faceBook icon twitter icon flicker icon youtube icon
  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
متن کامل سخنرانی رییس جمهور حامد کرزی در مراسم افتتاح سال دوم تقنینی دور ۱۶ ولسی جرگه PDF چاپ نامه الکترونیک
  
يكشنبه 02 دلو 1390 ساعت 10:46

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام علىخاتم النبيين
د ملي شورى جلالتمآب ریيس؛
د مشرانو جرگې جلالتمآب ریيس؛
د جمهوري رياست معاون صاحبانو؛
فضيلت مآب قاضى القضات صاحب؛
د جهاد محترمو رهبرانو؛
د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا محترم ریيس؛
د ملت درنو استازو او محترمو سناتورانو؛
د حكومت محترمو اعضاوو؛
د دیپلوماتيكو هيئتونو محترمو غړو؛
د رسنيو ښاغلو استازو؛
مېرمنو او ښاغلو!
وروڼو او خویندو؛
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
ښه راغلاست!
خوش آمدید
خوش كيلدنگ

خوشحاله يم چې نن د ملي شورى د تقنيني کال د پرانيستنې په دې درنه غونډه كې تاسو درنو وكيلانو او سناتورانو ته خطاب كوم.
تېر تقنيني كال د افغانستان د ملت لپاره له لوړو، ژورو ډك كال و، د دولتي بنسټونو د پياوړتيا، د ملي اردو او امنيتي قواوو د ځواكمنېدو او د هېواد د اقتصادي او اجتماعي ودې لپاره مو موثر گامونه واخيستل. په بين المللي غونډو او كنفرانسونو كې د هېواد پرله پسې اشتراك په نړيواله سياسي صحنه كې د افغانستان حضور لا پياوړى كړ.


زموږ د هيواد په تاريخ كې له اماني دورې وروسته لومړى ځل شاوخوا پنځه سوه ممتاز استادان او محصلان د افغانستان په پيسو د لوړو تحصيلاتو لپاره هندوستان او تركيى ته واستول شول. حكومت غواړي چې په خارجي پوهنتونونوكې د افغان محصلانو د لوړو زده كړو اختصاصي بودجه په راتلونکي كال كې سل په سلو كې زياته كړي او شاوخوا پنځه سوه ميليونو افغانيو ته يې ورسوي، څو موږ وكولاى شو، هر كال زر تنه ممتاز استادان او محصلان د افغانستان په خپلو پيسو خارج ته واستوو. دا يو ډېر موثر اقدام دى، چې د دوستو هېوادونو له راكړو تحصيلي بورسونو سربيره د طب، انجنيرى، طبيعي علومو او مديريت په څانګو كې موږ خپله په خارج كې د وطن بچيان وروزو. د روزنې په دې سلسله كې به د متوازنې ودې اصل ته په پاملرنې سره د هېواد د ټولو سيموممتاز ځوانان شامل وي.


په دې كال كې مو د معارف د شاگردانو شمېر 8.4 ميليونو تنو ته ورسېد، چې د 192 زره ښوونكو په وسيله ورته په څورلس زره شپږسوه ښوونځيو كې تدريس كېږي.
د عامې روغتيا په برخه كې د نورو پرمختګونو ترڅنګ د صحي خدماتو د پراختيا له امله د ميندو او كوچنيانو د مړينې فيصدي د تېرو كلونو په پرتله ډېره لږ شوې ده. همدا راز مو پولي پشتوانه هم شپږنيم زره ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده.


جناب رئيس، د خلكو درنو استازو، مېرمنو او ښاغلو!
د سږكال په تېرو ۹ مياشتو كې د دولت د لاسته راوړنو گزارش تاسو ته وړاندې شوى دى، زه نه غواړم چې ستاسې وخت ونيسم او يو ځل بيا دا لاسته راوړنې يادې كړم؛ خو غواړم د اّينده كارونو عمده نكاتو ته ځينې لنډې اشارې وكړم:


سولې ته د رسېدو او د شخړو دكمېدو لپاره د افغانستان د خلكو او حكومت له پرله پسې هڅو سره سره، له بده مرغه په دې كال كې هم زموږ خلكو ډېرې قربانۍ وركړې او بې مثاله ستم يې وگاله. د هېواد ډېر ملكي وگړي شهيدان شول او د هېواد د دفاعي او امنيتي قواوو ډېرو منسوبانو له خپلې خاورې د دفاع په لاره كې خپل ځانونه قربان كړل.


