د صادراتو حجم یې کمزوری وي نشي کولی خپلي ټولي اړتیاوي د خپلو عایدانو په وسیله ترسره کړي. دغه راز هیوادونه مجبور دي په بهرنیو پورونو تکیه وکړي ترڅو خپلي اړتیاوي د بهرنیو پورونو په وسیله ترسره کړي.


د اقتصاد دپياوړتیا بیلابیلي لاري شتون لري ، دا په هر هیواد پوري اړه لري چې خپله ټولنه تحلیل او تجزیه کړي او د خپل هیواد د بیلابیلو سکټورونو ظرفیتونه داسي تنظیم کړي ترڅو د هغه هیواد د اقتصادي ودي لامل وګرځي.
د دریمي نړۍ ډیری هیوادونه د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي د دغو هیوادونو داخلي عایدات د دې جوګه نه دي چې اقتصاد یې پیاوړتیا ومومي ځکه خو دغه هیوادونه مجبور دي ترڅو له بهرنیو هیوادونو او سازمانونو نه په سختو شرایطو او د ډیري ګټي په ورکولو پورونه ترلاسه کړي چې دا کار له یوې خوا د دوي له اقتصادي ودي سره لازمه مرسته نشي کولی او له بله پلوه دوي د بهرنیو هیوادونواو سازمانونو تر سترو پورونو لاندي کیږي چې وروسته حتی د هغوی د پورونو او ګټي د ورکړي توان له لاسه ورکوي.


زموږ هیواد چې د تاریخ په اوږدو کې د بیلابیلو لاملونو له امله د اقتصادي پلوه وروسته پاتې شوی او په دې نه یو توانیدلي چې په ځان متکي شو ، او تل خپل د اړتیا وړ ( خوراکي ، صنعتي او نور ابتدايي توکي ) له بهر نه واردو، په داسي حال کې چې موږ کولی شو په ډیره لږه پانګونه دغه د اړتیا وړ مواد د هیواد دننه تولید کړو او د نورو له احتیاجه ځان خلاص کړو ، دغه راز زموږ هیواد تل د بهرنیانو مرستو ته اړ دی او د بهرنیانو د مرستو پرته موږ نشو کولی چې خپلي عادي او لومړنۍ اړتیاوي ترسره کړو چې دا یو ډیرځورونکی او ستونزمن حالت دی.
موږ ته لازمه ده چې د اړتیا وړ مواد په کور دننه تولید کړو او د بهر نه د راواردولو څخه یې لاس واخلو.


موږ اوس ددې ظرفیت لرو چې خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ مواد د هیواد دننه تولید کړو او خپلو اړتیا وو ته ځواب ووایو. ددې کار لپاره موږ ته اړینه ده چې د کرني په سکټور کې لازمه پانګونه وکړو او ددې ترڅنګ د غذايي موادو په برخه کې د پانګوني لپاره اسانتیاوي رامنځته کړو. چې په دې کار سره به له یوې خوا داخلي غوښتنو ته ځواب ووایو او د دغو توکو د وارداتو مخه به ونیول شي او له بلي خوا باید داسې امکانات رامنځته کړو چې دغه توکي بهر ته صادر کړو. که چیري موږ په دغه برخه کې له خپلو امکاناتو مثبته ګټه پورته کړو په پوره باور ویلي شو چې زموږ د عایداتو کچه به ډیره زیاته شي د هیواد په دننه کې به کار ایجاد شي او عاید به رامنځته شي او له دې کار سره جوخت به پانګوال تشویق شي او د پانګوني کچه به هم لوړه شي.


