ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د ځنګلونو د وهلو مخه باید ونیول شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د ستراتیژیکو اړیکو څانګه   
چهارشنبه 22 مرغومی 1395 ساعت 09:27

طبیعي زیرمي لکه ځنګلونه ، کانونه ، د اوبو زیرمي او نور زموږ د ملي شتمنیو مهمه برخه ده چې د دولت ملکیت ګڼل کیږي.
هیڅوک نشي کولی چې د طبیعي زیرمو څخه شخصي ګټه واخلي ځکه د اد ټول ملت حق دی ، خو په ډیري خواشینۍ سره باید ووایو چې اوسمهال زموږ په دغو شتمنیو باندي دیو شمیر مافیايي کړیو له لوري چور او تالان ګډ شوی او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د دغو کړیو له لوري په ناقانونه توګه له کانونو څخه قیمتي توکي ایستل کیږي ، او ځنګلونه مو هم وهل کیږي.


یو وخت زموږ د هیواد ښه ډيره برخه په ځنګلونو پوښل شوې وه خو د دریو لسیزوجګړوپه بهیر کې زموږ د هیواد ډیرځنګلونه وهل شوي او لرګي یې ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق شوي او دالړۍ تراوسه دوام لري.
په دې وروستیو وختونو کې د کونړ د ځنګلونو د وهلو په اړوند د ولایتي ادارې د چارواکو ترمنځ یو لړ ناندرۍ راپورته شوي چې یو لوری په بل لوري د ځنګلونو د وهلو تور پوري کوي چې د دغو ناندریو لړۍ اوس هم روانه ده.
د شمېرو له مخي د څولسیزو جګړو او خپلسریو پرمهال  د کونړ اویا په سلو کې ځنګلونه وهل شوي او له منځه تللي. خو لا اوس هم د ځنګلونو وهل، قاچاق او د لرګیو لېږد په بشپړ ډول نه دی بند شوی او دغه ارزښتناکه شتمني د له منځه تلو په حال کې ده.
د سیمي خلک د ځنګلونو د وهلو او سوداګرۍ سره مخالفت لري او هیله لري ترڅو د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شي ، د سیمي خلک وايي چې د څو لسیزو راپدیخوا دمافیايي ډلو له خوا د کنړ ځنګلونه وهل کیږي او پاکستان ته قاچاق کیږي دغه حالت ددې سیمي چاپیریال ته زیان اړولی او که د ځنګلونو وهل په بیرحمانه توګه دوام ومومي سیمي او چاپیریال ته به نور زیانونه واړوي.


ټولو ته څرګنده ده چې ځنګلونه  د چاپیریال په ساتنه او اقتصاد کې ځانګړی ارزښت لري. په هغو سیمو کې چې ځنګلونه شتون لري دسیمي خلکو ددغو ځنګلونو ارزښت په ښه توګه درک کړی او د دغو ځنګلونو د ساتنې په لټه کې دی. خو له دې هڅو سربېره، په دغو ځنګلونو کې د یو شمېر نورو مافیايي کړیواو ورانکارو کسانو فعالیتونه هم لیدل کیږی چې فعالیتونه یې سوداګریز اړخ لری او تل‌پاتې پرمختیا او ملي ګټو او د چاپیریال ساتني  ته هېڅ ډول پام نه کوي او د خپلو شخصي او مافیايي ګټو پربنسټ د هیواد ځنګلونه وهي.


د کرنې وزارت د تازه شمېرو له مخې، په هېواد کې له ۱،۹ میلیون هکتاره ځنګلونوڅخه ۷۰۰ زره هکتاره یې د جګړو او را وروسته وختونو کې وهل شوي او له منځه تللی دي.
د یادولو وړ ده چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله ننګرهار، پکتیا، خوست، نورستان او سمنګان ولایتونه په ځنګلونو پوښلي شویدي او د هیواد په جنوبي سیمو کې هم یوشمیرځنګلونه او د جلغوزو وني ډيري زیاتي دي ، دغه راز د هیواد په شمال کې بیا د پستې ځنګلونه شتون لري.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې په وروستیو کلونو کې د پستې د ونو وهلو بهیر هم ډېر ګړندی شوی دی، د بدخشان په ارګو کې د ځمکې او غونډیو د ښوېدو یو لامل د دغه ځای د ځنګلونو وهل او نشتوالی ښودل کیږي.


