image image image image image
اوبه زموږ لویه شتمني ده باید مدیریت یې وشي
زموږ د هیواد جغرافیه په طبیعي توګه د اوبو د زیرمو پراخ امکانات لري. خو د دغو امکاناتوڅخه هغه وخت سالمه ګټه اخیستلی شو چې د اوبو د مهارولو په خاطر د اوبو سالم مدیریت رامنځته کړو او د اوبو لوی او واړه بندونه جوړ کړو، چې له یوې خوا د کرني وړ پراخي ځمکي خړوبي شي او د کرني د پیداوارو کچه لوړه شي او له بلي خوا له دغو زیرمه شوو اوبو نه برېښنا ترلاسه کړو.
دغو هیلو او اهدافو ته هغه وخت رسیدلی شو چې موږ د اوبو په مدیریت کې ژور بدلون رامنځته کړو.
د علمي څیړنو له مخي اوس مهال موږ یوازې د خپلو اوبو له ۲۵ نه تر ۳۰ سلنه ګټه اخلو او له ۷۰ نه تر ۸۰ سلنه اوبه مو ضایع کیږي او ګاونډیو هیوادونو ته ځي.
د څېړونکو په وینا موږ هر کال د میلیارډونو ډالرو په ارزښت اوبه له لاسه ورکوو خو که دغه لویه پانګه مهارشي نه یوازي زموږ د کرني سکټور ستره وده کوي او زیاتې شاړې ځمکې د کرني لپاره چمتو کیږي بلکې د بندونو په جوړولو سره موږ د برېښنا زیاته انرژي تر لاسه کولی شو، چې هم مو کورنیو غوښتنو ته پوره ځواب ویلی شي او هم مو د صنعتي کارخانو اړتیاوې پوره کولی شي چې اوس مهال د برېښنا د نشتوالي له امله په ټپه ولاړې دي، دغه راز د بندونو په جوړېدو او د برېښنا په زیاتوالي سره کولی شو ګاونډیو هیوادونو ته خپله برېښنا صادره کړو او له دې لارې د پام وړ عواید  ترلاسه کړو.
ویل کیږي، چې تیره یوه نیمه لسیزه کې د هیواد په کچه پربرېښنايي زیربناوو له څلورو میلیارډو زیاته پانګونه شوې ده خو اوس هم موږ د برېښنا له کمښت سره مخ یو او په دې اړه بنسټیز کارونه نه دي ترسره شوي.
څیړنې ښیي، چې افغانستان له ۲۲ زره میګاواټو څخه د زیاتي برېښنا د تولید وړتیا لري چې له دې جملې یوازې د کونړ پر سیند له ۱۰۰۰ میګاواټو څخه زیات د برېښنا تولیدونکی بند جوړیدلی شي.
د ملي یوالي حکومت په راتګ سره په هیواد کې د لویو زیربنايي او بنسټیزو پروژو د جوړېدو نوې لړۍ پیل شوې چې د ټاپي ، ټوټاپ ، سلما بند، کاسا زر، داوسپنې د پټلۍ د اوبو د سترو بندو او نورو سترو پروژو د پلې کیدوڅخه یادونه کولی شو.
د ولسمشر محمد اشرف غني د اقتصادي پروګرامونو په تګلاره کې د لویو او بنسټیزو پروژو پلي کول لومړیتوب لري چې له هغې ډلې نه د لویو او وړو بندونو جوړیدل د اوبو مهارول او د اوبو مدیریت د هغوی په کاري لومړیتوبوکې ځانګړی ځای لري.
د اوبو او برېښنا له مسئولینو سره په غونډو او لیدونو کې ولسمشر د اوبو د بندونو په جوړولو ټینګار کړی او د (۲۱) بندونو د جوړېدو خبره شوې ده. دغه راز ولسمشر ویلي چې (( د اوبو په مدیریت کې باید بدلون را منځته شي)).
د روان کال د ثور به ۲۹ نېټه د هیواد ولسمشر د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو د برخې له تخنیکي ټیم سره په یوه کتنه کې وویل (( پخوا د افغانستان اوبه په دودیزه توګه وېشل کېدې خو له دې وروسته به د هیواد اوبه د اوبو د نظام د نړیوالو قوانینو مطابق تنظیم شي)) ولسمشر زیاته کړه : (( حکومت هڅه کوي چې په سالم مدیریت سره اوبه مهارشي او د کرنې او انرژۍ د تولید لپاره ترې زیاته ګټه واخیستل شي)).