لیست شهدای امسال به اضافه لیست شهدای بزرگان و مشران قوم، علمای کرام دین، استادان پوهنتون ها، معلمین عزیز وطفل، زن و بچه کشور ما را برای تان یادآور می شوم.
این لست را بخاطریکه به طرف صلح و ثبات کوشش زیادتر کنیم، قرائت می کنیم:


رئیس شورای عالی صلح استاد برهان الدین ربانی
جان محمدخان یکی از مجاهدین سرشناس کشور
انجینر محمدعمر
الحاج عبدالمطلب بیگ
محمدهاشم وطنوال
خان محمدخان مجاهد
ډگرجنرال داوود داوود
جنرال شاه جهان نوری
شرف الدین
جنرال عبدالرحمن سیدخیلی
غلام حیدر حمیدی، شاروال کندهار
سیدحسام الدین
سیدولی
ښایسته گل علی زی
حاجی یارمحمد
ملک محمد زرین
حاجی محمدافضل اڅکزی
حاجی نوراحمد وزیرخیل
حاجی عبدالفتاح
شیرزمین
حاجی عبدالطیف نورزی
حاجی محمدظاهر خان
الحاج انجینر میرویس
حاجی رمضان
محمدظریف
محمدخان یعقوبی
زلمی خان
مولوی حکمت الله
مولوی علي خان
سیدفضل الدین آغا
عزت خان
مسعود
اصیل احمد
حاجی سیدمحمد پهلوان
احمدولي کرزی
محمد داوود احمدزی
محمدجواد ضحاک
عبدالحکیم سلیمانخېل
سیدرحمن ملنگ
خانم گل مکی وکیلی
عبدالقهار
حاجی سردار احمد
شیرمحمدخان عرب
حاجی محمدنعیم


این لیست از تعداد محدود شهدای امسال است که سر کرده شان استاد شهید ما می باشد.
همچنان خواهران و برادران عزیز فراموش نکنید، که در وطن ما تعدادی بسیار زیادی از جوانان وطن که از جانب طالب ها و دیگران فرستاده شدند، آنها جوان و اولاد این وطن هستند، آنها هم کشته شدند، آنها هم پدر، مادر و اولاد دارند، از همین خاک هستند، نا آگاه هستند، نا خبر هستند، جوان هستند و برای مرگ و تخریب وطن خود فرستاده می شوند.


از آنها هم یاد می کنیم و آرزو می کنیم که هیچ فردی از مردم افغانستان به هیچ ترتیبی به این خون آلوده نشود و از بین نرود.


نه در بین خود ما و نه از طرف خارجی ها.
دا شهادتونه ښيي، چې د افغانستان د خلكو د سوله غوښتنې ږغ له مثبت ځواب سره نه دى مخ شوى؛ خو له دې سره سره، دايمي او سراسري سولې ته د رسېدو لپاره، زموږ د خلكو په قوي اراده كې هېڅ خلل نه دى وارد شوى او نه به وارد شي.

ښاغلی ریيس او د ملت محترمو نماينده گانو!
څه د پاسه دېرش كاله كېږي چې زموږ هېواد له ورانوونكې جگړې، ظالمانه وژنو، قيد و زندان او بمباريو سره مخ دى.
زموږ د خلكو له سترو او مهمو اّرزوگانو څخه سوله او ثبات دى، چې رسېدو ته يې لحظې شمېري. پر افغانستان تپل شوې جگړه په خپله نوع كې د بشريت په معاصر تاريخ كې له اوږدو جنگونو څخه شمېرل كېږي.


سولې ته رسېدل د افغانستان د خلكو يوه عادلانه او مشروع غوښتنه ده، ددې غوښتنې پوره كول د دولت له وظايفو څخه ګڼل كېږي. زموږ ملي شورى، دايرې شوې عنعنه يى لويې جرگې، علماوو، قومي مشرانو او ټولو سياسي او مدني بنسټونو پر دې اصل تاكيدكړى دى.


