ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
پر روغتیايي مرکزونو وسله وال بریدونه زیات شویدي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د ستراتیژیکو اړیکو څانګه   
سه شنبه 17 کب 1395 ساعت 14:47

عامه اصطلاح ده چې وايي : ( په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي) د جګړې پرمهال وژني ، مرګ ژوبلي او ستري ورانۍ رامنځته کیږي. خو ددې ترڅنګ د نړیوالو او بشري قوانینوپربنسټ داهم ویل شوي چې په جګړه کې ښکیل اړخونه باید د ملکي اوسیدونکو ، روغتونونو او روغتیايي مرکزونواو نورو ملکي تاسیساتو خیال وساتي ترڅو په جګړه کې عامو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.


په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کې د ښکیلو هیوادونو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په لسګونو میلیونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د دغو متمدنوټولنو تاریخي او فرهنګي شتمني ته بشپړ زیان واوښت ، اقتصادي تاسیسات او بنسټونه یې وران او ویجاړشول.
د دریو لسیزو جګړو په بهیر کې زموږ د هیواد په سلګونو زرو کسانو د جګړې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


په خواشینۍ سره باید ووایو چې زموږ په هیواد کې جګړې لا تراوسه پای نه دی موندلی بلکي دوام لري ، د جګړې د دوام په پایله کې زموږ هیوادوال اوس هم قرباني ورکوي او هره ورځ زموږپه لسګونوهیوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.
خو د نړیوالو قوانینو له مخي په جګړه کې یو لړ قوانین هم شته چې د ښکیلوخواوو له لوري باید مراعات شي ، ښکیل اړخونه باید د ملکي سیمو او تاسیساتو خیال وساتي ، ملکي کسانو ته باید زیان ونه رسول شي ، د جګړې له اسیرانو سره باید ناوړه چلند ترسره نشي ، دغه راز د روغتیايي مرکزونو ، روغتونونو او د استوګني ځایونوته باید ځانګړې پاملرنه وشي او د بریدونو هدف ونه ګرځي ، که چیري کوم اړخ دا قوانین نه مراعت کوي هغه بشري سرغړونه او بشري جنایت ګڼل کیږي چې باید جزا وګوري.


زموږپه هیواد کې د جګړې د دوام له امله دغو ټکو ته پام نه کیږي او د جګړې پرمهال ملکي سیمي ، روغتونونه او نور ملکي تاسیسات د جګړو هدف ګرځي او ملکي کسان په کې قرباني کیږي ، دا ډول سرغړوني د جګړې په کلونو کې ډیري ترسترګوشوي خو په وروستیو کلونو کې دا سرغړوني زیاتي شوي ، ملکي سیمي او روغتونونه په نښه کیږي چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.


د نړیوالو رپوټونو له مخي په افغانستان کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په بهیر کې د بیلا بیلو وسله والو مخالفو ډلو له لوري د هیواد په ګوت ګوت کې پر روغتیايي مرکزونو تر ۲۴۰ څخه زیات وسله وال بریدونه ترسره شویدي.
د نیوزویک مجلې د یوه رپوټ له مخي ( دوسله والو نښتواو ماشومانو د څار ټولنې ) په یوه راپور کې، چې د روان کال د مارچ په شپږمه نېټه  خپور شو راغلي دي چې په افغانستان کې  د وسله والو مخالفانو له لوري د تیرو دووکلونو ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶په بهیر کې پر روغتیايي مرکزونو له ۲۴۰ څخه زیات وسله وال بریدونه ترسره شویدي چې په دغو بریدونو کې د روغتیايي مرکزونو وسایل او ودانۍ ویجاړې شوي، روغتیايي کارکوونکي او ناروغان وژل شوي او د افغانانو په تېره بیا ماشومانو روغتیايي حالت ته زیات زیان رسیدلی دی.
په دغه رپوټ کې ویل شوي چې پر روغتیايي مرکزونو ډیری بریدونه د وسله والو طالبانو له لوري ترسره شوي دي.


په رپوټ کې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه هم پر یوشمیر روغتیايي مرکزونو د بریدونو له امله ملامت ګڼل شوي دي.
دې ټولنې د ملګروملتو له سرمنشي څخه غوښتي چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه هم په هغه ډله کې وشمېري چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه کوي.
په یاد راپور کې پر څلورو ولایتونو ( کندوز، ننګرهار، هلمند او میدان وردک ) تمرکز شوی او ویل شوي دی چې وسله والو بریدونو او د جګړې دوام  په دغو ولایتونو کې روغتیايي اسانتیاوې نیمګړي اومحدودې کړي دي.
دغه راز د دې ټولنې په راپور کې راغلي چې نژدې ۵ ملیونه افغانان روغتیايي اسانتیاوو ته سخته اړتیا لري. او یو ملیون ماشومان له خوارځواکۍ (سو تغذیې) سره مخامخ دي. په راپور کې ویل شوي چې د دغو کسانو په سلو کې ۴۰ یې له ۲۰۱۵ میلادي کال راوروسته له خوارځواکۍ سره مخامخ شوي او روغتیايي اسانتیاوې یې په ټپه دریدلي دي.


د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي چې د شري ناروغي په سلو کې ۱۴۱ زیاته شوې او د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په بهیر کې د ماشومانو مړینه په سلو کې ۲۴ زیاته شوې ده.
د راپور په وروستۍ کې د امریکايي الوتکې له لوري د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې په کندوز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د هوايي برید یادونه هم شوې ده چې په کې یو شمیر ډاکترانو او ناروغانو ته مرګ ژوبله واوښته.


د جګړه ځپلو افغانانو یوازنۍ هیله همیشنۍ او سراسري سوله ده ، افغانان هیله لري چې ژر ترژره یې په هیواد کې سوله او امن رامنځته شي ، د جګړې ښکیل اړخونه د جګړې له دوام نه لاس واخلي او خپل منځي اختلافات دي د خبرو او تفاهم له لاري حل کړي ، ځکه د جګړې دوام بیله ورانۍ او وژنو څخه بله پایله نه لري ، دغه راز د افغانانوغوښتنه له ښکیلو اړخونو څخه داده چې د جګړې پرمهال د ملکي تاسیساتو ، د اوستوګني ځایونو ، روغتونونو او روغتیايي مرکزونو خیال وساتي او په دغو سیمو له بریدونو ډډه وکړي ځکه په هیڅ قانون کې پر ملکي سیمو ، تاسیساتو او روغتونو باندي بریدونه جواز نه لري ، که هر لوری دا ډول سرغړونه ترسره کړي بشري جنایت ګڼل کیږي او باید مجازات شي.