faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس ښاغلي صفت الله لنډ پېژند پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک

ښاغلی صفت الله د شمس الرحمن زوی په ۱۹۸۱ زېږیز کال، د کنړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې، په یوه متدینه او روڼ آندې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولی دی.
ښاغلی صفت الله په اوه کلنۍ کې د زده کړو په موخه پاکستان هېواد ته ولاړ او خپل لومړني، منځني او ثانوي زده کړې یې په بریالیتوب سره پای ته ورسول.


نوموړي د هغې ځانګړې لېوالتیا او مینې له کبله چې لوړو زده کړو سره یې درلود، په ۲۰۰۴ زېږېز کال کې کابل پوهنتون ته لاره ومونده او په بریا سره د لیسانس په درجه د فقې او قانون له څانګې  فارغ شو.
وروسته له لیسانس دورې څخه په ۲۰۰۸ زېږيز کال کې، مصر هیواد ته ولاړ او د ژورنالیزم په برخه کې اوږدمهال یو کلن کورس یې په بریا سره پای، نوموړی خپل ماستری له هند نه په عامه اړیکو او انکشافی اړیکو په برخه کی تر لاسه کړی دی،  ته ورسول اوهلته یې بیا د مصر هېواد په دولتي تلویزیون کې د خبریال په توګه کار پیل کړ.


د ژورنالیزم په څانګې کې د ښاغلي صافي فعالیت او کړنې دوام وموند او د دوو کلونو لپاره په افغانستان کې د منځني ختیځ نشراتي مرکز استازي په توګه پر دندې بوخت ؤه.
د دندې په بهیر کې د ژورنالستیکي مهارتونو او  زده کړو  په موخه د امریکا هېواد ته ولاړ او هلته د شننې، څېړنې او ژورنالیزم مختلف کورسونه تعقیب او په بریالیتوب سره یې بشپړ کړل.
ښاغلي صافي د ښونې او روزنې وزارت د ویاند په توګه هم کار کړی او د ۱۳۹۰ کال په غویي میاشت کې چې د ۲۰۱۱ زېږیز کال له مۍ میاشتې سره برابره ده د افغانستان د جمهوري ریاست د مقام حکم سره سم د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال په توګه وګمارل شو.


د نورو رسمي بوختیاوو سربېره چې ښاغلی صفت الله يې لري، د سیمې او په ځانګړي توګه د منځني ختیځ او افغانستان حالاتو شننوکی او تحلیلکونکي په توګه،  د نړیوالو او کورنیو رسنیو په بحثونو کې ګډون کوي.


یاده دې وي چې نوموړی د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ میاشتې له پیل څخه چې د ۲۰۱۲ زیږیز کال د نومبر میاشتې سره برابره ده د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رييس په توګه د هېواد او هېوادوالو په چوپړ کې دی.