زموږ ملت دا درې لسيزې د رنگارنگ مداخلو قرباني شو. د سولې، استقلال او اّزادۍ د تامين په لاره كې يې ډيرې قربانۍ وركړې او دا حق هم لري چې په سوله او امن كې ژوند هم وكړي. سولې ته د رسېدو لاره په خپله وټاكي او په خپل تصميم دغې ملي اّرزو ته ورسېږي. دغو اصولو ته درناوى، په حقيقت كې د افغانستان د ملي حاكميت حق او زموږ د ملت فداكاريو او قربانيو ته د احترام معنى لري.
هيله مو داده چې زموږ هغه وروڼه چې د خپلو خلكو خلاف په جنگ اخته دي د افغانستان د قضاياوو په باب له تازه ښكاره شوو جرياناتو څخه اوس په دې پوه شوي وي، چې دا جنگ د پردو د منافعو لپاره جنگ دى. خو افغانان او د افغانستان خاوره يې د تباهيو او برباديو بار په اوږو وړي. زموږ هيله ده چې په جنگ كې ښكيل وروڼه به ژر تر ژره د پردو ټوپك پر زمكه كېږدي. د خپلې خاورې خلاف به جنگ بند كړي او زموږ د سولې له هڅو سره به مله شي.


د سولې د راوستو لپاره دافغانستان دولت او د سولې عالي شورى له قربانيو سره سره خپلو هڅو ته دوام وركوي.
د يادونې وړ ده، چې د سولې د پروسې او د مذاكرو خاوند د افغانستان ملت دى. هيڅ پردى هيواد يا نهاد د افغانستان د ملت ددې حق مخه نه شي نيولاى.
افغانستان يو ځل بيا پر هغو اصولو او ارزښتونو تاكيد كوي چې لويې جرگې يې توصيه كړې ده.


د افغانستان هيله داوه چې طالبان په خپل هيواد كې دفتر پرانيزي او يا دا چې په يو مهم اسلامي هيواد، لكه تركيه او يا سعودي عربستان كې دا كار وكړي؛ خو له دې ټولو خبرو سره سره، سولې ته زموږ دخلكو د لېوالتيا او د جنگ د بهانو د ختمولو په خاطر، په قطر كې د طالبانو له دفتر سره مخالف نه يو.


اعضاى محترم مجلسين!
در اين اواخر ما با هيئتى از حزب اسلامى افغانستان به رهبرى محترم انجنير گلبدين حكمتيار مذاكراتى داشتيم. در اين مذاكره نقطه نظرهاى جانبين در فضاى صميميت و برادرى ابراز گرديدند. اميدوار هستيم كه مذاكرات ادامه يابند و به خاطر تأمين صلح نتايج سودمندى از آن به دست آيد.


خواهران و برادران عزیز!
قسمیکه خبر هستیم یک هیئتی از حزب اسلامی از پاکستان تشریف آورده بودند، همرای ما، مارشال صاحب و بعضی برادران دیگر ملاقات های داشتند، ملاقات های خوبی بود، در فضای صمیمیت و برادری صحبت شد.
امیدوار هستیم نتایج دلخواهی برای ملت افغانستان داشته باشد.

حضار گرامی!
انتقال مسووليت همه جانبه به دولت افغانستان، يك خواستهء بسيار مهم ملى ما مى باشد، مردم افغانستان از ما مى خواهند تا مسووليتها را در حوزه هاى امنيت، حكومتدارى، توسعهء اقتصادى و اجتماعى خود بر عهده بگيريم. بر عهده گرفتن مسووليت عام و تام، از يك طرف، اداى تعهد در برابر مردم و خدمت به مردم است و از جانب ديگر اعمال بدون قيد و شرط و مستقلانهء حاكميت ملى توسط ارگانهاى منتخب و مسوولان حكومتى و دولتى كشور ما مى باشد. از اين رو مى خواهم بگويم كه ما نه تنها مصمم مى باشيمِ؛ بلكه بى هر شك و شبهه يى مى خواهيم سرنوشت كشور خود را، خود به دست گيريم. يك بار ديگر تأكيد مى كنم كه در سال 2014 مسووليت ها كاملاً به افغانستان انتقال خواهد يافت و همكارى ميان ما واعضاى جامعه جهانى كاملاً شكل ديگرى به خود خواهد گرفت.
با تكميل دور دوم انتقال مسووليت ها به افغانستان كه در ماه حوت امسال به پايان خواهد رسيد. ما یعنی دولت افغانستان مسووليت 50 در صد از نفوس افغانستان را در عرصه هاى امنيت برعهده خواهيم گرفت. من از ارگان هاى دولتى و امنيتى كشور مى خواهم كه در راه خدمت به مردم و حراست از جان و مال آنها از هيچ كوششى دريغ نكنند. اين ملت بزرگ، شايستهء هر نوع فداكارى است و ما نيز تعهد بلند نگهداشتن درفش پُرافتخار اين خطه را به مردم خود داده ايم و در اين راستا خود را در پيشگاه خدا، ملت و تاريخ مسوول مى دانيم.