د یادولو وړده چې افغانستان اوس مهال ۷۵ میلیارډه متر مکعب اوبه لري، چې ۵۷ میلیارډ مترمکعب یې د ځمکې پر سر او ۱۸ میلیارډ متر مکعب یې د ځمکې لاندې بهیږي، خو د دغو اوبو ۳۵ سلنه له کوم بدیل پرته ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي.
په داسې حال کې چې افغانستان د اوبو د زیرمو له پلوه یو بډای هیواد ګڼل کیږي، خو په دغه هیواد کې ۵۸ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري اونور ترې بې برخي دي. دا ستونزه هغه وخت د حل لاره موندلی شي چې په هیواد کې د اوبو سالم مدیریت رامنځته شي.
حکومت په پام کې لري چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د اوبو رسونې یو شمیر لویې او وړې پروژې پلې او پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي کچه ۷۶ فیصدو ته لوړه کړي.
دغه راز افغان حکومت د اوبو د سالم مدیریت په خاطر په پام کې لري چې له ۲۱ نه تر ۲۹ پورې د اوبو اساسي بندونه جوړ کړي ترڅو د هیواد اوبه په سمه توګه مهار او مدیریت شي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې د افغانستان زیاتره اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي اودغه هیوادونه د افغانستان په نا امنیو کې مستقیم لاس لري او غواړې چې افغانستان د خپلو اوبو په مهارولو او مدیریت کې بریالی نشي.
د اوبو او تلپاتې پرمختګ په نوم څلورم ملي کنفرانس کې د هیواد ولسمشرپخپله وینا کې د اوبو د اهمیت او مدیریت په اړه وویل چې (( اوبه د افغانستان لویه شتمني ده او د یوه مهم فکټور په توګه په سیمه ایزو همکاریو کې مهم رول لري هغه زیاته کړه، تمه لري چې ګاونډیان یې د دغه هیواد د اوبو پرمدیریت اندېښنه ونه کړي، بلکې ملاتړ یې وکړي)).
ولسمشرغني د افغانستان د اوبو په اړه ګاونډیانو ته په خطاب کې وویل: (( لازمه ده چې ټول ډاډه واوسي، چې د افغانستان د اوبو انکشاف زموږ د خلکو او سیمې په ګټه دی))
دغه راز ولسمشرغني د افغانستان د اوبو د مدیریت او له دغو اوبو څخه د عادلانه ګټې اخیستنې لپاره د حقوقي چوکاټونو جوړول او د هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو تړونونو ترسره کول اړین وبلل او زیاته یې کړه چې د دغو میکانیزمونو په جوړولو سره به ټول هیوادونه په عادلانه توګه د اوبو له حق څخه برخمن شي.
څو اوونۍ وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې دیوه نړیوال کنفرانس په ترڅ کې ویلی ؤ چې د کمال خان، کجکي، او سلما بندونو د جوړیدو پروړاندې بې تفاوته نشي پاتې کیدای.
د روحاني دغو څرګندونو د افغان حکومت، سیاسي کړیو، شخصیتونو، مدني ټولنواو خلکو تُند غبرګونونه راوپارول او په دې اړه د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د اعتراض لويي غونډې او لاریونونه ترسره شول.
څه موده وړاندې د اوبو او برېښنا وزیرعلي احمد عثماني د ولسې جرګې په استماعیه غونډه کې د اوبو د اهمیت په اړه څرګندونې کولې ویې ویل، حکومت هڅه کوي چې اوبه مدیریت کړي او باید د کور دننه له دغو پلانونو څخه ملاتړوشي، هغه زیاته کړه چې د اوبو د مدیریت په خاطر همدا اوس د شاوخوا ۴۰ بندونو د پروژې جوړونې کارونه بشپړ شوي دي.
هغه د ایران د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې وویل: چې په ایران کې له اوبو د ناوړه ګټې اخیستنې او د چاپیریال د ستونزو له امله دغه هیواد د اوبو له کمښت سره مخ دی خو ایران باید د افغانستان پروړاندې د اوبوله ابزارې سیاستونو او ډیپلوماسۍ څخه کار وانخلي.
