faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د مرکز د رييس پيغام

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رييس پيغام

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په افغانستان کې يو داسې مرکز دى، چې  دخلکو، حکومت او رسنيو ترمنځ واټن له منځه وړي. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې يوه داسې زلمۍ مسلکي كارډله پر كاربوخته ده، چې د ظرفيتونو لوړاوي، مالوماتو ورکولو، خبرتيا او عامه پوهاوي په موخه خلکو ته چوپړ کوي. 

 

 په دغه مرکز کې د غونډو لپاره مجهز وسايل شته، چې د ژورناليستانو،  حكومتي مامورانو او دولتي کارکوونکو د مسلکي  وړتياوو د لوړاوي  لپاره ترې دهيواد په کچه  ګټه اخستل کيږي. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له پيل څخه تر اوسه پورې خلكو ته ارزښتناك خدمتونه وړاندې كړي دي. موږ باور لرو، چې د رسنيو او حکومت ترمنځ د دا ډول ښې همکارۍ لاسته راوړنې به خلکو ته په ډاګه وي. 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز  اصلي موخې په حکومت کې د ادارو ترمنځ په سرعت سره د مالوماتو شريکول، د نړيوالو او ملي رسنيو استازو ته اسانتياوې برابرول او د حکومت له برياوو او پرمختګونو  څخه د خلکو خبرول دي. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز بله موخه په اغيزناك ډول د حکومتي وياندويانو د وړتياوو لوړول دي. 

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز ګڼ دولتي بنسټونه پرانيستي او د هغو د کړنو ،همکاريو او پرمختګ څار کوي. دغه مرکز د امنيت، فرهنګ او پرمختګ لپاره ډيرې اغيزناكې غونډې جوړې کړې،چې  موخه يې د دولتي چارواکو او د هغوى د نړيوالو همکارانو ترمنځ پر يوې اغيزناكې همغږۍ راڅرخي. د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د مالوماتو د کره توب لپاره اغيزناک ګامونه اخيستي او د تېروتنو د مخنيوي هڅه كوي.   

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز  له اسانتياوو نه په گټې اخستنې سره په ډيرکم وخت کې ډيرو جګپوړو دولتي چارواکو او د هغوى دوستانو کنفرانسونه جوړکړي او خلکو ته يې د يو لړ مالوماتو ورکولو لارې چارې برابرې کړې دي. 

 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز هڅه کوي خپلې هغه موخې ترلاسه كړي، چې په لنډو ټکو کې نه شي بيانېدلاى. د دغه مرکز مشرتابه وياړي، چې په لنډ وخت کې يې د خپلو تجربه لرونکو غړو له لارې د ښه کار بنسټونه ايښي دي. موږ هيله لرو، چې دغه مرکز به د خپلو هڅو په پايله کې د عامو خلکو د خبرتيا او پوهاوي په برخه كې اغيزناک کارونه وکړي.