حضار گرامى!
تلاش ما در راستاى گرفتن همه جانبهء مسووليتها، بدون شك كه همراه خواهد بود با تقويت نهادهاى دولتى و اصلاح ادارهء ملکی افغانستان. اصلاح ادارهء ملكى در كشور ما و ايجاد يك ادارهء مستقل و غير سياسى از مسايل اصلى اند كه حكومت در اين اواخر در آن مورد به رايزنى و مشورت پرداخته است. ساختار اداره بايد متناسب ساخته شود با نيازهاى امروزى كشور ما و كارمندان ادارهء ملكى بايد از مصوونيت كارى لازم برخوردار بوده، از مداخلات غير قانونى سياسيون در امان باشند.


نماينده گان محترم مردم!
يكى از اقدامات مهم سياست داخلى ما امسال، برگزارى لويه جرگه مشورتى بود. در اين گردهمايى بيش از 2200 تن از نماينده گان اقشار گوناگون اجتماعى افغانستان شركت كرده بودند. دو موضوع اساسى در اين اجتماع بزرگ، براى مشورت و رايزنى مطرح گرديدند، موضوع روابط ستراتژيك افغانستان با كشورهاى جهان، به خصوص با ايالات متحده امريكا و موضوع روند صلح در كشور. همانطورى كه مى دانيم اين هر دو مسأله براى امروز و فرداى كشور ما دراى اهميت اساسى و حياتى مى باشند. 40 كميته كارى لويه جرگه توصيه نامه يى را در 76 ماده به حكومت افغانستان ارایه دادند كه از ديدگاه ما در تعيين خط مشى ما در رابطه با موضوعات يادشده، واجد اهميت اساسى مى باشد.


لويه جرگه عنعنه يى با حمايت از برقرارى روابط ستراتژيك با ايالات متحده امريكا و كشورهاى ديگر، بر شرايطى تأكيد كرد كه بازتاب دهندهء منافع ملى افغانستان و تحكيم حق حاكميت ملى ما مى باشند. حكومت افغانستان در اين راستا توصيه هاى لويه جرگه را با جديت مورد توجه قرار خواهد داد. بدون شك اگر ما با جهان بر سر امضاى پيمان هاى ستراتژيك به يك توافق اصولى دست يابيم تکمیل روند قانونى آنها، بر حسب موازين قانون اساسى كشور از طريق مجلسين شوراى ملى طى خواهد شد. هدف از امضاى پيمانهاى ستراتژيك، رسيدن به ثبات و امنيت در افغانستان و بدون شك كه تامين حاكميت ملى و استقرار انحصار قانونى دولت افغانستان بر امور دولت دارى مى باشد. از جانب ديگر ما ميخواهيم تا در يك منطقهء مملو از همكارى، دوستى و احترام متقابل با همسايه هاى خود زنده گى كنيم. از اين رو همكارى هاى ستراتژيك بايد به سود امنيت منطقه و نابودى تهديد تروريزم باشد. در صورتيكه امضاى قراردادهاى ستراتیژيك به تحقق اين اهداف كمك كنند، ما به امضاى قراردادها خواهيم پرداخت.


ښاغلی ریيس او د خلكو درنو استازو!
سږكال زموږ د هېواد په ارتباط دوه مهم منطقه يى او بين المللي كنفرانسونه په استانبول او بُن كې جوړ شول.
د استانبول كنفرانس زموږ د گاونډيانو او د سيمې د سترو هيوادونو يوه با ارزښته غونډه وه، چې په هغې كې د اقتصادي ودې او امنيت د تامين په باب د سيمه ييزو همكاريو پر پياوړتيا خبرې وشوې، په دې كنفرانس كې يو ځل بيا زموږ د هېواد پر مركزي موقعيت بحثونه وشول او په دې اصل تاكيد وشو، چې افغانستان د انرژي د توليدونكو هېوادونو د حوزې او مصرفي بازارونو ترمنځ د وصل يوه اساسي كړۍ ده.


