ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
روغتیايي سکټورهراړخیزي پاملرني ته اړتیا لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د ستراتیژیکو اړیکو څانګه   
چهارشنبه 15 مرغومی 1395 ساعت 10:41

د جګړې دوام ، د چاپیریال ککړتیا ، بیوزلي او روغتیا يي خدمتونو ته نه لاسرسی ، هغه لاملونه دي چې په هیواد کې یې د ناروغیو او بې وخته مرګونو کچه  ډیره لوړه کړیده.
د دریو لسیزو په بهیر کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان وژل شوي او ۸۰۰ زره معیوب او معلول شویدي خو د جګړې له دوام سره اوس هم د مرګونو لړۍ روانه ده او هره ورځ لسګونه کسان وژل کیږي. دومره مرګ او ژوبلي ته په کتو باید روغتیايي خدمتونه څو برابره زیات او اغیزمن شي ترڅو د هیوادوالو اړتیا وو ته ځواب ووايي.


په هیواد کې د نشه یي توکو د معتادانو شمیرهم میلیونونو کسانو ته رسیږي چې داکار هم د پراخو روغتیايي خدمتونو او د نشه یي توکو پرخلاف د مبارزې د لا زیاتو او اغیزمنو مرکزونو غوښتنه کوي.
اوسمهال د جګړې ، نشه يي توکو ، فقر او بیکارۍ له امله زموږ د هیواد لویه برخه وګړي په راز راز رواني ناروغیو اخته شوي چې له امله یې د مرګونو کچه هم زیاته شویده.
یوشمیر ناروغۍ بیا د چاپیریال د ککړتیا ، د پاکو اوبو او سالمو خوړو د نه شتون له امله رامنځته شوي د جګر ، زړه ، شکري او مغزي سکتو په څیر ناروغۍ یو وخت زموږ په هیواد کې په نشت شمار وې خو اوس داناروغۍ عامي شویدي.
دغه راز د هیواد په کلیو او بانډو کې د زیږون پروخت د میندو او ماشومانو د مړیني کچه هم ډیره زیاته شوې ده.
په لنډه توګه ویلی شو چې اوسمهال افغانان د بیلابیلو لاملونو له امله د مرګ له سترو خطرونو سره لاس او ګریوان دي.
یو وخت زموږ په هیواد کې د تداوۍ پرځای  پروقايي ټینګار کیده د روغتیا وزارت په دې تاکید کاوه چې د دارو درملو پرځای باید وقايي او د خپل ځان د ښې ساتني په فکر کې شو خو اوسمهال د وقايي لاري هم تړل شوي ، د چاپیریال ککړتیا هغه لویه ستونزه ده چې څوک نشي کولی ځان وقایه کړي ځکه د ساه اخیستلو پرمهال موږ لوګي ، دود او باروت او نور زهرلرونکي مواد تنفس کوو همدا لامل دی چې په هیواد کې د تنفسي ناروغیو کچه ډیره شوې او ددغه ناروغۍ له امله ډیروکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له بله اړخه د تداوي ، درملو او روغتیايي خدمتونو حال هم موږ ګورو چې زموږد روغتیايي خدمتونو مرکزونه  که حکومتي یاشخصي دي ټول په داسي حالت کې دي چې عام وګړي  نشي کولای  له دغو خدمتونو ګټه واخلي ، ځکه هلته پیسه او واسطه حاکمه ده بې پیسو او بې واسطې کس نشي کولی د ځان درملنه وکړي ، لنډه داچې روغتیايي خدمتونه په یوه لویه سوداګري اوښتي دي.


روغتیايي مسلک ډیر دروند او د انسان له ژوند سره تړلی مسلک دی ، یو وخت په هیواد کې دې مسلک ډیر قدر درلود خو اوس په وچ کلک تجارت او بزنس بدل شوی دی.
د حکومتي روغتونونو حال له شخصي روغتونونو څخه هم بدتر دی ، فساد ، اختلاس اورشوت هلته بیداد کوي.