د چاپیریال ساتنې دملی ادارې د طبیعی میراثونو ساتنې څانګه وایی، د پستې ونې د هیواد په اقتصاد کې مهم رول لری او د صادراتي توکو یوه برخه جوړوي هڅي کیږي چې د هېواد په شمال او شمال لویدیځو سیمو کې د پستې ځنګلونه بیرته احیا شي ، د یادي ادارې په وینا په وروستیو کلونو کې ددغو ځنګلونو وضعیت مخ په ښه کېدو دی.


د چاپیریال ساتنې دملی ادارې د طبیعی میراثونو د ساتنې څانګې مسولین وايي،  د چاپیریال ساتنې ترڅنګ هڅه کوی چې (د چاپیریال کره ساتل شویو سیمو) تر عنوان لاندې یو بل پروګرام تر لاس لاندې ونیسی او په دغه پروګرام کې به د لومړی ځل لپاره د بامیانو ولایت دره شاه فولادی سیمه چې یوه ساتل شوې سیمه ده شامله کړي. هغوی زیاتوي چې دغه پروګرامونه په لومړنۍ پړاو کې دی او مقدماتی کارونه یې روان دی.


د دغي ادارې چارواکي وایی، که چېرې دغه پروګرام تطبیق شی د قرغې بند اود پغمان تفریحی سیمي به هم  د چاپیریال په کره ساتل شویو سیمو کې شاملي کړي.
د چاپیریال ساتنې یو شمېر شنونکی باوری دی، چې افغانستان کې بې‌شمېره طبیعی منظرې شته، چې مدیریت، پروګرام او مناسبې پانګونې ته اړتیا لری، چې باید د ساتل شویو سیمو په توګه معرفی شی ځکه له تفریحي اړخه ځانګړي طبیعی ظرفیتونه لری، ترڅو په تفریحی او اقتصادي ځایونو بدل شي.


هغوی زیاتوي که چېرې د قرغې بند، د پغمان مېله ځای او د بامیانو ولایت شاه فولادی دره چې په دغه پروګرام کې هم په پام کې نیول شوې، د یونسکو سازمان د چاپیریال کره ساتل شویو سیمو د نړیوال پروګرام په کاری لومړتوب کې ځای ورکړل شی، ددې امکان شته چې  د زرګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام راواړوی، خو په هغه شرط چې په دې سیمه کې د نړیوالو معیارونو پر اساس امنیت، هوساینه اویو لړنوري اسانتیاوې په پام کې ونیول شی.


د پایلي په توګه ویلي شو چې باید په هیواد کې په ناقانونه توګه د ځنګلونو دوهلومخه ونیول شي ځکه  ځنګلونه او شنې سیمي زموږ دملي شتمنيویوه لویه برخه  ده. هیچاته باید دا اجازه ورنه کړه شي چې زموږ دغه ملي شتمنۍ چور او تالان کړي ، له بله پلوه د ژوند چاپیریال له دغو ځنګلونو او شنو سیمو سره مستقیمه اړیکه لري ، که چیري د ځنګلونو وهل په بیرحمانه توګه دوام ومومي زموږ د ژوند په چاپیریال به ډیره ناوړه اغیزه وښندي.


اوس هم زموږ چاپیریال ته د څولسیزوجګړو او نورو لاملونو له امله سخت زیان اوښتی په لویو ښارونو کې د هوا د ککړتیا حالت له هیڅ چا نه پټ نه دی ، ددې ترڅنګ شنې سیمي او ځنګلونه زموږ د هیواد ښکلا ته زیان اړوي ، په اقلیم ناوړه اغیزه ښندي او د وچکالیو لامل ګرځي او په هیواد کې د اورښتونو د کمیدو سره مرسته کوي ، چې دغه ټول د ولس پر ژوند او روغتیا ناوړي اغیزي ښندي.


حکومت او اړوندي ادارې باید د هیواد د طبیعي زیرمو ټینګه ساتنه وکړي او د چوراو تالان مخه یې ونیسي ترڅو زموږ ملي شتمنۍ او زیرمي د مافیايي کړیو او ورانکارو له چور او تالانه خوندي شي.