د استانبول كنفرانس د جوړولو له امله د دوست او ورور هېواد تركيې له هڅو ډېره مننه كوم. دا كنفرانس به دويم ځل د راتلونكي كال په جوزاكې په افغانستان كې جوړ شي.
موږ په اقتصادي، تجارتي، ترانزيتي او امنيتي برخو كې د سيمې د هېوادونو د نژدې كېدو او د سيمه ييزو همكاريو د پراختيا غوښتونکي يو.
زموږ د هېواد لپاره ډيره مهمه بله پېښه د بُن د ستر كنفرانس جوړېدل وو، چې د سږكال د قوس د مياشتې په څوارلسمه د دوست هېواد اّلمان د بُن په ښار كې جوړ شو.
د افغانستان د پخواني دوست هېواد د اّلمان فدرالي جمهوريت څخه ډېره ډيره مننه كوم چې دغه نړيوال كنفرانس يې بري ته ورساوه او د كنفرانس د ټولو گډونوالو مېلمنو يې ډيره درنه او باعزته مېلمه پالنه وكړه.


د بُن په كنفرانس كې له سلو زياتو هېوادونو او بين المللي سازمانونو گډون كړى و. په كنفرانس كې د نړيوالو پراخ گډون راوښوده، چې زموږ د هېواد مسايل لاهم د جهاني سياست د توجه په مركز كې ځای لري.


دغې نړيوالې غونډې دا هم واضح كړه، چې افغانستان د نړيوالې ټولنې فعال او د احترام وړ غړى دى او موږ د تل لپاره د سياسي انزوا دوران شاته پرېښی دى. ددې كنفرانس اصلي شعار "له انتقاله تر تحوله" په حقيقت كې زموږ د خلكو اّرزو بيانوله.


په دې كنفرانس كې طرح شوو مسايلو، لكه: حكومتداري، امنيت، د سولې جريان، اقتصادي او اجتماعي پراختيا، سيمه ييزې همكارۍ او نورو كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ بشپړ توافق موجود و.
د كنفرانس رهبري افغانستان كوله او عمده هدف مو دا و، چې تر انتقال وروسته په اّينده لسوكلونو كې د نړيوالې ټولنې په همكارۍ د خپل هېواد د ثبات او ترقۍ تگلورى وټاكو. موږ له نړيوالو سره موافقه وكړه چې د خپل هيواد عام و تام امنيت لا ډېر موږ په خپله تامينوو او د هغو هيوادونو د سرتيرو د عودت زمينه مساعدوو، چې په تېرو لسو كلونو كې يې له موږ سره همكاري كړې ده. په دې نړيواله ناسته كې تر انتقال وروسته د لسو كالو لپاره د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همكارۍ عمومي چوكاټ مطرح شو چې په راتلونكو نړيوالو كنفرانسونو كې به يې پر عملي او مشخصو اړخونو خبرې وشي.
د روان كال د مى په مياشت كې د ناټو د مشرانو غونډه په شيكاگو كې جوړزږي. په دې غونډه كې به د افغانستان د ملي اردو او امنيتي قواوو د تعليم، تجهيز او تمويل مسايل وڅيړل شي. سره له دې چې زموږ د ملي اردو او امنيتي قواوو د تجهيز په برخه كې څه بهبود راغلى دى، خو په هیڅ ډول د افغانستان له دفاعي او امنيتي اړتياوو سره متناسب نه دى.