د یادولو وړده چې ایران د افغانستان سره پرګډه پوله او د هریرود په حوزه کې چې د دواړو هیوادونو د اوبو ګډه حوزه ده په لسګونو د اوبو بندونه جوړ کړي خو په ګاونډي هیواد افغانستان کې د اوبو د بندونوله جوړولو او د اوبو د مهارولو او سالم مدیریت سره مخالفت کوي.
په داسې حال کې چې افغانستان له ایران سره د هلمند د اوبو د وېش په اړه د پخواني پاچا د واکمنۍ پرمهال یوه هوکړه کړې چې ټول مواد یې د نړیوالومنل شویو قوانینو او کنوانسیونونو سره مطابقت لري او اوس هم د منلو وړده افغانستان اوس هم هغې هوکړې ته  ژمن دی دا دایران دنده ده چې هغې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
افغانان د نړیوالو قوانینو سره سم غواړي د خپل هیواد اوبه مدیریت او مهار کړي او د ضایع کیدو مخه یې ونیسي بل هیواد نشي کولی چې د بهانو په تراشلو زموږ اوبه د ځان حق وګڼي او زموږ د پرمختګ پروړاندې خنډونه جوړ کړي، ګاونډیان باید پوه شي چې افغان ولس متحد او یو موټی ولس دی له خپل هیواد، ملي حاکمیت او ملي شتمنیو په یووالي اومېړانه دفاع کوي، هوډ لري چې خپلي اوبه مهار کړي او دخپلې دغې لويي شتمنۍ د ضایع کیدو مخه ونیسي.

د هلمند ناوې ولسوالي بېرته امنیتي ځواکونو ونیوله
د هلمند ولایت د ناوې ولسوالي، چې له څه مودې راهیسې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې وه، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تازه چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د وسله والو مخالفینو له ولکې خارج او د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
جنرال محمد رادمنش د ملي دفاع وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال وویل: همدا اوس د ناوې ولسوالۍ د شمالي او سویلي سیمو د بشپړې تصفیې په موخه د افغان امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري او د ولسوالۍ تر بشپړې تصفیي وروسته به ژوند عادي حالت ته را وګرځي او حکومت به خلکو ته عامه خدمتونو وړاندې کړي.
رادمنش وویل، ناوې ولسوالۍ کې به ژر تر ژره ښوونځي او روغتیایي مرکزونه پرانیستل شي تر څو خلک زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړي.
جنرال رادمنش همداراز زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو لخوا د ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په بروکسل غونډه کې ۴ د بحث وړ موضوعګانې تایید شوې
په سیاسي برخه کې په ځانګړي ډول د کابل کنفرانس، د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ، د د فاع وزارت د څلور کلن پلان د عملي کولو په برخه کې مرسته او د بهرنیو ښوونکو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې دوام او هغوی ته د تجهیزاتو برابرول څلور مهمې موضوعګانې وې، چې د افغانستان لخوا د بروکسل ناسته کې د ناټو د دفاع وزیرانو ته وړاندې شوې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي، چې تېره اوونۍ یې د بروکسل په ناسته کې ګډون کړی ؤ، د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل: چې یادې څلور موضوعګانې د نړیوالې  ټولنې لخوا په ځانګړی ډول د ناټو د دفاع وزیرانو لخوا ومنل شوې.
ښاغلی بهرامي د خپلو خبرو په دوام وویل: "د بروکسل په ناسته کې د ناټو دفاع وزیرانو دې ته په اشارې سره، چې د تروریزم خطر لا هم د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې شتون لري، ټینګار وکړ، چې دوی به اجازه ورنکړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي."
د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه:( د ناټو دفاع وزیرانو په ناسته کې یې ژمنه کړې، چې د ملي یوالي حکومت هڅه کړي تر څو په دولتي ادارو په ځانګړي ډول په ملي دفاع وزارت کې مسلکي او ژمن کسان په دندو و ګماري،چې په یاده برخه کې لاسته راړونې هم لري.)
د ناټو دفاع وزیرانو په ناسته کې، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې جوړه شوې وه، نړیوالې ټولنې د امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز برخه کې د مرستو ترڅنګ، افغانستان ته د څو زره تازه نفسه سرتېرو د لېږد ژمنه هم وکړه. طارق شاه بهرامي که څه هم افغانستان ته د راتلونکو تازه نفسه سرتېرو شمېره کره نکړه خو زیاته یې کړه، چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به امریکا د افغانستان او سیمې په اړه خپله تګلاره روښانه کړي.
