ویدیو

 

faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
د بدخشان په زیباک کې د ملي اردو تصفیوي عملیات دوام لري PDF چاپ نامه الکترونیک
Administrator   
شنبه 16 ثور 1396 ساعت 16:58

د ملی دفاع وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د زیباک ولسوالۍ د روانو عملیاتو په اړه څرګنده کړه چې په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو پروړاندې تهاجمي عملیات مخ پر وړاندې روان دي.

وزیري وویل په دغو عملیاتو کې څرګندې لاسته راوړنې شتون لري، او طالبانوته زیات تلفات اوښتي دي هغه زیاته کړه، اوسمهال په بدخشان ولایت کې زیات شمیرکوماندو او نور امنیتي ځواکونه موجود دي.
هغه ډاډ ورکړ چې داعملیات به ترهغه مهاله دوام ومومي چې سیمه په بشپړه توګه تصفیه اوپاکه شي.

وزیري زیاته کړه چې د هیواد په کچه یوازې تېره اونۍ ۲۰پلان شوي او د کوماندو ۲۱ ځانګړي عملیات ترسره شويدي. دغه راز هغه د هوايي بریدونو، هوايي ضربواو د شپنیو عملیاتو یادونه هم وکړه.

دوزیري په وینا د دغو عملیاتو پرمهال د طالبانود دووقوماندانانو په ګډون ۳۴۸ کسان وژل شوي، او ۱۸۸ کسان ټپیان شوي او ۸۲ تنه یې ژوندي نیول شويدي. دغه راز په دغو عملیاتو کې د داعش ۱۰۳ کسان او د هغوی یو قوماندان د همایون په نوم هم وژل شوی دی.
###