په دې برخه كې بايد د امريكا متحده ايالات او ناټو د افغانستان پر وړاندې پر خپلو تعهداتو عمل وكړي. د افغانستان حكومت، د هيواد حالاتو ته په پاملرنه د اردو د اوږدمهاله تشكيل او اړتياوو د څرنگوالي په باب له مسوولينو او كارپوهانو سره اختصاصي بحثونه شروع كړي دي، چې په دې رابطه به په موقع موږ خپلې پرېكړې وكړو.
د 1391 كال په جوزا كې به منطقه يي كنفرانس په كابل كې جوړ شي. په دې كنفرانس كې د سيمه ييزو همكاريو پر پراختيا خبرې كېږي. تر هغه به ژر وروسته د اسد په میاشت کې په توکیو کې له افغانستان سره د مرستو په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي. په دې کنفرانس کې به افغانستان بین المللي ټولنې ته د افغانستان نظر او ددوی د مرستو د څرنګوالي په باب او د هغو پروژو په باب چې افغانستان یې د آینده لپاره لري، خبرې وشي.
رؤساى محترم شوراى ملى، نماينده گان محترم ملت و حاضران محترم!
ما با انفاذ قانون اساسى جديد، نظام اقتصاد بازار را براى كشور خود انتخاب كرديم. اين يك واقعيت است كه در ميان نظام هاى اقتصادى آزمايش شده در جهان، اين نظام اقتصادى برترى هايى دارد. اما اگر در روند تحقق اقتصاد بازار، ساختار هاى جوامع گوناگون و خصوصيت هاى اجتماعى آنها در نظر گرفته نشوند، عملى ساختن اين نظام اقتصادى موجب مشكلات جدى اجتماعى و اقتصادى مى شود. حكومت جمهورى اسلامى افغانستان در هفته هاى اخير در اين رابطه يك سلسله بحث هاى را با كارشناسان اقتصادى كشور، آغاز كرده است. اين بحث ها، با حركت از تجارب تاريخى كشور ما و تجارب ده سال گذشته، بايد نتايج اقتصادى تحقق روند انتقال از خارجیان به افغانها و خروج نيروهاى نظامى و افراد ملكى خارجى را درنظر گرفته، كشور ما را آماده سازد تا ما بتوانيم بدون مشكلات اقتصادى و اجتماعى به روند توسعه و رشد اقتصادى ادامه دهيم. رشد و توسعه اقتصادى در افغانستان بايد، منجر به اشتغال زايى، تحقق عدالت اجتماعى، جلوگيرى از انحصار و احتكار گرديده، منجر به ايجاد يك اقتصاد ملى و متكى به خود گردد. افغانستان كشورى است داراى ثروت هاى عظيم زير زمينى كه بايد از آن براى ايجاد يك اقتصاد نيرومند ملى، به سود همه هموطنان و سعادت مردم استفاده كرد. برعلاوهء اين، موجوديت نفوس جوان و مردم زحمت كش، همراه با رشد تعليم و تربيه دركشور كه موجب ارتقاى ظرفيت هاى انسانى ملى شده اند، همه زمينه هاى مساعدى اند كه بايد از آن با عقلانيت كامل بهره بردارى كرد.


همانطورى كه همه ميدانيم، كشور ما پس از هجوم اتحاد شوروى به ميدان اصلى جنگ سرد مبدل شد. كشورهاى كه به ما در مقابله با شوروى كمك مى كردند، پس از پيروزى بر كمونيزم ما را تنها گذاشتند و خلاف همه اصول و ارزش هاى اخلاقى و تعهدات سياسى مقدرات افغانستان را به همسايه گان ما سپردند. در نتيجهء تلاش مجدد براى اشغال كشور ما، سرزمين افغانستان به مركز فعاليت تروريزم بين المللى و به يك ويرانه يى فاقد دولت و فاقد اقتصاد ملى تبديل شد. ويرانى كشور و ارزش هاى ملى و فرهنگى ما تا زمانى ادامه يافتند كه امنيت كشورهاى جهان و به خصوص ايالات متحده امريكا مورد تهديد بالفعل قرار گرفت. و بدينگونه فصل ديگرى در كشور ما آغاز گرديد. ده سال پيش ما اين سفر دشوار را همراه با تعدادى از كشورهاى جهان آغاز كرديم، بدون شك كه هنوز هم براى رسيدن به منزل مقصود راه طولانى و دشوارى در پيش رو است. ما بايد براى رسيدن به منزل مقصود و براى دفاع از سرزمين خود و همچنين دفع تهديدها و خطرات بالفعل كه متوجه كشور ما مى باشند روابط خود را با جهان بر پايهء منافع افغانستان و ايجابات اوضاع نوين سازمان دهى كنيم. بدون شك كه بار اصلى مبارزه با تروريزم را مردم افغانستان بر شانه داشته اند. ما در اين مبارزهء دشوار هزاران قربانى داده ايم، تا كشور ما و كشورهاى جهان امن تر شوند. در اين مبارزهء دشوار مردان و زنان زيادى از سراسرجهان با ما مشتركاً تلاش كرده، مردم افغانستان يارى ومساعدتهاى مردم جهان را كه با ما در اين مبارزه دشوار همراه بوده اند با قدردانى ياد مى كنند. ما از كمك هاى مادى و معنوى جامعهء جهانى، ايالات متحدهء امريكا، آّلمان، انگلستان، جاپان، هند، جمهورى تركيه، كشورهاى همسايه ما، كانادا، كشورهاى اروپايى خصوصاٌ فرانسه، ایتالیا، پولند، ناروی، سویدن، دنمارک، هالند و کشورهای دیگری که به ما کمک کردند و تمام کشورهای که با ما در ده سال گذشته کمک کرده اند، بسیار تشکر می کنیم. کمک های اینها زمينهء رفتن ميليونها كودك افغان را به مكتب و تحصيل ممكن گردانيده اند و باعث بهبود وضع صحی مردم ما گردیده است، باز هم با صمیمیت از همه اینها که اعضای سفارت های شان اینجا تشریف دارند، تشکر می کنم. امیدوار هستم که اینها از جانب مردم افغانستان به کشورهای خود سپاس مردم افغانستان را برسانند.


