faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
زموږ په اړه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د افغانستان د حکومت په جوړښت کې یو ځوان بنسټ دی، چې د ۲۰۰۸ ز کال په وروستیو کې د حکومت، رسنیو او خلکو ترمنځ د اطلاعاتي تشې د ډکولو په موخه رامنځته شوی دی.

 

په دغه مرکز کې د رسنیزو چارو او ارتباطاتو د حوزې مسلکي کسان کار کوي، چې د دولتي ادارو، رسنیو او خلکو ترمنځ د اطلاعاتو په وېش سره اړیکي جوړوي. د اطلاعاتو وېش او د رسنیو او دولتي ارګانونو ترمنځ د رسنیزو او مسلکي اړيکو ټینګښت، د اطلاعاتو همغږي، مسلکي ظرفیت جوړونه، عامه پوهاوی او د رسنیو څار او شننه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کاري څانګې دي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن له نېکه مرغه د افغانستان د حکومت په کچه د اطلاع رسونې د باور وړ کانال په توګه پېژندل کیږي.

 

 ددغه مرکز دنده د حکومت د فعالیتونو په اړه د خلکو چټک او پر وخت خبرول دي.  په همدې موخه هره ورځ د حکومتي بنسټونو له ویندویانو، د کورنیو او نړیوالو ازادو رسنیو له غړو او د خلکو له استازو سره کار کوي.

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ، د حکومت د اطلاعاتو او اړیکو د یوه مهم مرکز په توګه، له پرانستل کېدو څخه تر اوسه، د لاندې اسانتیاوو په درلودلو سره، ارزښتاک خدمتونه وړاندې کړي دي:

  • ددغه مرکز مطبوعاتي تالار په خپلو پرمختللو امکاناتو سره د افغانستان تر ټولو مجهز او بوخت تالار دی. د غږ تنظیمول، له مرکز څخه بهر د ویډیو غونډې جوړاوی، هممهالې ژباړه او د ژورنالیستانو لپاره د رپوټ جوړونې ځای ددغه تالار شته اسانتیاوې دي.
    ددغه مرکز د رسنیزو سرچینو برخه چټک انټرنېټ، معتبر کتابونه او ډیجیټلي ارشیف لري، چې د ژورنالیستانو، محصلانو او دولتي کارکوونکو پرمخ پرانېستي دي.
  •  دغه مرکز، د ازادو او دولتي رسنیو د ژورنالیستانو د ظرفیت لوړاوي لپاره روزنیز سیمینارونه او ورکشاپونه جوړوي.
  •  د مرکز کارکوونکي رښتینو، باوري او پر وخت معلوماتو ته د لا ښه لاسرسي په خاطر، له ژورنالیستانو سره د وزارتونو او ولایتي چارواکو له رسنیزو دفترونو  سره د اړیکو په ټینګښت کې مرسته او لارښوونه کوي.
  •  ددغه مرکز د تولید سټوډیو د مستندو فلمونو او عامه پوهاوي د پیغامونو د جوړولو ترڅنګ د خبري غونډو ضبط شوې کاپي د ژورنالیستانو د اړتیا او غوښتنې پرمهال هغوی ته ورکوي او د مرکز  د فعالیتونو او خبري غونډو لنډیز او ورځني تاوده مسایل هممهالي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له وېبپاڼې(www.gmic.gov.af)ترلاسه کېدای شي.

دا هر یو فعالیت د ټولیزو اړیکو په برخه کې د دولت دمشرتابه تګلارې پیاوړې کوي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له دوو بنسټي برخو جوړ شوی، چې یوه یې اداره او بله هغه پروګرامونه دي.  د پروګرامونو په برخه کې د ظرفیت لوړاوي ، له رسنیو سره د اړیکو او همغږۍ، د عامه پوهاوي د پراختیا او د رسنیو د څار او تحلیل مدیریتونه کار او فعالیت کوي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز  د پروګرام څانګې:

 

۱- له رسنیو سره د اړیکو  او همغږۍ څانګه

ددغې څانګې اصلي موخه د حکومتي ارګانونو او رسنیو ترمنځ د باوري فضا او نږدې اړیکو ټینګښت  او کره او پر وخت معلومات وړاندې کول دي. د ولسمشر دویاند او جګپوړو حکومتي چارواکو لپاره د خبري غونډو جوړول، د راډیویي او ټلویزیوني مرکو تنظیمول او د حکومتي ارګانونو او ازادو رسنیو لپاره په مرکز او ولایتونو کې د اړتیا وړ اسانتیاوو چمتو کول ددې څانګې نور مهم فعالیتونه دي.

 

۲- د ظرفیت لوړاوي او ارتباطاتو څانګه

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د ظرفیت لوړاوي او ارتباطاتو څانګه په کابل او ولایتونو کې د حکومت د رسنیزو دفترونو د کارکوونکو او ازادو رسنیو د خبریالانو د ظرفیت لوړاوي په موخه جوړه شوې، څو په دې توګه د حکومت، ازادو رسنیو او خلکو ترمنځ اړیکي لا ښه او پیاوړي شي.
دغه څانګه د خپل کاري پلان له مخې، روزنیز ورکشاپونه او سیمینارونه جوړوي، چې له پیل نه یې تر دا مهاله تر ۶۰۰ ډېرو خبریالانو او د دولتي مطبوعاتي ادارو  او خپلواکو بنسټونو د کارکوونکو لپاره ۸۰ روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي دي.

 

۳- د عامه پوهاوي پراختیا څانګه

عامه پوهاوی د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په مهمو فعالیتونو کې شمېرل کیږي، چې موخه یې د افغانستان د خلکو او دولتي ادارو د کارکوونکو د خبرتیا کچې لوړول دي.
دغه څانګه هڅه کوي په هېواد کې د اطلاع رسونې له شته او شونو  وسایلو نه په ګټې اخستنې سره، خلکو ته د اړتیا وړ معلوماتو او خبرتیا ورکولو په برخه کې نوي پروګرامونه طرح او پلي کړي. د عامه پوهاوي پراختیا څانګه د وېبپاڼې، میاشتنۍ خپرونې، ځانګړو خپرونو، لارښودونو، بېلبورډونو، غونډو، مستند فلم او راډیويي او ټلویزیوني پیغامونو له لارې خلکو ته د حکومت فعالیتونه او لاسته راوړنې رسوي.

 

۴- د رسنیو د څار او شننې څانګه

د رسنیو د څار او شننې څانګه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز یوه بله مهمه څانګه ده، چې د هېواد او نړۍ د چاپي او برېښنایي رسنیو شننه او ارزونه کوي.
 دغه څانګه د ورځې دوه ځله د افغانستان او نړۍ پېښې د افغانستان اسلامي جمهوریت د حکومت مشرتابه پلاوي او جګپوړو چارواکو ته چمتو کوي.

 

اداري څانګه د پروګرامونو ملاتړی رول لوبوي. په دغه مدیریت کې مالي، تدارکاتي، د بشري سرچینو او امنیت مدیریتونه شامل دي. اداري څانګه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د پروګرامونو د پلیتابه په برخه کې د تدارکاتي ملاتړ د یوه کارنده عامل په توګه رول لوبوي.