ویډیو

 

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د ښوونې او روزنې بهیر مو لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د ستراتیژیکو اړیکو څانګه   
سه شنبه 14 مرغومی 1395 ساعت 12:13

معارف د هرهیواد دراتلونکې لپاره مهم وي ، څومره چې په یو هیواد کې د معارف سطح اوچته وي په هغه کچه د هغه هېواد راتلونکی روښانه وي. زموږ هیواد افغانستان چې له څلورو لسیزو راهیسې جګړې په کې روانې دي خو سره له دې چې په هیواد کې نوی بهیر له پنځلس کلونوراهیسې پیل شوی یوه لویه ستونزه د معارف او ښوونې روزنې په برخه کې لاتراوسه هم پاتې ده چې هغه د یوشمیر ښوونځیو تړل کیدل دي. دهیواد دښوونې او روزنې وزارت چارواکو په دې وروستیو کې رسنیو ته څرګنده کړې چې همدااوس دهیواد په کچه ۱۰۰۵ ښوونځی دامنیتی او نورو ستونزو له کبله تړلي دي او زده کوونکي په کې لوست نه لولي چې دا دهیواد او خلکو له لپاره داندېښنې وړخبردی. که چیرې زر ښوونځي په منځنی او تقریبی  توګه نږدې  ۱۰۰۰  تنه زده  کوونکي ولري نو همدا اوس زموږ دیو میلیون تنو زده کوونکو په شاوخوا کې ځوانان او نوي ځوانان له لوست نه محروم پاې دی چې دخواشینی وړ ده .


سره له دې چې دخوښی خبرونه هم لرو لکه : دمعارف وزارت دڅرګندونو له مخې همدا اوس په افغانستان کې نږدې لس میلیونو تنو څخه زیات  زده کوونکي ښوونځیو ته ځي چې دغه شمېره د هیواد په  تاریخ کې ساری نه لري دغه راز په سوونو زره کسان د سواد زدکړو کورسونو ته ځي چې لوړه کچه جوتوي . نږدې د دوه لکوتنو  په شاوخوا کې د ښوونکو شمېره هم د هیواد په تاریخ کې ساری نه لري، او په همدې توګه دنجونو د زده کړو په برخه کې بې ساری پرمختګونه لرو.


حقیقت دادی چې د هرهیواد دپرمختګ سولې او امنیت اصلی لامل همدا معارف او ښوونه اوروزنه وي ، او باید چې زموږ په هیوادکې هم هغه ته ښه پاملرنه وشي ، له بدغه مرغه همدا اوس زموږ په هېواد کې په میلیونونو تنه له سواد نه بې برخې دي او کیدای شي زموږ میلونونه تنه ماشومان چی یو شمیر یې دکورنیو ستونزو له کبله او شمیر یی هم دادی د ښوونځیو دتړل کیدو او امنیتي ستونزو له کبله نشي کولای لوست ولولي ، چې دا شمېره دټولې نړۍ دهېوادونو په کچه لوړه شمیره ښیی او لاهم زموږ دهېواد ستره ستونزه بلل کېږی .


دهیواد د ښوونې اوروزنې دبرخې پرمختګ دهیواد نورې برخې هم هیله منې کوي خو داچې لاهم ستونزې شته  لکه په یوشمېر سیمو کې دښوونځېو تړل کېدل، په ډېر ځایونو کې ښوونځېو ته دودانیو نه شتون ، دښوونکو د پوهې دکچې ټيټوالۍ، د لازمو درسي وسایلو نه شتون، دخصوصي او دولتی ښوونځېو ترمېنځ په ځېنو برخو کې توپيرونه ، بې امني ، اقتصادي ستونزې او یو شمېر نورې نیمګړتیاوې لاهم زموږ دمعارف په وړاندې خنډونه دي چې له مېنځه تلل یې وخت، پراخې هڅې او پاملرنې ته اړتیا لري.


هرچاته په مورنۍ ژبه دلوست نه  وړاندې کول، په ښوونځیو کې د سیاسی اغیزو راکمول ، واسطه او اداري فساد هغه نورې ستونزې دي چې له مېنځه تلل یې پراخې هڅې غواړي چې دحکومت او او دولت اړوندې برخې باید جدي پاملرنه ورته وکړي.
یوڅه چې غواړو خپلو هیوادوالو ته دلته یادونه وکړو هغه دادي چې که چیرې په کومو ځایونو کې ښوونځي شته او یا د زده کړې امکانات موجود دي باید  چې خپل اولادونه لوست ته ولیږي ، ډېری په دې سوچ کې وي چې زده کړه یواځې د مادي ګټو دلاسته راوړلو لپاره کېږي ، په داسې حال کې چې زده کړه یواځې دمادیاتو ، دندې او پیسو دلاسته راوړلو لپاره نه وي.  زده کړه په یوه ټولنه کې ښه اخلاق خوروي ، زده کړه دهوسا ژوند دلارو چارو لپاره زمینه برابروي ، زده کړه ددین په چارو کې انسان بلدوي ، زده کړه د مادیاتو اودپیسو د کارولو لار په ښه توګه جوتوي... نو یواځې زده کړه د پیسو لپاره نه وي ، د نړۍ په کچه له اقتصادی اړخه په پرمختللو هیوادنو کې هغه کسان چې په شخصی کارونو بوخت دي ټول یې زده کړې لري او زده کړه او روزنه یې د ژوند اساسی برخه جوړوي، له همدې کبله د هېواد ټولو خلکو ته په کارده چې له دولتی څانګو سره په څنګ کې د هیواد د پرمختګ او سرلوړي لپاره د پوهې او معارف برخې ته خپله پاملرنه لا ډېره کړي.


په هغو ځایونو کې چې ښوونځي تړلي دی کورنی ، قومی مشران او ټول هیواد وال باید زیار وباسی چی زموږ ماشومان له زده کړې محروم پاتې نشی هغوی که امکان ولري ماشومان داسې ځایونو ته واستوي چې هلته ښوونځي موجود دي او که چیرې داکار هم نشي کولای نو په کور او کلي کې دی داسې زمینې زموږ ماشومانو نویو ځوانانو او ځوانانو ته مساعدې شی چې دوی هلته لوست وکړای شي . کوچینوماشومانو ته لازمه ده څوکورنی یې په هره توګه چې کېږی په کور او یا جومات او یا بل ځای کې دزده کړې زمینې برابرې کړي څو چې زموږ راتلونکی نسل د ښوونې او روزنې له کاروان څخه شاته پاتې نشي. لازمه ده چې دولتی څانګې هم په دې برخه کې زموږ له هیوادوالو سره لازمې مرستې ترسره کړې او هم دې د تړل شویو ښوونځیو د پرانستلو لپاره او په هغو کې د لوست د بهیر د پیلولو لپاره هرډول هڅې ترسره کړي.
په دې هیله چې زموږ هیواد هم په ډېرو برخو کې له هغې ډلې نه د معارف په برخه کې چې د تمدن  کلی ده ښه پرمختګونه  ترلاسه کړي.