حضار گرامى، خواهران و برادران!
مى خواهم تأكيد كنم كه افغانستان آزمايشگاه و لابراتوار سياسى بيگانه گان نيست كه در هر چند سال يكبار نظام و يا ساختار سياسى ديگر و جدیدی را در آن به آزمايش بگذارند. يكى از مشكلات اساسى در سير تكامل اجتماعى و سياسى ما، عدم تداوم در رشد و قوام نظام سياسى و نهادهاى مربوط به آن است. در چهل سال گذشته چندين بار نوع جديدى از نظام سياسى در كشور ما آزمايش شده است كه نتيجه يى به جز ويرانى و شكستن ساختارهاى اجتماعى و ارزشى افغانستان نداشته است، در اينجا مى خواهم با بسيار صراحت و قاطعيت بگويم كه ما هرگز اجازه نخواهيم داد تا روياى خطرناك يك آزمايش سياسى ديگر در كشور ما به واقعيت بپيوندد. نظام جمهورى اسلامى افغانستان بر اساس اراده و خواست مردم افغانستان و تأمين حاكميت مردم بر اساس نظام مردم سالار و مشاركتى و با رعايت اصول عدالت اجتماعى به وجود آمده است و ما نيز تا پاى جان از آن پاسدارى خواهيم كرد.


آقاى ریيس شوراى ملى، نماينده گان محترم مجلسين شوراى ملى!
خطوط اساسى دولت تدوين شده است و به زودى به دسترس شوراى ملى گذاشته خواهد شد. اميدوارم نماينده گان محترم مردم ديدگاه هاى دولت افغانستان را درپرتو ايجابات منافع ملى كشور مورد داورى قرارداده، تصويب كنند. در اين جا فقط ميخواهم بگويم كه رويكرد ما و آن خط مشى را كه مى خواهيم دنبال كنيم مبتنى اند بر منافع ملى، توجه به تماميت ارضى، استقلال و ثبات نظام سياسى كشور براى يك افغانستان مرفه و آباد.


انتظار من از نماينده گان محترم مردم افغانستان اين است تا با يك همكارى سازنده، با توجه به مسووليت ها و صلاحيت هاى مطروحه در قانون اساسى كشور، در راه ايجاد كشور مرفه و آباد در همكارى و هميارى با ساير قواى دولت همكار و همراه باشند.


با حركت از اين آرزو، سال دوم تقنينى شانزدهمين دورهء شوراى ملى كشور را به نام خداوند متعال و بر اساس احكام قانون اساسى كشور افتتاح مى نمايم. خداوند بزرگ را مشكورم كه به ملت تاريخى ما اين نعمت را كه مقدرات سياسى اش را خودش بدست بگيرد، ارزانى داشت.
خداوند متعال همراه و مددگار كشور ما و ملت بزرگ ما باشد.
تشكر