شنونکي وايي که چیري دولت روغتیا يي سکټور ته لازمه پاملرنه ونه کړي او په دې سکټور کې هر اړخیز بدلون رانه وړي زموږ هیواد به د ژوند کولو په یوه خطرناکه جزیره واوړي
، دولت او اړوندو ادارو ته په کار دي چې دروغتیا په سکټور کې د لازم ظرفیت په رامنځته کولو سره بنسټیز اصلاحات رامنځته کړي او د هیوادوالو د روغتیا په خاطر د ټول هیواد په کچه د لازمو او اساسي روغتیايي خدمتونو لپاره لارهواره کړي.


یو وخت زموږ هیواد له روغتیايي پلوه دسیمي د هیوادونو په پرتله یو مثال و او ښه مقام یې درلود ، زموږ د هیواد پاک او ښکلی چاپیریال ، په سلګونو زره سیلانیان دې هیواد ته رامات کړي وو ، د پاکو او صحي اوبو د پراخو زیرمو او د ښو روغتیايي خدمتونوموجودیت هغه څه و چې په افغانستان کې اوسنۍ ناروغۍ هیڅ نه وې ، دزړه ،شکري ، سرطان ، د جګر ناروغۍ اصلآشتون نه درلود ، دشکري ناروغي بالکل چا نه پیژندل.


د تازه څیړنو له مخي هر کال ۳۰ زره افغانان د شکري د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي ، دغه راز نوري وژونکي ناروغۍ هم په هیواد کې زیاتي شوي چې هر کال په زرګونو کسان د دغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
له بله پلوه په هیواد کې د روغتیايي خدمتونو د ټيت کیفیت له امله هر کال زموږ په لسګونو زره هیوادوال د ناروغیو د علاج په خاطر نورو ملکونو لکه هند ، پاکستان ، ترکیې ته ځي او هر کال له دې لاري زموږ د هیوادوالو په میلیونونو ډالرو پانګه له هیواده بهر د نورو جیبونوته ځي.


د ولس غوښتني
ولس له حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چې په روغتیايي سکټور کې بنسټیز او اساسي بدلون رامنځته کړي ترڅو ټول هیوادوال له روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو څخه برخمن شي ، دغه راز په روغتیايي سکټور کې د کمیت ترڅنګ په کیفیت کې هم باید بدلون رامنځته شي ترڅو روغتیايي خدمتونه اغیزمن شي.


په روغتیايي ادارو کې باید د فساد مخه ونیول شي.
شخصي روغتونونه باید د حکومت د اړوندو ادارو ترکلکي څارني لاندي ونیول شي چې پرځای او اغیزمن روغتیايي خدمتونه ترسره کړي.
په روغتیايي سکټور کې باید د هر راز خودسریو ، واسطې او اړیکو مخه ونیول شي ترڅو ټولو هیوادوالو ته یو شان روغتیايي خدمتونه ورسیږي.
اړوندي ادارې باید د ټول هیواد په کچه د بې کیفیته دارو درملو مخه ونیسي.
د حکومت او اړوندو ادارو دنده ده چې د چاپیریال د ککړتیا مخه ونیسي ځکه زیاتي ناروغۍ د چاپیریال د ککړتیا له امله پیداکیږي.
د صحي او پاکو اوبو برابرول هغه څه دي چې زموږ د هیوادوالو له روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري ، اړوندي ادارې باید د ټول هیواد په کچه د چښلو د پاکو اوبو په کار کې رغنده او اساسي دنده ترسره کړي .
حکومت او اړوندي ادارې دنده لري چې د خوراکي موادو سمه او هراړخیزه څارنه وکړي ځکه له وخته تیر خوراکي توکي زموږ د هیوادوالو په روغتیا ناوړه اغیزه کوي او هغوی په راز راز ناروغیو اخته کوي.