په اجباري توګه د کډوالو او پناغوښتونکو راستنېدو ته د افغانستان شرایط برابر ندي
اجراییه مشر جلالتمآب ډاکتر عبدالله عبدالله، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو اورسنیو مرکز کې د پناغوښتونکو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، ټینګار وکړ، چې حکومت د بیځایه شویو او پناغوښتونکو ستونزې درکوي، هغه وویل: دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزرات، لږو امکاناتو ته په کتو سره توانېدلی دی، چې خپل ظرفیت لوړ کړي او په دې لاره کې بنسټیز کارونه تر سره کړي. اجراییه مشر همداراز زیاته کړه، چې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو د حل په موخه اجراییه کمېټې جوړې شوې دي.
سید حسین عالمي بلخي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، چې یادې غونډې ته یې وینا کوله وویل: د کډوالو قبلوونکو هیوادونو څخه تمه لرو، چې د پناغوښتونکو کېسونو ته په رسېدو کې د افغانستان ناامنیو ته په کتو برابر او له توپیر پرته چلند وکړي. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان شرایط د اجباري کډوالو راستنېدو لپاره برابر ندي او حالاتو ته په کتو سره تمه کېږي، چې کډوال قبلوونکي هیوادونه د افغانستان په اړه، ډیپورټ سیاست باندې له سره کتنه ونه کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر همداراز وویل، چې افغانستان د پناغوښتونکو له حقونو د دفاع بخاطر د کنوانسیونونو او هغو اعلامو او هوکړه لیکونو رعایتولو ته ژمن دی، چې د نا قبول شویو کېسونو پناغوښتونکو د قبلولو په اړه دي.
ښاغلي بلخي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه، چې هیواد ته د ۷ میلونه کډوالو او پناغوښتونکو پر راستنېدو سربېره، اوس هم زمونږ ۵.۶ میلونه هیواد وال په بهر کې د کډوالۍ ژوند کوي. هغه همداراز د داخلي بې ځایه شویو کډوالو شمېره ۱۵۲۸۲۹ کورنۍ وښودې او زیاته کړه، چې د یادو کورنیو ستونزو ته د رسېدو په موخه پرګرامونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.
په پای کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، د روان کال له پیله تر اوسه له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو شمېر ۱۹۴ زره کسان په ډاګه کړ.
افغانستان کې داعش ډله د تیښتې په حال کې ده
په تیرو څو میاشتو کې داعش ډله د افغانستان یو شمیر ختیځو سیمو کې د ملی امنیتي ځواکونو له خوا سخته ځپل شوې او هغه سیمې چې دوي په کې واکمني کوله له لاسه ورکړي او د سیمو پریښودو ته اړ وتي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي دوي یوازې د ننګرهار په ولایت کې د دغې ترهګرې ډلې پر ضد له لسو زیات پراخ پوځي عملیات تر سره کړي چې له امله یې د داعش د دوو مشرانو حافظ سعید او مولوي حسیب په ګډون د دغې ډلې ۲۵۰۰ تنه غړي وژل شوي او ۸۰۰ نور یې ټپیان دي.

دغې ډلې د ۱۳۹۴ لمریز کال په پیل کې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د اسلامي خراسان نوم وټاکه او داسې یې انګیرله، چې د دغه خلافت مرکز به افغانستان کې جوړوي، خو په دغه هیواد کې نه یوازې دا چې خپلو موخو ته ونه رسیده، بلکې له هغو سختو ګوزارونو سره مخامخ شوه چې دوی یې هیڅکله هم تمه نه لرله.
داعش لومړی د افغانستان په سویلي ولایتونو هلمند، فراه، زابل او ارزګان کې سر راپورته کړ چې هغه مهال خلکو مخ پټي ترهګر بلل، خو په هماغو لومړیو کې د افغان ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یې ګڼ شمیر ووژل شول او هغو چې ژوندي پاتې وو د تیښتې لار یې خپله کړه.