متاسفانه اوسمهال زموږ اقتصادي وده په کامله توګه په کورنیو عایداتو او بهرنیو مرستو ولاړه ده چې دا د اوس او راتلونکي لپاره ښه زیری نه دی.
افغانستان باید د مصرفي هیواد له نوملړ نه ځان وباسي او په یوه تولیدي هیواد بدل شي ترڅو ځان د نورو له احتیاج او منت نه خلاص کړي او د اقتصادي ودي مسیر ته داخل شي.
اوس څه ناڅه داهیلي پیداشوي او دا اراده شتون لري چې هیواد له مصرفي حالته تولیدي لور ته حرکت وکړي او د بسیاني لور ته روان شي ، ځکه د هیواد په اقتصاد کې ځیني نښي په سترګو کې کیږي چې موږ په دې باوري کوي چې موږ سم لور ته روان یو او اقتصاد مو دودي او پیاوړتیا په حال کې دی.
د اقتصادي ودي په اړوند افغان چارواکي وایي: په ۱۳۹۵ مالي کال کې اقتصادي وده نژدې دوه فیصده وه، په داسې حال کې چې لسګونه زره بهرني سرتېري چې دوه کاله وړاندې د اقتصادي ودې لویه سرچینه وه له هیواده وتلي دي.


افغان حکومت د اقتصادي ودې بنسټیز لاملونه د کورنیو عوایدو زیاتوالی، د صادراتي توکو د کچي لوړوالی ، پانګونه او بېلابېلو سوداګریزو لارو ته لاسرسی بولي.
د اقتصاد وزارت د ۱۳۹۵ مالي کال اقتصادي وده یو ښه زېری بولي ځکه چې په ۱۳۹۴ مالي کال کې اقتصادي وده منفي دوه فیصده وه.
د اقتصاد وزارت او د احصایې د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې د ۱۳۹۵ مالي کال اقتصادي وده ښه زیری اوهیله بښونکې وه.


د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، پر دې سربېره له کورنیو تولیداتو ګټې اخیستنې هم عواید لوړ کړي دي.
هغوی زیاتوی چې د ولسمشر د نوې لارښوونې له مخې به له دې وروسته د امنیتي ځواکونو ځینې لګښتي مواد لکه وریجې او میوه له کورنیو تولیداتو برابريږي.
د مالیې وزارت چارواکي وايي : د کورنیو عوایدو لوړیدو هم پر اقتصادي ودې مثبت اغیز کړی.هغوی زیاتوي چې: ((زمونږ لپاره د عوایدو هدف ۱۳۲ میلیارده افغانۍ ټاکل شوی و، خو د مالي کال تر پایه یعنی د قوس د میاشتي تر دیرشمې نیټې پوري موږ ۱۶۵میلیارده افغانۍ ترلاسه کړې، چې د ټاکلي هدف څخه ۳۳ میلیارده افغانۍ مخکې یو. ځکه د ۱۳۹۴ کال په پرتله داعاید ۴۳ میلیارډ افغانۍ ډیروو. دعوایدو د ډیریدو دلیل دادی چې مونږ په عایداتي سرچینو کې اصلاحات راوستي، فساد سره مو مبارزه کړې او ګومارنې مو د وړتیا له مخې کړي دي)).
په اقتصادي او مالي برخه کې د لاسته راوړنو له امله د بروکسل په وروستۍ غونډه کې نړیوالو افغان حکومت ته د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د پنځلس میلیارده ډالرو ژمنه ورکړه.


د اقتصادي چارو شنونکي او د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رئيس وایي: د نړیوالو اوسني مالي ملاتړ ته په کتو په ۱۳۹۵ مالي کال کې نژدې دوه فیصده اقتصادي وده لږ ده.
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې اوس هم د افغانستان ۶۰ فیصده لګښتونه پر نړیوالو مرستو ولاړ دي. داسې انګیرل کېږي که افغان حکومت مالي چارې رڼې کړي، اقتصادي وده به نوره هم زیاته شي.
د شنونکو په اند که حکومت او اړوند ادارې په مالي چارو کې شفافیت رامنځته کړي او په ادارو کې مخلص او متعهد کسان شتون ولري او وړ کسان په دندو وګومارل شي ، د فساد او اختلاس مخه ونیول شي پوره باور دی چې له یوې خوا به زموږ په کورنیو عایداتو کې زیاتوالی رامنځته شي او له بلي خوا به  دولس باور پیاوړی شي او ورسره به د هیواد اقتصادي وده پیاوړتیا او چټکتیا ومومي.