له هغې وروسته یې د افغانستان ختیځو سیمو ته مخه کړه چې ډیر شمیر یې د اچین او کوټ په ولسوالیو کې په ترهګریزو عملیاتو پیل وکړ، هلته یې نه یوازې د ماشومانو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، بلکې د سیمې د خلکو لپاره یې د ژوندانه ټولې لارې هم بندې کړې، خو له هغه مهاله وروسته چې د اچین په ولسوالۍ کې د بمونو د مور په نامه ستر غیر اټومي بم پریوت د دغې ډلې ګڼ کسان په کې له منځه ولاړل او سیمه ییزو خلکو هم له سره ژوند پیل کړ. د دغه بم له غورځولو وروسته په سیمه کې ماشومان له دې امله خوشاله وو چې یو ځل بیا به د ښوونځیو تړل شوې دروزاې د دوی پر مخ پرانیستل کیږې او له حکومته هم د دغو ماشومانو غوښتنه دا وه چې د دوی د زده کړو په برخه کې دې اسانتیاوې برابرې کړي.

همدا رنګه دغې ډلې له اچینه وروسته د کوټ پر ولسوالۍ هم بریدونه وکړه او د یو څه مودې لپاره یې پر دغې ولسوالۍ ولکه ټينګه کړه، هلته یې هم هغه چارې تر سره کړې چې د خلکو د پراخې کرکې او نفرت سره مخامخې شوې. نه یې د چا د سر خیال ساته او نه یې هم د هغوی پر مال او شتمنیو ترحم لاره، په کوټ کې هم سترې ماتې سره له مخامخ کیدو وروسته بیا د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو پر لور وخوځیده چې دا دی په دې وروستیو کې د درنې مرګ ژوبلې وروسته د تېښتې په حال کې ده او هغه سنګرونه یې چې د تورې بوړې په سیمه کې جوړ کړي وو دا مهال د ملي پوځ د ځواکونو په ولکه کې دي.

که څه هم چې د داعش د ځپلو په تړاو د هیواد، سیمې او په نړیواله کچه جدي مبارزه روانه ده، خو دغه ډله غواړي په یو لړ غلچکیو بریدونو سره په یو شمیر نا امنه سیمو کې د خلکو ترمنځ ویره او ترهه خوره کړي، دا رنګه داعش هڅه کوي چې ماشومان او تنکي زلمیان تېرباسي، د هغوی مغزونه ووینځي او ترهګریزې کړنې پرې ترسره کړي، خو په ټوله کې افغانان داعش پردۍ پدیده بولي او له هغوی کرکه کوي، همدا اوس هم داسې رپوټونه شته چې د ننګرهار ولایت حصارک، شیرزاد، خوګیاڼیو، چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې خلک راپاڅیدلي او د داعش ډلې پر ضد یې غږ پورته کړی او د دولتي ځواکونو په څنګ کې دریدلي دي.

خو د دغو ټولو ماتو او ناکامیو سره، سره دغه ډله هڅه کوي د افغانستان په ځینو نا امنه سیمو کې له تنکیو ماشومانو څخه د خپلو ترهګریزو موخو د ترسره کولو لپاره کار واخلي، تیره اونۍ د غور ولایت څخه داسې ویډیو ګانې د سیمه ییزو رسنیو له لارې خپرې شوې چې ګواکې د دغه ولایت د مرکز فیروز کوه څخه په شپیته کیلو متره لرې واټن د مرغاب په سیمه کې هغه ماشومان چې عمرونه یې د اوو او اتو کلونو ترمنځ وو د داعش د بهرنیو غړو له خوا چې په عربي ژبه یې خبرې کولې تر روزنې لاندې نیول شوي وو، داعش غواړي په یو شمیر لرې پرتو بیوزله سیمو کې د خلکو له بیوزلۍ ناوړه ګټه پورته کړي او هغه ماشومان په خپلو لیکو کې جذب کړي چې باید ښوونځیو ته تللي وای، دغه ډله د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف چې ویلي یې دي هر ماشوم باید زده کړې وکړي او د اتلسو کالو څخه د ټیټ عمر کسان باید د جګړو په لیکو کې و نه ګمارل شي، ماشومان ترهګریزو اعمالو ته هڅوي او ښوونځيو ته د تګ پر ځای یې د ښوونځیو د ړنګولو او ورانولو لپاره روزي.

چاپي خپرونې

  • خبرپاڼه
  • مجله
  • ګډون وکړﺉ
faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon